Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه لنډه کيسه: غم د پاسه غم


لنډه کيسه: غم د پاسه غم [ضياالرحمن حبيب سپين غر]

شنبه، 15 زمری 1390 | وخت: 16:07

صمد او احددواړه ورونه وو چې دښځو په خبره بلاپسې يا پرلپسې وو ،صمد تر احد مشر وو خو دواړه ځکه همزلي معلومېدل چې په يوه ټولګي کې وو چې صمد يې اول نومره اواحد دوه يم نومره وواودواړه په يوه ښوونځي کې په درس ويلو بوخت ما به هرسهار دوې دواړه ليدل چې څنګ په څنګ به ښوونځي ته روان وو دوې دواړه زما کليوال وو.

ډېرو کسانو رانه پوښتنه کړې وه چې دوې دواړه څنګه داسې ډېر سره خواږه دي ؟

ورونه دي که دوستان دي؟

ما به ورته ويل :

دوې دواړه ورونه دي خو داسې نه ښکاري لکه ورونه!!!

زه ددوې نه دوه ټولګى مخکې وم نو ځکه دوه کاله وړاندې له ښوونځي نه فارغ شوم او همداسې دکانکور ازموينې له لارې پوهنتون ته بريالى شوم او په لوستلو مې پېل وکړ ،وخت ناوخت به خپل کور ته ډېر کم ځکه راتلم چې هلته مې دپوهنتون تر څنګ دنده هم درلوده نو هغه دچا خبره ښه پوخ بوخت وم .

دصمد اواحد په اړه مې هيڅ معلومات نه درلودل خو کله چې له پوهنتون نه فارغ شوم او خپلې سيمې ته راغلم نو يوه ورځ مې صمد وليد نو له روغبړ څخه وروسته مې ترې پوښتنه وکړه :

ياره څه کاروبارکوئ ؟

ده راته وويل :

زه خو دترکارۍ دوکان لرم او احد هم راسره وي .

ما ورته وويل :ولې نور تعليم مو ونه کړ؟

ده راته وويل :

ولا ياره ځنې ستونزو له امله رانه هر څه نيمګړي پاتې شو .

صمد لږ له ظاهري بڼې نه لږ خفه او ماڼېجن معلومېده نو ځکه ترې مې پوښتنه وکړه :

ياره څنګه داسې ناارمه ښکارې ؟

ده له يوه سوړ اسويلي په ملتيا راته وويل: :

ياره له تا څه پټه ده موږ په کور کې دابادۍ کار پېل کړې نو دوه ورځې وړاندې شګه نه وه نو دشګې راوړلو لپاره احد له خپل تروزوى څخه مزدا موټر واخيست او ځان ته ځکه په شګې پسې لاړ چې هغه دترورزوى مو مصروف ووخېر څه به دې سر خوږوم کله چې احد شګې ځاى رسېدلى وو نو سمدواره وسله والو کسانو په دې تور نيولى ووچې ته شګه بهرنيو ځواکونو ته وړې !!!

هغې چې ورته هر څومره ويلي وو خو څه مثبته نتيجه يې نه وه ورکړې په پاې کې وسله والوماته تلېفون وکړ او راته يې وويل :

ستاسې ورور زموږ سره دې که غواړې ورور دې ژوندې ووينې نو شل لکه افغانۍ تيارې کړه له دې خبرو وروسته تلېفون پرې شو .

حېران شوم چې دا څه په غذب (عذاب)واوښتې ،اوس ته ووايه چې زه څه وکړم که خپل ټول هر څه خرڅ کړم بياهم دومره پېسې نه کيږي او دومره پور به له ماسره څوک وکړي!!!

ما ورته ډېر ډاډ ورکړ چې الله مهربانه دى ته کوښښ وکړه چې له جرګو مرګو څخه کار واخله ،صمد راته ښه وکړه او بيا يې راسره مخه ښه وکړه .

يوه ورځ چې له دندې نه راغلم نو دبازار په کښتني سر کې ګڼه ګوڼه وه زه هم په ډېروارخطاشوم ځان مې هاغه ځاى ته ورساوه چې پوښتنه مې وکړه نو يو سړي راته خپلې خبرې داسې وغزولې:

دوکاندار دخپل دوکان په سر څه کرېټونه سمول چې لاندې خوړ ته ولوېد ،اوس يې روغتون ته يوړ خو دپاتې کېدو امکان يې نه شته ځکه له خولې او پوزې يې وينې روانې وې.

ماترې پوښتنه وکړه :

کاکا دوکاندار دکوم ځاى وو؟

سړي راته وويل :

ته دهمدې کلي يې ؟

ما ورته وويل :

هو !

سړي وويل :

هغه امير ،شېخ غوندې نه وو ،سړي بل کس په اوږه وواهه او ترې ويې پوښتل :

هغه څه نومېده ؟

هغه ورته وويل :

ياره اکبر همدا اوس مې درته ونه ويل چې صمد نومېده ستا هم دسر ماغزه په زوال دي.

خو دې بل سړي يې په غبرګون کې څه ونه ويل.

ددې خبرو په اورېدو مې زړه داسې راتنګ شو چې ما ويل په دې ځمکه کې ننوتم خو بيا مې الله ته لاسونه پورته کړه او ومې ويل:

اى الله ته يې دخپلو نېکو اعمالو لپاره روغ کړې .سبا سهار خبر شو چې صمد مړشوي ،په هماغه ورځ مو ښخ کړخو داحد لا څرک نه لګېده چا ويل چې هغه يې هم وژلې ،چا ويل چې له وسله والو راتښتېدلى .

دوه ورځې وروسته خبر شوم چې احد په شړو شړو لارو راتښتېدلى،ډېر خوښ شوم خوبيا مې له ځان سره وويل دهغه خو له صمد سره ډېره مينه وه اوس به څه کوي ؟؟؟

لکه چې څنګه مې ګومان کاوه احد له رارسېدوسره سم لکه سم چې چا ورته ويلي وي نېغ هديرې ته تللى وو څه شېبه دصمد په قبر يې کوکارې ووهلې خوبيا خلکو په ډېر زور سره له قبر نه راجګ کړ .سهار چې يې کورنۍ احد په کټ کې کوت نه وو او بيا يو ماشوم احد په هديره کې ليدلى وو چې دصمد په قبر مړ پروت وو.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011