Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.

 

د روژې آداب [د عصمت الله عزام ليکنه]

پنجشنبه، 20 زمری 1390 | وخت: 13:24

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

روژه يوډېرلوی عبادت دی اوالله پاک انسان ته ددې عبادت له کبله ډېرثوابونه ورکوي خوپه دې شرط چي آداب يې په ځای کړل شي :  

که يې آداب په ځای نه کړل شي،نوفرض خوبه اداشي خوثوابونه به موپه برخه نه شي ؛ لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي :ډېرروژه نيوونکي داسي دي چي په روژه کي ورته پرته له لو‌ږي نورڅه په لاس نه ورځي اوډېردشپې عبادت کوونکي داسي دي چي پرته له بې خوبۍ نورڅه په لاس نه ورځي(ابن ماجه)

داځکه چي ياروژه په حرام خوراک سره ماته کړي

۲:يادروژې په حالت کي غيبت کوي

۳:اوياله نوروگناهونوځان نه ساتي؛

همداراز دشپې عبادت دی چي انسان يې په ريااوځان ښودني سره بربادکړي؛

دروژې آداب دادي:

۱:دسترگوحفاظت اوساتنه

۲:دژبي حفاظت له غيبت،دروغو،چغلگرۍ اوبې ځايه خبرونه

۳:دغوږونوحفاظت دغيبت اوبدوخبروله اورېدلونه

۴:دبدن دنوروغړوحفاظت لکه نس له حرامه ساتل اوغلط لوري ته له تگ څخه دپښوساتلگ

۵:دروژې دماتولوپه و وخت کي ډېرخوراک نه ځان ساتل

او هم د پېشنمي په وخت کي

ځکه دروژې دنيولويوحکمت اوغرض دادی چي مالدارخلګ دلوږو

له حالته خبرشي،دهغوی دلوږي اودتکليف احساس دوی ته وشي،که خوراک ډېروکړل شي،چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه ستر مقصدانسان ته نه حاصليږي .

۶:دروژې دماتولووروسته په دې وېره کي اوسېدل چي داعبادت به قبول وي اوکنه ؛

دغه آداب موکه په ځای کړل انشاءالله تعالی روژه به دثوابونووړوگرزي الله پاک دي توفيق راکړي چي ددې مبارکي مياشتي روژې اوعبادات په ښه توګه ترسره کړواوپه خپل لوی دربارکي يې رانه قبول کړي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011