Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست امريکا لوبه کوي طالبان دروغ وايي


امريکا لوبه کوي طالبان دروغ وايي

پنجشنبه، 20 زمری 1390 | وخت: 20:15

US and Talibanڅو ورځې وړاندې په افغانستان کې مېشتو امريکايي سرتېرو په ميدان وردګو ولايت کې د خپلې يوې چينوک څرخکې د غورځېدلو خبر ورکړ چې پکې يو دېرش تنه امريکايي ځانګړي سرتېري او اوو تنه د افغان ملي اردو سرتېري ووژل شول.

په را نسکوره شوې الوتکه کې د امريکا هغه ځانګړي سرتېري سپاره وو چې څه موده وړاندې يې د پاکستان په زړه کې د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن له غمه خلاص کړ. 

طالبانو د تېر په څېر بيا د پېښې دې درانه مسوليت ته هم پرته له دې چې ليږ فکر پرې وکړي اوږه ورکړه. ځينو بهرنيو سرچينو هم ومنله چې الوتکه طالبانو غورځولې ده.

څومره چې د سړي زړه ته نه لوېږي چې اوسامه دي په آيبټ اباد کې د هغې شپې په عملياتو کې وژل شوى وي همدومره د الوتکې د غورځولو پېښه زړه نه مني چې ګواګې طالبانو دي غورځولې وي.

د اوسامه بن لادن د وژلو د عملياتو يادونه ځکه له د غې پېښې سره يو ځاى کوم چې زما په خيال دواړه پېښې سره تړلې دي.

هغه تش په نامه عمليات چې څه موده وړاندې د پاکستان په ايبټ اباد کې د اوسامه بن لادن د وژل کېدو دخبرې د کره کولو د پاره ترسره شول له عجيبو او غريبو عملياتو څخه شمېرل کېږي. د دغو عملياتو له تېره سره کېدو وروسته مو په خپلو طالبانو هغه عقيده کمزورې شوه چې دوى به ويل له مونږ سره الهى نصرت ملګرى دى. او مونږ به يې خبرې رښتيا بللې.

په هماغه شپه په ناڅاپي توګه د پاکستان د هوايي ځواک رادارونه کار پرېږدي، همدغه امريکايي الوتکې پر پوله اوړي او د پاکستان زړه ته ځان رسوي، د اوسامه د کور په خوا کې د پوځ په يوه اډه کې ويده پاکستاني پوځيان تر سهاره ويده پاتې وي ، نه د الوتکې غږ اوري نه د درنو ډزو، . د سيمې اوسېدونکيو ته تر عملياتو وړاندې پاکستاني سرتېرې وايي چې نن شپه څراغونه مه بلوئ ، سهار د اوسامه د وژل کېدو خبرونه خپرېږي ، د ده د جسد په لاس جوړ شوي عکسونه خپرېږي او پرته له دې چې دغه جسد چاته وښودل شي په سمندر لاهو کېږي ،په دويمه درېيمه ورځ القاعده هم مني چې مشر يې وژل شوى دى او د بل مشر د ټآکلو تابيا کوي.

دې هر څه يو ځل بيا هغه شکونه نور هم قوي کړل چې ګواکې القاعده او امريکا په خپلو کې ياران او مونږ ته يې سلا يوه ده . دوى دواړه ملګري يو ډول هدفونه لري. لومړنى هغه يې نوک ځايوي او دويم يې ورپسې سوک، اوسامه د امريکا د پاره پيل کړې لوبه پاى ته ورسوله او امريکا د لوبې تر پاى ته رسېدو وروسته د ژوندي اوسامه د مرګ راپورونه خپاره کړل يا يې مړ اوسامه وواژه.

که څه هم د څه وخت په تېرېدو سره د امريکا او زمونږ د ځينو مذهبي ډلو د پټې يارانې کيسې د خلکو له خيال څخې وتلې وې خو په وردګو کې د امريکايي الوتکې را نسکورېدو يو ځل بيا تېره تر سره شوې لوبه خلکو ته ورياده کړه.

هغه سرتېري چې په اصطلاح د زرګونو امريکايانو قاتل يې وواژه او د امريکا را روان نسل يې له احتمالي روحي ناروغي څخه چې دوى به پرې اخته کېدو وژغوره په يو وار کوده کړاى شول. دا څه وړه غوندې خبره نه ده.

اوس نو له ورايه مالوميږي چې په ايبټ اباد کې د اوسامه د وژلو په موخه شوي عمليات له مخې دروغ وو، او امريکا يې د پټولو د پاره دغه ستره قرباني ورکړه .

هغه امريکايي سرتېري چې د اوسامه د وژنې په عملياتو کې يې برخه واخيسته او په وردګو کې د الوتکې په پېښه کې ووژل شول له نورو امريکايي سرتېرو ډېر بېل دي.

د دغو سرتېرو ډلې ته نېوې سييلز وايي دغه ډله سرتېري د ډېرو حساسو عملياتو د ترسره کولو د پاره روزل شوي دي. او امريکا يې د نړۍ بېلابېلو برخو ته د خپلو ګټو د خوندي کولو د پاره ليږي.

د امريکايي سرتېرو دغه ډله چې ټوله شمېره يې دوه زره پېنځه سوه تنو ته رسېږي کولاى شي په سمندر ، وچه ، او هوا کې يو ډول جګړه وکړي . هواره ، لوړې ژورې او کندې کپرې ورته توپير نه لري، له دغې ډلې څخه ډېر وخت د يرغملو شويو کسانو د را خوشي کولو د پاره کار اخيستل کيږي.

د دغې ډلې پر هر سرتېرې تر اندازې زيات لګښت شوى دى، دغه سرتېري کولاى شي هر ډول سخته شکنجه وزغمي ، د سترګو ديد يې تر حد زيات دى او د نورو انسانانو په پر تله زيات ځيرک وي.

اوس به راشو دې ته چې امريکا ولې خپل دومره ارزښتمن سرتېرې د عامو سرتېرو په يوه الوتکه کې د افغان ملي اردو له سرتېرو سره يو ځاى سپاره کړي وو.

ځينې سرچينې وايي چې د طالبانو يو قومندان امريکايي سرتېرې تېر ايستلي وو چې ګواکې ملا عمر په تنګي سيمه کې له خپلو جنګي قومندانانو سره غونډه کوي او که امريکايي سرتېري پر وخت سيمې ته ورسيږي ملا عمر به ووژني.

امريکا څنګه د يو طالب قومندان په خبره باور کوي او خپل دومره ارزښتمن سرتېرې پرته له پلټنو او پرته له دې چې د طالب قومندان خبره کره کړي سيمې ته لېږلي.

طالب قومندان څنګه باوري دى چې امريکا له شکه خلاص خپل ځانګړي سرتېري د ده په غوښتنه تنګي ته لېږي او ده ورته وار له مخه وسله وال ګوته په ماشه کېنولي دي .

طالبانو مخکې ولې نه شواى کولاى دغه الوتکې را وغورځوي چې په دغه ورځ يې په را نسکورولو واتوانېدل.

هغه خو به نو وروسته مالومه شي چې تر دې وروسته به هم دوى وتوانېږي نورې چينوک الوتکي وغورځوي که به ورسره يوازې همدغه يو توغندى وو چې د ځانګړيو سرتېرو الوتکه يې پر وويشته.

په هرصورت په ايبټ اباد کې د اوسامه د وژني په عملياتو کې د ځانګړيو سرتېرو له برخه اخيستلو‎ او د اوسامه د وژلو د بې اساسه ادعا وو له خپرولو وروسته په ‎ ميدان وردګو کې د اوسامه د وژونکيو وژل کېدل . دا په ډاګه کوي چې په تنګې کې په ځانګړيو سرتېرو د بار الوتکې را غورځول هغه ستره قرباني ده چې امريکا يې د خپلو دروغو د پټولو د پاره ورکوي .

امريکا وېره لرله چې هسې نه د اوسامه د وژونکيو سرتېرو له ډلې څخه کوم يو يې يو وخت وونه وايي چې :

(( ياره نه اوسامه وو نه بله بلا . د اوسامه د وژنې تر علمياتو څو ورځې وړاندې مو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو ته خبر ورکړ چې مونږ په ايبټ اباد کې لوبه کوو تاسي ځانونه ويده واچوئ ، هغوى ومنله مونږ ورغلو ډزې مو وکړې يو د لوړ قد خاوند پښتون مو وواژه بېرته راغلو د اوسامه د وژلو اوازې مو خپرې کړې. امريکا په القاعده غږ وکړ چې د خپل مشر وژل کېدل ومني هغوى هم ومنله او په دې توګه يوه لوبه پاى ته ورسېده ))

امريکا د همدې وېرې له امله خپل بشپړ پوستين د وردګو په تنګي کې اور ته وغورځاوو. طالبان وايي دغه پوستين ورڅخه مونږ په زور ايستلى دى خو لکه څنګه چې په وچو دروغو د اوسامه د وژل کېدو تر خبر وروسته القاعده شبکې د امريکا په غوښتنه ومنله چې مشر يې وژل شوى دغسې نن زمونږ طالب ومنله چې ګواکې په ځانګړيو سرتېرو بار الوتکه دوى غورځولې ده . او د دغه مسوليت په منلو سره يې يو ځل بيا دامريکا په بې ستري بله پرده وغوړله.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011