Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست ايا ملا عمر رښتيا په افغانستان کې دى؟


ايا ملا عمر رښتيا په افغانستان کې دى؟

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 20:22

Mulla Umar Omar Taliban Leaderموږدداسې يوه هېواد اتباع يو چې په دې درې نيمو لسيزوکې د ډېرو، درغجنو وعدو، خونړيو پېښو، هردم وژنو، بې کوره کېدو،خبرواو سرخوږيو ښکار ګرځېدلى دى اولاهم په دې ناپايوه ګرداب کې غوپې وهي،خولا داسې څوک ندى پيداشوى چې څور نور ملګري له ځانسره يوځاى کړي اوپه ګډه دا خاوره له دې غرقونکي ګرداب څخه بچ کړي.

 

که چېرې په دې دومره اوږده موده کې يو داسې ډله او ټولګى هم را پيداشوى واى نو نن به مو هېواد دهمدومره رېښيتنو پېښو شاهد وو،دا چې له موضع څخه لرې ولاړ نشم اصلي ټکي ته راځم.

څو ورځې دمخه په ولسي جرګه کې يوه ډول خبرو ازانګې پيل کړې،اوهغه داچې دغزني ولايت استازې هما سلطاني ادعا وکړه چې هغې ددولت دمخالف لوري له رهبر ملا محمد عمر مجاهد سره له نږدې کتلي ، خپل ټکرى يې ورته غوړولى او ورته يې ويلي چې نور دې له دې مخالفت څخه لاس واخلي،له افغان دولت سره دې يوځاى شي،اوپه ګډه دې يو نوى حکومت پيل کړي، چې په وينايې ملا عمر ددې خبرو او ټکري غوړولو سره ورته ويلي وو،چې دا دهغوى له لوري وکيله ده، له افغان دولت سره دې خبرې وکړي اوله دولت سره ددې هر راز پرېکړې ته طالبان هرکلى وايي، خوولسي جرګې يې خبرې بابېزه وګڼلې تر دې چې هماسلطاني دخپلې خبرې د ثبوت لپاره يوه ليک هم دوى ته وړاندې کړى وو،چې په وينايې دملاعمر لخواليکل شوى وو،خوهغه ليک د جرګې اودولسمشر دوياند،وحيدعمر لخوا جعلي بلل شوى وو.

خواوس يوځل بيا هماسلطاني خپل اواز پورته کړ، هغې په ولسي جرګه کې يو ځل بيا وويل چې د طالبانو دتحريک مشر ملا محمد عمر مجاهدپه افغانستان کې دى او له دې سره په خپل کور کې دمېلمه په صفت اوسېږي، داچې خلک وايي ملا عمر دپاکستان په کوېټه،بلوچستا ن اوياهم کومه بله سيمه کې ژوند کوي،داهسې دسرچوک خبرې دي.

هما سلطاني زياتوي چې طالب مشر ورته واک او اختيار ورکړى دى،چې دهغوى په استازيتوب له دولت سره خبرې وکړي،هغه وايي چې ملا عمر اوس له دولت سره خبروته چمتوشوى خوافغان دولت ځان اوباسي اوکه چېرې په اينده کې ،کومې وژنې او ورانکارۍ منځته راځي نو پړه به يې پر افغان دولت وي ،دلته زه (ليکوال) فکر کوم چې يوه عجيبه اوغريبه ټوکه روانه ده،وګورئ امريکاڅه موده وړاندې هم اعلان وکړچې که هرچاملاعمر اودطالبانوځينې نور لوړ پوړي چارواکي ورته وښودل اويايې ونيول نو په ميليونونو ډالربه انعام کې ورکړي،خونن په زغرده اغلې سلطاني دافغانستان دملت په انګړ کې چيغې وهي چې ملا عمر له دې سره دى،ولې هېڅ څوک داخبره نه اوري،اوبياهم دطالب اوالقاعده په نوم هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژل کېږي ،بې کوره کېږي په خپلووينو ورته غسلونه ورکول کېږي.

خودولسي جرګې غړي دهماسلطاني خبرې نه مني او وايي چې کېداى شي د اهرڅه دپاکستان لخوا کومه لوبه وي چې غواړي دخلکوذهنونه بدل کړي،دجرګې غړي وايي چې دوى به يو پلاوى وګماري ترڅوله ملاعمر سره له نږدې وګوري،اوپه دې به ددوى اطمنان هم حاصل شي چې تر کومه حده هما سلطاني په خپلوخبروکې رېښتونې ده،زماپه نظر دولسي جرګې داپرېکړه پرځاى ده ،ولې چې که چېرې داخبره رښتياوي نو بايد دټولو په هم ا هنګ کېدوسره پرې بحث وشي،دادومره کوچنۍ مسئله يا ګردى مېز ندى چې يويواځې دهماسلطاني لخوادې مخکې يوړل شي، په دې کې دټول هېواد خبره مطرح ده،اوچې په ګډه سره پرې بحث اومشورې وشي ډېرې ښې اومثبتې پايلې به ولري، دوى به له طالب مشر سره له نږدې اومخامخ خبرې وکړي ،له يوبل سره به خپل نظريات اوافکار تبادله کړي،له هغه څخه به وپوښتي چې څه غواړي اوولې له افغان دولت سره په شخړه کې ښکېل دى؟

خو هماسلطاني داهم وايي چې که چېرې ددې خبرې دروغ ثابتې شوې،نو داچمتو ده چې محاکمه شي اوسزاوويني،خوداخبره پرځاى نده ځکه چې که چېرې داخبره په رښتياهم دروغ ثابته شي ،نودقانون له مخې دابايد سزاوويني ،تردې ملا عمر بايد په همدې پيداشي،په هرځاى کې چې وي ،بل داچې له دې څخه دامعلومېږي چې په افغانستان کې کوم ترورېستي اوغلچکي بريدونه ،هغه که په حکومتي تاسيساتودي اوکه په ساختماني شرکتونواوکه په نورو ځايونوکې چې دطالبانو لخوا تر سره کېږي پردې ټولوبه هماسلطاني خبره وي ،ولې چې کله ديوچاکورته مېلمه راځي نوپه ټول پلان اوتقسيم اوقات يې خبر او اګاه وي.

اوس داچې دغه روانې خبرې تر کومه حده رښتيا اوترکومه حده دروغ دي، افغان دولت ته پکار دي چې ددې پلټنه وکړي، که په رښتيا سره هم داخبره حقيقت ولري نوبيا دولت بايد بسم الله کړي او خپلوخبروته له ملا عمر سره ادامه ورکړي، ځان دخبروعمق اواصلي موخې ته ورسوي،موافقه وکړي ،ټول سره يو لاس او يوموټى شي چې په اينده کې ټول دوروڼو پشان سره يوځاى په يوشريک کور کې سره ژوند وکړي او يوځاى خپلې ستونزې پخپله حل کړي چې نوروهمسايه ګانو ته دمداخلې زمينه برابره نشي،اونور هغه غرونه چې تر اوسه پورې پکې يوورور دبل ورور وينې تويوي اودمورچل په توګه ترې استفاده کېږي نورترې داسې استفاده ونه شي.

بل ددې کار په کولوسره دولسمشر دهغه ګواښ لپاره هم داښه تمامېداى شي کوم چې دبن په دوهم کنفرانس کې يې دنه ګډون لپاره کړى وو،اوويلي يې وو که چېرې افغان حکومت ته په دې کنفرانس کې ديوه مستقل هېواده په توګه دګډون حق ورنکړل شي نو ګډون به پکې ونکړي،اوس که چېرې افغان دولت له طالبانوسره خبروکې تفاهم ته ورسېږي نو معلومه ده چې افغانستان به د يو مستقل هېوادپه توګه په دې کنفرانس کې ګډون وکړي اوکومه ستونزه به پيدانشي، خو افغانستان هغه وخت يومستقل اوازاد هېواد کېداى شي چې بهرني لاسونه ورڅخه لنډ شي اوداکار هغه وخت ممکن دى چې دسولې پروسه په تمامه معنى سره بريالۍ شي.

داچې طالبان څه غواړي بايد له نږدې ورسره خبرې وشي،ديوه اوبل په خوله هېڅ کار سم نه شي ثابتېداى .

که چېرې احياناً دسلطاني خبرې دورغ شي بياهم بايد نااميده نشو، په افغانستان کې ډېر پر نفوسه او دا احترام وړ مشران اوسپين ږيري شته چې هېڅ په دولت کې کومه رسمي دنده اومسؤوليت نلري او ډېر حساب پرې کېداى شي،په دې صورت کې بيا بايد دهغو سپين ږيرو له ليارې ورسره تماس ونيول شي اوترهغه ورسره خبرې وکړي ترڅويې په دې راضي کړي چې له افغان دولت سره يوځاى اوله مخالفت څخه لاس واخلي.

په همدې هيله

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011