Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه لنډه كيسه: آخر زه هم انسانه يم


لنډه كيسه: آخر زه هم انسانه يم [محمد هارون فيضي]

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 20:32

Haron Faizyهوسۍ چې په تيليفون كې خبرې كولې، د سراى د دروازې كړپ يې واورېد او خپله وروستۍ جمله يې په تلوار وويله:

- بيا وروسته زنګ راته ووهه پلار مې راغى.

پلار يې په سراي كې پر هواره سوې كمبله كښېناست ،مور يې د چايو پتنوس ور ووړ :

- ستړې مسې، په خير راغلې؟

- هو، راغلم اوږه مې هم سپكه كړه

- هغه څنګه؟

- هوسۍ مې وركړه

- څه ؟ چيري ؟ چا ته ؟

هوسۍ چې د خپل پلار دا خبره واورېده ولړزېده ،

- خپل يوه ملګري ته مې وركړه، ښه كارو بار يې دى او هغه ولور چې ما غوښتى راسره يې ومنل، تر دې نو ښه ځاى بل نه پيدا كېږي .

- نو ستا د ملګري زوى څه كار كوي ؟

- د هغه زوى ته نه، هغه ته مې وركړه

- څه ؟

- هو، هغه خپل زوى ته تېر كال واده كړى و.

د هوسۍ مور چې ډېره وارخطا سوې وه د سترګو تر كنجو به يې د خوني خوا ته وكتل، چې هوسۍ خو به دا خبري نه اوري .

كله چې يې مور خوني ته ورغله ګوري چې هوسۍ په يوه كنج كې ناسته ده او سترګي يې د ژړا څخه سرې سوې دي،خپلي مور ته يې وويل :

- زه دا واده نه كوم .

- ګوره لورې! زما څه په وس پوره دي، څنګه چې دې پلار غواړي هغه به كېږي .

- نه، اوس بۀ هغه كېږي چې زه يې غواړم .

- داسي مه وايه زويه! پلار دې اوس د هغه خلګو سره اوكې OK كړې ده، بد كار دى

- مورې، اجمل كه غريب و خو زما خوښ و، ولي مو هغه ته ورنه كړم ؟

- د پلار دې خوښه نه وه، ويل يې ساتلاى دې نسي او ولور هم نسي ادا كولي.

- ښه، نو دا سپين ږيرى ما ښه ساتلاى سي، ساتل يوازي په پيسو كېږي؟ بل هغه خو ښځه او اولادونه هم لري، زما ژوند او ارمان ته هيچا پام و نه كړ .

پلار يې په درب سره د خوني دروازه ووهله او خوني ته راننوت :

- ګوره ! آ انجلۍ! كه مې بيا داسي خبري واورېدلې نو بيا به زه در سره جوړ سم، ته دومره بې حيا سوې يې چې د خپل واده په هكله خبري كوې، نه شرمېږې؟

***

سهار كله چې د هوسۍ پلار له كوره وتى، نو د هوسۍ مور و رته و ويل :

- هوسۍ ډېره خوابدې ده

- د واده په شپو ورځو كې هره انجلۍ خوابدې وي، سمېږي

هوسۍ هم دا خبري اورېدې او انتظار وه چې، د پلار له خولې د دې دوستۍ د ړنګېدو خبره واوري، خو داسي و نه سوه

هوسۍ ډېره غمجنه او غصه سوې وه، خپل تيليفون يې راواخيست او خپلي خوني ته ننوته، ماښام چې يې پلار كور ته راغى، نو يې د هوسۍ مورته و ويل :

- سبا خلګ راځي او شيريني وړي، تياري ونيسه

هغې بيا ورته و ويل :

- يو ځل به دې بيا فكر كړى واى، انجلۍ ډېره خوابدې ده، ټوله ورځ يې په خونه كې تېره كړه

- بس كه! ډېري خبري مه كوه، خپل كار كوه، اوس به زه د دې سره مشوره كوم چې د چا سره واده كوې او چا ته دې وركړم؟ ځه، ځه .

سهار سو د هوسۍ پلار او مور په سراى كې د مېلمنو لپاره په تياري بوخت وه، ده خپلي مېرمني ته وويل :

- هوسۍ ته ور ږغ كړه چې په كارو كې درسره مرسته وكړي

- هوسۍ لورې! آ هوسۍ!لورې! دروازه خلاصه كړه

خو د خوني څخه كوم ږغ پورته نه سو، پلار يې هم متوجه سو او راغي په زوره يې ور ږغ كړ :

- هوسۍ! آ هوسۍ! راووځه، وايم راووځه

دروازه يې په لغته ووهله دروازه خلاصه سوه، خو په خوني كې څوك تر سترګو نه سول، د هوسۍ پلار او مور هك پك سول، يو بل ته يې وكتل مور يې په ژړا او چيغو سوه :

- آ لورې! څه سولې چيري ولاړلې؟

په دې وخت كې د خوني د يوه كنج څخه د تيليفون د زنګ ږغ پورته سو دوي چپ سول او د تيليفون پسي يې دېخوا او هاخوا وكتل پيدا يې كړ دا د هوسۍ تيليفون و پلار يې تيليفون راپورته كړ د تيليفون پر صفحه د اجمل نوم ليكل سوي و پلار يې ډېر په غصه سو د اوكې ټني يې وركښېكښله او په درد سره يې وويل .

-آ وايه كوم يو يې ، څه وايه ؟

- بلې پلاره، زه...... زه ... هوسۍ خبري كوم

- آ د حيوان لورې، چيري يې؟

- پلاره! زما خبره واوره

- زه ستا خبره نه اورم، تا دومره جرات وكړ چې په خپل سر له كوره وتلې يې،چيري يې چابكه راسه !

- نه پلاره! زه په خپل سر نه يم وتلې، تا زه وايستلم، كه تا زما د ژوند په اړه يو څه فكر كړى واى،او ما ته دې د انسان په سترګه كتلي واى، نو ما به هيڅ كله هم كور پرې ايښى نه واى

-ګوره لورې! اوس هغه خلګ راځي ژر راسه ، مه مې شرموه.

- پلاره! ماوبخښه، زه به نور ستا و كور ته در نه سم ،اخر زه خو هم انسانه يم، د خپل ژوند حق خو به لرم، زه هم ارمان لرم، غواړم چې په خپله خوښه ژوند وكړم، خو كه تا د اجمل مركه منلې واي او د پيسو غم دې نه واي كړى، نو دا ورځ به تا نه واى ليدلې،زما او ستا عزت به خوندي واي .

- ګوره هوسۍ لوري

- د خداي په امان پلاره.

-هوسۍ هوسۍ.............................

۱۳۹۰-۵-۹

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011