Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته تفريحي تفريحي او په زړه پوري مطالب غږ او انځور هغه انځورونه چې د نړۍ تاريخ يې بدلولای شو


هغه انځورونه چې د نړۍ تاريخ يې بدلولای شو

یکشنبه، 23 زمری 1390 | وخت: 15:42

دغه نقاشي شوي انځورونه د اطريش د ويانا ښار د ښکلو هنرونو پوهنتون ته يو چا د ځان د شاملېدو لپاره وړي وو، خو د پوهنتون د چارواکو لخوا په آزموينه کې ونه منل شول او انځورګر يې پوهنتون ته شامل نکړ.

که چېرته دغه انځورونه منل شوي وای او د دغو انځورونو انځورګر پوهنتون ته شامل شوی وای، نو د نړۍ تاريخ به بل ډول وای. کېدای شوای په نړۍ کې د شپېتو ميليونو خلکو ژوند ژغورل شوی وای.

انځورونو ته په ځير سره وګورئ او په پای کې د انځورګر نوم هم وګورئ.

 

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

adolf-hitler-paintings

هوکې ! که چېرته دغه انځورونه منل شوي وای، کېدای شي دويمه نړيواله جګړه نه وه رامنځته شوې او تر شپېتو ميليونو ډېر انسانان به نه وو وژل شوي.

دغه رسامي د آلمان د نازي ګوند مشر او د نړۍ په تاريخ کې د يوه پېژندل شوي کس  اډولف هټلر آثار دي. اډولف هټلر تمه درلوده چې د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې زدکړي وکړې خو پوهنتون ته په ننوتلو بريالی نشو. کېدی شي د هټلر بغض او کينه هم له همدې ځايه پيل شوې وي. هټلر آلمان ته لاړ، هلته يې د حکومت واګې ترلاسه او خپل قدرت يې نړيوالو ته وروښود.

په دويمه نړيواله جګړه کې تر شپېتو مليونو ډېر انسانان ووژل شول. که چېرته هټلر ته په پوهنتون کي ځای ورکړل شوی وای، کېدی شي د دغه شمېر انسانانو ژوند ژغورل شوی وای.

د اډولف هټلر په اړه لنډ معلومات:

اډولف هټلر

د ويکيپېډيا لخوا

اډولف هټلر (الماني: Adolf Hitler) د نازي ګوند مشر او د جولاۍ ۱۹۳۲ نه تر اپریل ۱۹۴۵ پورې د المان لومړى وزير و.

مخينه

اډولف هټلر د ۱۸۸۹ د اپرېل په ۲۰ مه د اطريش په برانوا كې د ان ويالې پر څنډه په يوه وړوكي ښار كې زېږېدلى.

پلار يې آلويس هټلر د هټلر له زېږېدنې وروسته له خپلې كورنۍ سره د اطريش بل ښار لينز ته ولاړل.

هټلر په لينز ښار كې ښوونځى ووايه، په لومړيو كې دى يو تكړه زده كوونكى و، خو په ليسه كې بيا يو كمزورى زده كوونكى و، د هټلر اكادميكو هڅو يې پلار نا هيلى كړى و، ځكه پلار يې غوښتل چې هټلر به د ده په څېر يو دولتي مامور شي، خو هټلر غوښتل چې يو هنرمند شي. په ۱۹۰۷ كې هټلر د اطريش ويانا ښار ته لاړ تر څو د خپل هنرمند كېدو خوب پوره كړي. د نوموړي دا خوب هغه مهال له خاورو سره يو ځاى شو، چې د هنرونو اكادمۍ ته كامياب نه شو.

په همدې كال د هټلر مور مړه شوه او هټلر پرېكړه وكړه چې په ويانا كې به اوسي. يو كال وروسته يې بيا د هنرونو اكاډمۍ ته ازموينه وركړه، خو بريالى نه شو. هغه په ويانا كې يو منظم كار نه درلود، چې دى له اقتصادي پلوه په پښو ودروي، هغه به وړوكي وړوكي كارونه تر سره كول او په ډېره ارزانه خونه حتى د پارک په څوكيو كې به يې شپې تېرولې او ډېرى مهال به يې د خيراتونو ډوډۍ خوړلې.

كركه او لومړۍ هڅې

كله چې هټلر په ويانا كې اوسېدو نو له جرمنيانو پرته يې نور ټول خلك بد ايسيدل، هټلر اسټريايۍ و، خو په جرمنۍ يې خبرې كولې، ځكه يې ځان جرمن ګڼلو. ده به په اسټريايي حكومت ملنډې وهلې ځكه ۸ ژبې يې رسمي اعلان كړې وې، د هټلر په ګومان هېڅ دولت هم چې نژادي ډلو ته يې پوره حقونه وركړي وي نه شي كولاى اوږد ژوند وكړي.

په ۱۹۱۳ كې هټلر د جرمني مونيخ ښار ته لاړ، كله چې په ۱۹۱۴ لومړۍ نړيواله جګړه پېل شوه نو دى د جرمني په پوځ كې داوطلب كار ته چمتو شو، چې نوموړي ته د خط او خبر رسوونكي دنده وركړل شوه. دا يو خطرناك كار و چې د نظامي قوماندانۍ څخه به يې احوال د جګړې لومړي خط ته رسولو.

هټلر پينځه وړوكي مډالونه او يو ډېر لوړپوړه مډال واخيست، خو له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته يوازې د فرقه مشر رتبې ته ورسېد.

كله چې لومړۍ نړيواله جګړه پاى ته ورسېده نو هټلر په يوه روغتون كې د سترګو د ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، چې په جګړه كې د زهرجن ګاز له كبله ورته پېښه شوې وه. كله يې چې د جرمني تسليمېدل واورېدل نو ډېر خپه شو.

د وارسا تړون چې لومړۍ نړيواله جګړه يې پاى ته ورسوله، د جرمني ډېره سيمه يې ترې ونيوله، جرمنيان يې وسلې ايښودلو ته يې اړ كړل او د جګړې لوى تاوان يې پرې ومانه.

نازي ګوند او بوختياوې

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته المان ډېر لوى قرض پر اوږو درلودو او په ميليونونو خلک يې بې كاره وو. په ۱۹۱۹ كې هټلر د جرمنيانو كارګر ګوند ته ننوت. په ۱۹۲۰ كې دا ګوند د المان د ملي سوسيالست كارګر يا (نازي) په نامه مشهور شو او خپل لومړى پروګرام يې خپور كړ چې (۲۵ نومرې) نومېدو.

په پروګرام كې نازيانو په المان غږ كړى و چې د يوه ملت په توګه سره متحد شي، يو قوي مركزي حكومت رامنځ ته كړي او د وارسا تړون لغو كړي.

په ۱۹۲۱ كې هټلر د نازي ګوند مشر وټاكل شو او ډېر زيات خلک يې غړي شول. دا ټول د هټلر د خبرو اغېز و چې په وينا كې يې خاص مهارت درلود. هټلر يوه ډله پوځيان د نازي ګوند لپاره جوړ كړل چې د توفان جنګيالي نومېدل او خړې جامې يې درلودې، هغوى د دې لپاره رامنځ ته شول چې د هغو ډلو سره جګړه وكړي چې د نازي ګوند د لاريونونو او ويناوو مخه نيسي.

د ۱۹۲۳ د نوومبر په ۹ مه هټلر له ۲۰۰۰ څخه زيات توفاني جنګيالي د وقت پر (بوواريان) حكومت ور مارش كړل او غوښتل يې د مونيخ حكومت را نسكور كړي. د نوموړي دا كودتا ناكامه شوه، هټلر ونيول شو او د پينځو كالو بند پرې وخوت. په زندان كې نوموړي يو كتاب وليكلو چې (زما مبارزه - Mein Kampf) نوم يې پرې كېښود.

په نوموړي كتاب كې ده د المان د راتلونكې لپاره خپل پلانونه بيان كړل، ده يوازې ۹ مياشتې په زندان كې تېرې كړې او خوشى شو او د نازي ګوند په بياجوړولو يې پيل وكړ.

دى پوه شوى و چې د قدرت تر لاسه كولو لپاره له زور او جګړې څخه نه بلكې له قانوني لارې كار واخيستل شي، نوموړي يو شخصي ساتونكى درلود چې شوت ستافل (د ځينو مورخينو په نظر دا هماغه كس دى، چې له ځان وژنې وروسته يې د هټلر مړى سوځولى و) نومېدو.

په ۱۹۲۹ كې نازي يو وړوكى او بې خونده سياسي ګوند و. په همدې كال د وال سټريټ نښتې او پخوانيو عقدو هټلر او نازي ګوند ته د قدرت واګې په لاس كې وركړې.

هټلر د يهودانو او كمونستانو پر خلاف غږ پورته كړ او دواړه يې د المان لويې ستونزې وبللې. نوموړي ژمنه وكړه چې المان به له يهودانو او كمونستانو خلاصوي او د اروپا الماني ژبه ويوونكي به سره يو كوي.

برياليتوب او ديكتاتوري

د ۱۹۳۲ د جولاۍ په ټاكنو كې نازي ۴۰ سلنه رايې تر لاسه كړې او د المان تر ټولو پياوړى ګوند شو. د ۱۹۳۳ د جنوري په ۳۰ مه ولسمشر پاول ون هندنبورګ هټلر د المان د حكومت مشر يا لومړى وزير وټاكلو.

له دې څوكۍ څخه په كټې هټلر د د كتاتورۍ پر لور روان شو. كله چې هندنبورګ په ۱۹۳۴ كې مړ شو، نو هټلر چې له پخوا څخه يې د ټول المان واک درلود، ځان (فرهر) يا يوازينى واكمن اعلان كړ.

د هټلر تر سيوري لاندې هېڅ آزادي نه وه. حكومت د ژوند هر اړخ كنټرولاوه. هټلر ډېر پياوړى پروپاګند وكړ تر څو ملت يې دا نظريه ومني چې په المان كې بايد يو بشپړ آريايي نژاد وساتل شي. د هټلر دا پلان د دې سبب شو چې يهودو، روميانو او تورپوستانو ده ته د لېوني خطاب وكړ. د نوموړي دا پلان د (وروستى حل) په نامه يادېدو.

دوهمه نړيواله جګړه او د هټلر وروستۍ ورځې

په ۱۹۳۹ كې دوهمه نړيواله جګړه پيل شوه او هټلر په پولنډ د دې لپاره بريد وكړ چې الماني ژبه ويوونكي ټول سره يو كړي، همدا مهال د وژنې كمپونه په جرمني، پولنډ او روسيه كې جوړ شول.

ډېرو خلكو كوښښ وكړ چې هټلر ترور كړي، چې تر ټولو ډراماټيكه هڅه يې د (جولي پلاټ) وه. د ۱۹۴۴ د جولاۍ په ۲۰ مه كله چې ډګروال كلاوس ون ستاوفنبورګ چې د هټلر يو نظامي كنفرانس كې برخه وال و، تر مېز لاندې يې په يوه بكس كې بم كېښود چې په چاودنه كې يې څلور كسه مړه او لس نور ژور ټپيان شول، خو هټلر يوازې څو واړه ټپونه واخيستل.

د ۱۹۴۵ په جنوري كې د شوروي پوځونه المان ته ننوتل. دا وړانديز شوى و، چې هټلر بايد وتښتي، خو هټلر د خپل نيول كېدو نظريه رد كړه، نوموړي داسې كيسې اورېدلې وې چې شوروي پوځونه به يې په قفس كې بند كړي او د جرمني په كوڅو به يې وګرځوي. له دې بې شرمۍ څخه د خلاصون لپاره هټلر ځان وژنه وكړه. له مرګ دوه ورځې مخكې يې له ايوا براون سره واده وكړ، هغې هم پرېكړه وكړه چې له ده سره به ځان وژني.

د ۱۹۴۵ د اپرېل پر ۳۰ مه شوروي پوځونه د هټلر له شخصي زېرمتون څخه ۳۰۰ متره لرې وو، هټلر ماته حتمي ګڼله، نوموړي خپله ټوله شتمني د نازي ګوند په نامه پرېښې وه.

له خداى پامانۍ وروسته هټلر او ايوا براون يوې شخصي خونې ته لاړل او (سايانايډ) زهر يې وخوړل. هټلر ځان په ګولۍ هم وويشت، مړى يې وروسته وسوځول شو او ايرې يې د دولتي ماڼۍ لاندې خښې شوې او اووه ورځې وروسته المان تسليم شو. 

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011