Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه دايمي اډې که دايمي اسارت


دايمي اډې که دايمي اسارت [لمړۍ، دويمه او دريمه برخه]

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 23:57

له نړۍ راتاو امريکايي جال

Permanent Bases or Permanent invasionپه دې وروستيواوونيوکې دافغانستان او امريکا داستراتيژيکو اړيکو دتړون موضوع دافغانستان سيمې او لوېديځې نړۍ درسنيو توده موضوع ده.

په ٢٠٠٥ زېږديزکال سناتور لينسي ګراهام او هيلري کلنټن افغانستان ته راغلل او په لومړي ځل يې دسي اى اې په اشاره دافغانستان او متحده ايالاتو داستراتېژيکو اړيکو موضوع مطرح کړه ، دې کسانو له همدې نېټې ددې کار لپاره په ذهن جوړونې پيل وکړ او دخلکو ذهن ته يې دوريځو داښامار وروړاندې کړ چې که داهډې په افغانستان کې نه وي نو افغانان به يوبل وخوري او يابه ګاونډيان دوى له ستوني تېر کړي ..

اوس هم داموضوع لومړى ځل ليسني ګراهام له اى بي سي ټلوېزيون سره مرکه کې مطبوعاتوته وغورځوله ددې اړيکومهمه برخه يا بنسټيزه موخه په افغانستان کې دمتحده ايالاتو دايمي نظامي هډې جوړول دي.

امريکا دنړۍ په شاو خوا ١٥٨هېوادونوکې تر اته سوه ډېرې نظامي هډې لري.

هغوى له همدې کبله په افغانستان کې کمزورى حکومت جوړ او ترشا يې ودرېدل چې آن دځان ساتنې ترحده دوى ته اړ وي .

دجرمني ،فرانسې ،جاپان ،کوېټ اوسعودي په څېر ځواکمن اوشتمن هېوادونه هم دامريکا دمتحده ايالاتو دنظامي هډو کور بانه دي، له شک پرته له دې هډو څخه دامريکا موخه دخپلې امپراطورۍ دتنابونو غزول، په نړۍ کې دخپلو اقتصادي ښکېلاکي موخو او ګټو ساتل په نړۍ کې دخپلې واکمنۍ تثبيتول، دخپلو مخالفينو څارل، دهغوى له منځه وړل او نورې ګڼې استخباراتي موخې تعقيبول دي . امريکا همدا اوس هم دپرمختللې ټيکنالوژۍ په مرسته دنړۍ ډېره برخه څاري او غواړي چې دخپلوهډوله لارې دخپل هوايي او ځمکني څار دايره پراخه کړي.

دشوروي له ماتې وروسته امريکا ددې پرځاى چې خپل حريف مات وګڼي او نورو نظامي هڅو او وسلو جوړولو ته اړتيا محسوسه نکړي ، برعکس ددې لپاره چې پر نړۍ واکمنه شي اوباداري وکړي خپله نظامي بوديجه يې ډېره او د نړۍ په استراتيژيکو نقطو کې يې نظامي هډې جوړې کړې ، امريکا دنړۍ لپاره نوې نفشه جوړه کړه ،ځينې هېوادونه يې پکې وزېږول ځينې يې منحل ،ځينې يې لوى او ځينې يې کوچني کړل.دا نقشه له پنتاګون څخه راووته او درسنيو لاس ته ولوېده چې په غالب ګومان امريکا تراوسه پدې اړه چپ ده او آن رد کړې يې هم نده .

دجان اف کينډي دڅيړنيز مرکز له مخې، امريکا دامهال دنړۍ په بېلابېلو استراتيژيکو سيمو کې د ٧٠٠ او ٨٠٠ ترمنځه نظامي ، بحري ، جاسوسي او هوايي هډې لري .چې ټول ١٤٠٠٠٠عسکر پکې بوخت دي . لدې منځه يې ٧٣٠ مهمې هډې دي .

خو ديونای الفتروتيپياورځپاڼې دخبر له مخې، دامعلومات له ٢٠٠٥ کال څخه وړاندې دي او تردې نېټې وروستۍشمېرې پکې داخلې ندي، ښايي داهډې اوس نورې هم ډېرې شوي وي .ډېر څېړونکي وايي چې دامريکا نظامي بوديجه دنړۍ دټولو هېوادونو دنظامي بوديجې له ٤٥ څخه تر ٥٠سلنه جوړوي.

دميډل ايست انلاين دراپور له مخې ،دامهال په نړۍ کۍ دامريکادنظامي واحدونو (يونيټونو)شمېر ،له ٥٢٠٠٠ څخه ډېرو ودانيو او له ٣٨٠٠٠ څخه ډېرو ذخيرو ته رسېږي او له ٩١٠٠ څخه ډېرې داوسپنې پټلۍ کنترولوي.

دامريکا دنړيوال امنيت د ځواکونودوياند وين شانګز دوينا له مخې ، امريکا په٢٠٠٩ زېږديزکال کې په افغانستان کې ٤٠٠مرکزونه درلودل اوپه ٢٠١٠ کال کې دولس نور مرکزونه هم پرې ورډېر شول .

د سوډان په جنوب کې له ډېره وخته راهيسې دامريکا نظامي هډې شته دي چې داهېواد يې له ګڼو بدمرغيو سره لاس او ګرېوان کړى او آن دشمالي سوډان او جنوبي سوډان په نوم يې دوېش تر سرحده وروساوه

دايمي اډې که دايمي اسارت

دوهمه برخه                                   |                                   محمدحسن حقيار

دنظامي هډو تيوري دڅه لپاره؟

امريکا په ګڼو اروپايي،افريقايي او دلوېديځې آسيا په هېوادونوکې نظامي هډې لري،خوپه مرکزي ،جنوبي اوختيځه آسياکې لا له دې هډو بې برخې وه اوداهغه سيمې دي چې دامريکا اصلي سياسي،اقتصادي، مذهبي، نظامي حريفان او رقيبان پکې اوسېږي او له لاس نه خوړلو قيمتي طبعي زېرمو او کانونو ډکې دي ،داسيمه د روس ، هند او چين په څېر داتومي او اقتصادي ځواک، دايران او پاکستان، په څېر داتومي او مذهبي راډيکالۍ ، دافغانستان په څېردجهادي او اسلامي ويښتابه اودمنځنۍ اسيا دهېوادونو په څېر دلاس نه خوړلو طبعي زېرمو کوربنه سيمه ده، ((آنکه خوبان همه دارند ماتنها داريم ))

ياپه بله وينا،داسيمه دامريکا دسياسي،مذهبي او نظامي اندېښنو اودطبعي بډايه سرچينو په لرلو دامريکا داقتصادي جنون او عشق داشباع چورليز (محور) دى نوکه امريکا ددې سيمې په تسخير وتوانېږي نوبويه چې ټولې سياسي ،مذهبي ،نظامي او اقتصادي، اندېښنې يې پورته او دنړۍ دپاچايۍ تاج يې پر سر شو، امريکا هېڅکله هم اسلامي اتومي هېواد پاکستان ، په تيوريک او دپان شيعييزم په قبض اخته ايران او دنړۍ ستر اقتصادي ځواک چين چې همدا اوس يې هم امريکا زرګونه ميليارده ډالره پوروړې ده زغملى نشي ،نه اټومي هند چې په عنعنوي توګه دانګرېزانو سياسي متحد او ترډېره ددوى امپراطوري وه نه ددوى اصلي رقيب مسکو چې په افغانستان کې يې د افغان مجاهدينو په لاس ټپي کړ، خو مړ يې نکړ دټپي مسکو ټپونه رغېدلي او پر نړۍ دبيا واکمنۍ هڅې يې پيل کړيدي،اوآن د مږکانو په څېر يې دامريکا تر زنې لاندې وينزويلا ته هم سورى کړيدى.

دپورتنيو فاکټونو له مخې، داسيمه امريکا ته تربلې هرې سيمې ډېره مهمه ده او دلته ددوى نظامي شتون ددوى لپاره سياسي آب حيات دى.

امريکا غواړي چې دبېلابېلو سياسي ، اقتصادي ، نظامي ، ټولنيزو او مذهبي موخو لپاره دلته په سيمه کې تلپاتې حضور ولري ، دوى غوښتل چې ديوبې وارثه، کمزوري او له سياسي او امنيتي انارشۍ څخه دډک هېواد په توګه افغانستان ونيسي ، دلته يواځې تش په نوم دافغانانو،خو په حقيقت کې ددوى اداره وي او ددې موخې لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې او ډېرې ځاني او اقتصادي قربانۍ يې ورکړې .

خوکله چې امريکاته جوته شوه چې دامپراطوريو دهديرې ايلول او دافغانانو ښکېلول ورته ناشونې دي او ژرده چې دمتو فې شوروي (يادش بخير)په څېر ددوى دتدفين مراسم هم اعلان شي نو په دې فکر کې ؛شو چې څنګه خپل سر هم وژغوري او په سيمه کې خپل شتون اوګټې هم خوندي وساتي هماغه وو چې سي آى اې دخپل يوه سناتور لينسي ګراهام له لارې دافغانانو او نړيوالوداستمزاج لپاره په افغانستان کې داورږدمهاله نظامي هډو جوړول وغوښتل، کله چې پدې وروستيو کې داخبر ډېره توده شوه نو دامريکايي چارواکيو لخوا له استخباراتي تعامل سره سم په پيل کې دا دهغه شخصي نظر وبلل شو خو ورسره سمدستي يې دپلا ويو او ويډيو کنفرانسونو له لارې له حامدکرزي وغوښتل چې ددوى دې وړانديز ته دعملي جامو ور آغوستلو لپاره لارې چارې برابرې کړي.

امريکايان انګېري چې دا ددوى موخوته درسېدولپاره آسانه او له هر ه پلوه اقتصادي لار ده،هغوى پدې اړه د ګاونډيو اندېښنې هم محسوسې کړېدي او دهغوى دقناعت لپاره يې هلته هم پلاوي ولېږل.

امريکايان غواړي ې دلته دتل لپاره پاتې هم شي،په نړۍ د خپلې پاچاهۍ خوب ته ښه تعبير هم ومومي،سيمه هم وڅاري او پروړاندې يې مخالفتونه هم نه وي ،امريکاله افغانستان څخه په سيمه کې دخپل ژاندارم دقوماندې د مرکز په توګه کار اخلي.

لکه وړاندې مو چې وويل امريکا دلته راتللو ته پلمې لټولې ،دې سيمې ته وسلوال راتلل دامريکا استراتيژيکه اړتيا وه هغه په عربي نړۍ کې د اسرائيلو په څېر هر چېرې ځانته ژاندارم لري، خو په ختيځه نړۍ کې يې چې تر بل هر ځاى پکې دامريکا دسترګوازغي او دامريکا ګټې ډېرې دي،داسې کوم ژاندارم نه درلود نو ددې ژاندرام مرکز يت ته افغانستان دوى ته اسانه اوله نړيوالې ملامتۍ څخه خلاصه ټاکنه وه.

په افغانستان کې دامريکا دنظامي هډو په اړه په برخليک اوه نيزه کې دق- الف سباوون يوه ليکنه خپره شوې چې په لږ تصرف يې دلته رانقلوو:

((کله نه چې دامريکا دپوځي اډوخبره راپورته شوې نو دګاونډيانو داندېښنو خبره هم ورسره ديوه خنډ او ځنډ په توګه راغبرګه شوې ده او دليل دادى چې دامريکا دايمي اډې دګاونډيانو ملي ګټې ګواښي،دغه خبره کله هم ونه شوه چې ايا افغانستان هم ملي ګټې لري اوکه نه؟

که دافغانستان له امله دامريکا يانو حضورګاونډيانوته احتمالي ګوښ پېښوي او جدي مخالفتونه رازېږوي برعکس دافغانستان امنيت د ګاونډيانو له لاسه عملاً در هم برهم دى،يو يې وسلې رالېږي اوبل يې وسله وال مخالفينوته پټنځايونه چمتوکوي ،خونه غواړي چې په افغانستان کې امنيت ډاډمن شي ....

امريکابه دافغانستان ،پاکستان اوايران دمخالفتونو پربنسټ له اډو لاس واخلي؟

که اډې جوړوي دافغانستان پکې کومې ګټې خوندي دي؟

 

دايمي اډې که دايمي اسارت

درېيمه برخه                                         |                                       محمدحسن حقيار

امريکا ولې دايمي اډې غواړي؟

ايا دادامريکا غوښتنه ده اوکه دپنټاګون تصميم؟

اوداسې نورې بلاډېرې پوښتنې رازېږېدلې اوبېلابېلې انګېرنې يې په ځواب کې رامنځته ؛شوې دي، چې يوه يې هم هغه څه ته نه ده ورته چې پخپله دسپينې ماڼۍ او دپنټاګون دسرسړي يې وايي، دمتحده ايالاتونو پخواني ولسمشر بېل کلنټن پر ١٩٩٤کال د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وينا کې داسې ويلي وو،چې (که چېرې زموږ ملي امنيت له ګواښ سره مخامخ شي ،نو کولاى شو چې له نوروسره په ګډه عمل ترسره کړو او که اړتيا وه نو آن په يوازې توګه به هم داکار ترسره کړو، موږ به له ډېموکراسۍ څخه هم کار واخلو خو که اړ شو له زور او زياتي څخه هم).....

بل لور ته سيمې ته دامريکا دراتګ لامل څه دى، ايا له افغانستان سره مرسته اوکه نه تر کاسې لاندې يې کومه نيم کاسه شتون لري،په دې اړه دامريکا په زړه کې پټ ارمان دامريکا دپخواني ولسمشر بُوش مرستيال ديک چيني په ژبه داسې زمزمه شو: (واشنګټن به هله برياليتوب ته ورسي ،چې دروسيې د نفتو زېرمې ترخپلې ولکې لاندې راولي،دروسانودجمهوري اتحاد له ړنګېدا وروسته په ١٩٩١کال دروسانو ټوټه ټوټه کېدل او دهغوى دنفتو په زېرمو ولکه د واشنګټن دستراتېژۍ له مهمو اوبنسټيزو اهدافوڅخه دي اوداچې ولې،په دې اړه له روسيې سره مخامخ ګوتې نه ماتوي نو ديک چيني يې په دليل کې وايي چې روسان اوس هم اتومي غاښونه لري.

چين ،هند،روسيه او ايران غواړي چې په سيمه کې د سترو ځواکونو په توګه بروز وکړي مګر په سيمه کې امريکايي پاليسيو يې ددغو ارادو پروړاندې ډب اچولى دى اما بياهم خپله ځواکمنتيا پراخوي او وخت ناوخت ديونيم ميزايل په ازمېښت سره دسيمې د ملکۍ دعوه کوي،چې داکار ايران ډېر اوپرله پسې کوي او وايي چې داتوغندى تلابيب ويشتلاى شي،او دغه بل يې دعربي بحيرې دويشتلوتوان لري او دغه دواړه واټنونه دامريکاخوښ نه دي او دامريکا د دفاعي پلان سره په تضاد کې واقع دي ،دډيفنس پلاننګ ګايډنس په نامه يو لارښود کې دواشنګټن دريځ په دې ډول روښانه شو ى دى(نور ملتونه او احتمالي ټلوالې شته دي ،چې کېداى شي په اوږدمهاله توګه خپل پوځي ځواک ته پراختيا ورکړي او داستراتيژيکو موخو په پلي کولو سره ،په سيمه ييز او نړيوال ځواک بدل شي ،موږ بايد خپل ستراتيژي دې ته متمرکزه کړو،چې دداډول احتمالي سيالانوله رامنځ ته کېدو څخه مخنيوى وکړو.)

پورتنيو څرګندونو ته په کتو سره ايران او پاکستان په سيمه کې هغه هېوادونه دي ،چې سيمې ته د امريکايانو راتګ ته يې دواشنګټن له منطق سره سم شرايط چمتو کړل،يويې داوږده واټن ويشتونکي راکټونه او توغندي هواته الوزوي او بل يې د سوداګرۍ دنړيوال مرکز دبريد مسؤوليت اخستونکي ته په پوځي مرکز کې پنا ورکوي.

په عمومي توګه دامريکا دپوځي اډو جوړولو اهداف په ځانګړې توګه دنظامي مخ په ودې هېوادونو ،دنفتودزېرمو،دسالو او دښمنو هېوادونومحاصره کول او نور دي چې دامريکا پوځي ماهرجوزف ګرسون ورته په دې توګه اشاره کوي:

١_داوسني وضعيت تضمين:

پوځي اډې بايد د ګواښ او وېر ولو له لارې تر لاسه شوى او سنى وضعيت تضمين کړي،دبېلې په توګه په سويلي کورياکې دمتحدو ايالتونو د پوځي اډو دنده ګواښول دي ،په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ددغه هېواد د پوځي اډو د جوړولو موخه وېره ول او په دې توګه د سيمې د تېلو پر طبعي زېرمو د کنټرول تضمين او دهغو د را اېستلو امتياز تر لاسه کول دي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011