Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.

 

څنګه دعا وکړو؟

سه شنبه، 11 زمری 1390 | وخت: 20:20

how to pray for allahد دعا کولو طریقه او هغه څه چې د قبلیدو موجب ګرځئ:

۱- په دعا کې اخلاص

۲- دعا د الله په حمد او ثنا او بیا پیغمبر(ص) ته د صلوات په ویلو پیل، او په همدې باندې د دعا ختمول.

۳- په دعا کې د دوه زړه توب نشتوالی (مثلا: خدایه که ودې غوښتل نو ما وبښه) دغه راز د دعا د قبلیدو په اړه ډاډمنتوب.

۴- د دعا پرمهال التماس او له تیزۍ څخه ډډه کول.

۵- د دعا پرمهال د زړه حضور.

۶- د سختۍ او آسانۍ پرمهال دعا.

۷- په آرام غږ دعا کول،د لوړ او ټیټ غږ ترمنځ.

۸- ځان،کورنۍ، دارايي او اولاد ته، د ښیراه نه کول.

۹- د خپلو ګناهونو منل، او د هغو له پاره د بښنې غوښتنه. دغه راز د خدای په نعمتونو اعتراف او د هغو د شکر پرځای کول.

۱۰- په دعا کې د همغږو او قافیه لرونکو کلمو د موندنې له پاره،د زحمت نه ایستل.

۱۱- د امید، کمینۍ او ویرې پرمهال دعا.

۱۲- د هغو څیزونو بیرته سپارل چې په ظلم او ستم ترلاسه شوي وي، له توبې سره یوځای.

۱۳- درې ځله د دعا تکرارول.

۱۴- د قبلې په لور دعا کول.

۱۵- د دعا پرمهال د لاسونو اوچتول.

۱۶- که امکان لري، له دعا وړاندې د اودس کول.

۱۷- د دعا پرمهال د ناروا غوښتنو څخه ډډه، د غږ جګول او یا د ناممکنه غوښتنو څخه د اعتدال له حده د تیري مخنیوی.

۱۸- بل چا ته تر دعا وړاندې،لومړی ځان ته د دعا کول.

۱۹- د ګناه او د خپلوۍ د اړیکې د شلیدو له پاره د دعا نه کول.

۲۰- ښو اعمالو ته دبلنې او له منکراتو څخه د منع کیدو له پاره دعا.

۲۱- له ټولو ګناهونو څخه ځان ساتنه او د ښو اعمالو ترسره کول.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011