Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست ایا اوسنۍ اداره په ریښتیا دافغان ولس استازیتوب کوی،که دپښتنو دتباهي وسیله ده ؟!


ایا اوسنۍ اداره په ریښتیا دافغان ولس استازیتوب کوی،که دپښتنو دتباهي وسیله ده ؟!

جمعه، 14 زمری 1390 | وخت: 13:25

/karzai-khalili-fahim-qasimکه سړی دهیواد اوسنیو ستونزمنو ، ګونګو او نامعلومو حالاتو ته ګوري نو ښکاری چې په نړیواله کچه دپښتنو دتباهې او له مینځه وړلو پلان جوړ شویدی چې عملی کیدل یی دطالبانو له واکمنۍ څخه پیل شول .

په افغانستان کې دپخوانیو جهادي مشرانو دخپل منځې جګړو پرمهال چې هغه هم دبهرنیو هیوادونو دپلان له مخې دهغوی لاسپوڅو له خوا پیل شوې وې ، دڅو تنو تش لاسو طالبانو دومره غټ بری او دهغوی لپاره پراخ تبیلغات دنورو هیوادونو له مرستې اوپلان پرته ناشونې وو.

خو کله چې طالبان دافغانستان په ډیره برخه واکمن شول او خپلې تګلارې یی پلې کړی او یو اسلامی امارت یی جوړ کړ نو فکر کوم بهرنیان پوه شول چې د دوې په وجود کې خپل پلان نشی بشپړه ولی، نوځکه یی دزوال ورځې پیل شوی او امریکا یی دله مینځه وړلو په فکر کې شوه چې بالاخره دسیبټامبر دیو لسمې پېښې امریکا ته دا موقع په لاس ورکړه، او دطالبانو ټغر یی ټول کړ.

دطالب واکنۍ دراپرځیدو سره سم په افغانستان کې دلوی پښتون ټبر دځورونې او تباهې شیبې هم پیل شوي .

له هغې ورځې چې په افغانستان دامریکا دبي دوه پنځوس الوتکو دبمونو وریدل پیل شول او دشمال مړه خماران په پردې نفس را ژوندې شول او دامریکایی عسکرو په اوږو سپاره کابل ته راننه وتل نو پښتنو ښه ورځ ونه لیده او دپښتون ضد هیوادونو هغه پلان ته دپلې کیدو تر بل هروخت ښه زمینه برابره شوه چې دپښتونو دله مینځه وړلو لپاره جوړ شوی .

کله چې په بن کې دافغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو او دافغانستان لپاره دیو مشر په سر خبرې پیل شوی نو دوه نومونه پکې راوړاندې شول چې یوېې اوسنۍ ولس مشر حامد کرزی، او بل یی دپخوانۍ مرحوم ټولواک محمدظاهر دملاتړی عبدالستار سیرت وو، خو شمالی ټلوالې ټینګار کاوه چې حامد کرزی باید دافغانستان دلنډمهالې حکومت مشري وکړی داچې دغه ټلواله په هغې وخت کې په کابل واکمنه وه نو د دوی انتخاب ومنل شو او کرزی دلنډمهالي افغان حکومت دمشر په توګه وټآکل شو.

په لومړی سر کې افغانو فکر کاوه چې کرزی به دنورو تیرو افغان ولس مشرانو په څیر دټول ولس استازیتوب وکړی، متوازن انکشاف به را مینځته کړی،دافغانانو ځورونو ته به دپای ټکی کیږدی اود افغانستان ملی غرور به وساتی خو بدختانه داسی ونه شول، که افغانانو هرڅومره انتظار ویستو چې،دلنډمهالې دوری ورسته به حالات ښه شی، منځ مهاله دوره به ښه وی، خو کله چې ولس مشریزې ټاکنې ترسره شوی او کرزی مخامخ دخلکو په رایو ولس مشر شو نو ولس بشپړ باور پیدا کړ چې نور کرزی دځینو، زور واکو او مافیایې ډلو ملاتړ ته اړتیا نه لری ،ځکه ولس یې شا ته ولاړ دی او دیو خپلواک او پیاوړی ولس مشر په توګه به دملی ګټو پر بنسټ پریکړې کوی او له مضرو مصلحتونو به لاس واخلی،خو بیا هم دافغانانو هیلې په ناهیلې واوښتی او حالات ورځ تربلې دخرابیدو په حال کې دی.

دطالب واکمنې دراپرځیدو سره سم سیاسی واک دشمالی ټلوالی بدنامو بړیڅو چې له قتل،غلا،فساد، جاسوسۍ او نورو ناوړه کړنو څخه بل هیڅ ډول مهارت نه لری په میراث اخیستی او شپه ورځ دپښتنو پر وړاندی د دسیسیو جوړولو په فکر کې دی او بهرني ځواکونه یې هم کلک تر شا ولاړ دی ځکه د دوی په وجود کې ترټولو په اسانه خپلو موخو ته رسیدې شی، او دا هغه بی ایمانه کسان دی چې سهار یو شی او ماښام بل شی وی ، ترپرونه له دوی څخه کلک مسلمان او مجاهد نه وو، او په ډیرو وړو خبرو به یې په بې کسانو دکفر فتوای کولې خو نن په ټیټو یا کلو ږیرو، غربی لباس او نیکټایی کې له دوی څخه پیاوړی ډیموکراټان نشته او پدې نوم غواړی ځان امریکایانو ته نیږدی وښی او پدې توګه پېسې او قدرت تر لاسه کړی او خپلې شومې موخې ته ورسیږی چې هغه د پښتنو ځپل دی ، ځکه دوی وایې پښتنو تل په دوی واکمنې کړی او د دوی په وینا تر ستم لاندې یې ساتلی دی .

دغه دپردیو په اوږو بار غلامان نه پوهیږی چې پښتانه ددی خاورې اصلی وارثان دی او دغه خاوره یې تل له پردیو یرغلګرو دسر په بیه ساتلی او ددې وړتیا لری چې پدې سپیڅلی خاوره حاکمیت وکړی.

زما هدف په افغانستان کې میشت ورونه ملیتونه ندی هغویې ددې خاورې بچیان دی او ټول په غم او درد کې له یو بل سره شریک دی زما هدف هغه څو تنه فرصت طلبه کسان دی چې دملت په تباهې کې خپلې ګټې ګوری.

په هرصورت بدبختانه اوس حالات ددغو فرصت غوښتونکو په ګټه دی او دښاغلی کرزی له ضعیف شخصیت نه په ګټې اخیستو یې په پښتنو هغه حالات راوستی چې دتاریخ په اوږدو کې پرې نه وو راغلی .

اوس خو ان خبره دپښتنو قتل عام ته ورسیده، دافغانانو له ماشومانو ، میرمنو ، سپین ږیرو او ځوانانو له وژنو د وخت وخشی دړاماران او قاتلان خوند اخلی او دخپلې ساتیرې په خاطر یې وژنی.

له یوې خوا یې بهرنیان دطالب او القاعده په نوم وژنی ، کورونه یې ورانوی ، ماشومان یې په کیمیاوی موادو سوځوی او پاک لمنې میرمنې یې په سپو داړی او له بلې خوا یې طالبان بیا دپاکستان دبدنامې جاسوسی اداری ای ایس ایې په لارښوونه دجاسوس او دولتی مامور په نوم ، په ځان مرګی بریدونو ، چاودنو کې وژنې او یا یې په چړو سرونه غوڅوی او په دار یې ځړوی.

پدې بد، ځورونکی او کربلا ته ورته حالت کې څه پکار دی څه باید وشی چې افغان دوینو له دغه ډنډ څخه راویستل شی.

ولس مشر کرزی هم اوس مهال، فکر کوم په واقیعتونو پوه شوی ، خو وخت له وخته تیر دی او په ړستونې کې یې مارانو دومره ځانونه ټینګ کړیدی چې دې هم ویستلو ته حیرانه دی .

له یوې خوا دړستونې ماران پرې راتاو دی او له ملت څخه یې لری ساتلې او له بلې خوا بهرنیو په هغو کړنو لاس پورې کړی چې په تاریخ دبشریت کې ثاری نه لری او افغان ولس یې نور تر پوزې راوستی .

که څه هم کرزی په وارو وارو غوښتنه کړی چې بهرنیان دې ملکې افغانان نه وژنی خو چیرې دي ، هغه غوږونه چې دخوار ملا اذان واورې .

اوس نو باید خپله ولس لاس په کار شی او دخپلو پلرونو او نیکونو کار نامې را ژوندی کړی او ددغه خوار، زلیل حالت نه ځان وباسی ، یوځل بیا قربانۍ ته اړتیا ده .

ټول افغان میلیتونه باید ځان یو ملت وګڼۍ او دیوې کورنۍ دغړو په څیر له خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع ته ودانګې ،دڅو فرصت طلبو او دپردیو لاسپوڅو په مخ چې دخپلو ګټو په خاطر یې ولس سره ویشلی داسی درنه څپیړه ورکړی چې بیا سر راپورته نه کړی.

افغانانو تل خپله خاوره په خپله ساتلی او هیڅ وخت بهرنیان ددې پاکې خاورې په خیر ندی تمام شوی .

که ټول قومونه سره یو شی دقومې تړونونو له مخې په خپله خاوره کې امنیتی پېښو، زور زیاتې او تیریو ته اجازه ورنه کړی نو بهرنیو ته به په هیڅ صورت دعملیاتو لپاره زمینه برابره نشی، او که بیا هم اوسنۍ کړنې تکراروی بیا نو ملی پاڅون پکار دې .

ځکه دتاریخ په اوږدو دملی پاڅونونو له لارې افغانانو په یوه خوله او یوه چغه داشغالګرو په وړاندې جهاد کړی او بریالیتوب یې تر لاسه کړیدی، او فکر کوم تاریخ بیرته تکرار کیدل غواړی او یووارې بیا سپڅلی جهاد ته اړتیا ده چې له دغو اوسنېو بدبختیو هیواد او اولس راباسوجهاد یواځې په توره او ټوپک نه کیږی ، ژبه او قلم هم دجهاد ښه وسیله ده راځی چې دا وارې دوینو تویولو پرځای له دې وسیلې ډیر کار واخلو ولسونه سره یوکړو ، موخه مو یوه کړو غږ مو یو کړو او ټول دهیواد دژغونې لاره غوره کړو.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011