Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني د امنيتي واک ليږدونې دولت نور هم رسوا کړ!


د امنيتي واک ليږدونې دولت نور هم رسوا کړ!

شنبه، 08 زمری 1390 | وخت: 12:19

transition of security responsibilities to afghan forcesپه وروستيو دوو اونيو کې هيوادوال د يو لړ جذابو او رنګينو خبرونو او شعارونو شاهد ول په خبرې رسنيو کې دا خبرې زمزمه کيدلې چې له خيره سره نور نو د وطن د آزادۍ ورځې را لنډيږي او داده تقريبا اوه ولايتونه نيم او نيم کله د افغان ځواکونو تر واک لاندې راغله او د نړيوال ښکيلاک له ولکې څخه آزاد شوه.

هره ورځ په اخبارونو مجلو او ويب پاڼو کې د افغان ځواکونه ښکلي ښکلي تصويرونه خپريدل، چې ظاهرا داسې له شان او شوکت، غرور او دبدبې څخه ډک تصويرونه وه ته به وايې که همدا اوس يې د يونيم لک امريکايي عسکرو سرونه پر سينه ورته ايښي دي او تنها دا اوه ولايتونه، نه، بلکې ټول افغانستان يې په وچ زور ترې آزاد کړى دى!!!

آزادي که خيراتي، يا د چا مهرباني وي # افتخار به پرې ونکړي چې غيرت يې افغاني وي

د امنيتي چارو د واک دې ليږدونې د کرزي دولت له سختې رسوايۍ سره مخ کړ او د حکومت اصلي ماهيت او حقيقت يې پخپله د دوى په لاس خلکو ته څرګند کړ، سره لدې چې د دې بلواک دولت حقيقت اکثره هيوادوالو ته له مخکې څخه لا څرګند وه خو بيا هم ځينو د ډالرو په نشه مستو کسانو ترې سترګې پټولې او پدې او هغه يې ځان او هيوادوال تير ايستل خو اوس ورته د سترګو پټولو هيڅ مجال پاتې نشو او لدې وروسته چې بيا هم څوک د دې ګوډاګي دولت په بلواکۍ کې شک کوي او د خپلواکۍ تمه ترې کوې دوى په حقيقت کې له خپل عقل سره دښمني کوي.

دا پوره لس کاله طالبانو نارې وهلې چې هيواد اشغال شوى دى، د کابل دولت د پرديو دلاس آله ده، هيڅ استقلال او خپلواکي نلري، خو بيا هم ځينو کسانو د دښمنانو د تبليغاتو تر تاثير لاندې راتللو له کبله نه منله او د کرزي غورځو پرځو ته به يې غوږ نيولو لکن اوس د امنيتي مسؤوليتونو د سپارلو دې لړې او پدې ترڅ کې د کابل د چارواکو داسې له خوښيو ډکو څرګندونو چې ګواګې په اوو ښارونو کې يې آزادي لاس ته راوړه، خلکو ته دا جوته کړه چې د کابل د دولت په هکله د طالبانو خبرې سمې او په حقيقت ولاړې دي او په رښتيا سره هيواد مستعمره شوى دى، د کابل دولت هسې تش په نامه يوه اداره ده، اصلي واک او ځواک له يرغلګرو ځواکونو سره دى.

د واک د ليږدونې د لمړي پړاو د پاي ته رسيدلو په اړه دتيرې اونۍ د سه شنبې په ورځ د کابل مشر کرزي خپلو نظامي چارواکو ته په خپلو څرګندونو کې يوه ډيره په زړه پورې خبره وکړه چې د ده په خلاف يې د طالبانو ټولې هغه دعوې او خبرې رښتينې ثابتې کړې چې ګواکې دى د پرديو يو ګوداګى بيواکه او هسې تش په نامه مشر دى او حکومت يې د يرغلګرو د اهدافو د پلي کولو لپاره يوه بيواکه او تش په نامه اداره ده.

کرزي پخپلو دې څرګندونو کې چې په ډير غرور يې خبرې کولې وويل: تر درې کلونو پورې به دا لړې بشپړيږي او هله به افغان ملت د خپلو بچيانو په مټ د هيواد د ساتنې _خپلواکۍ- په وياړ لوى جشن ولمانځي!!!!

اوس لوستونکي پخپله قضاوت کولى شي چې د کرزي ددې خبرو پرته لدې نور څه مطلب کيداى شي چې لا تر اوسه هيواد نه خپلواک دى او نه د خپلواکۍ د جشن د لمانځلو وخت دى!!!

که لږ ځير شو د بهرنيو ځواکونو له خوا د امنيتي واک ليږدونه، او د افغاني ځواکونو له خوا يې تسليمول، او پدې هکله د کابل د چارواکو له خوښيو ډکې څرګندونې چې ګواګې آزادي يې لاس ته راوړه ددې ټولو مانا همداده چې د ملک واک او اختيار له افغانانو سره نه بلکې له يرغلګرو ځواکونو سره ده او ايله اوس يې د څو محدودو سيمو، محدود واک، افغانانو ته او هغه هم خپلو ګوډاګيانو وسپارلو.

او که څوک ووايي چې واک له کرزي سره دى تنها امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو سره دي دا نو هسې حماقت دى ځکه يو دولت چې خپل امنيت نشي نيولى او په بل چا ځان ساتي پداسې حال کې تنها د خپلواکۍ تصور کول ښکاره ليونتوب او له عقل سره دښمني ده.

په هيواد کې د نيواکګرو ځواکونو لخوا په ورځني ډول خپلسري عمليات، د بې ګناه هيوادوالو کړول، او د دوى په وړاندې د کرزي د ظاهري نيوکو او ګوت څنډنو نتيجه نه ورکول پخپله ددې خبرې ګواهي ورکوي چې هيواد د بل چا په لاس کې پروت دى.

دلته يوې بلې مهې خبرې ته هم اشاره کول غواړم او هغه دا چې د کرزي د حکومت لپاره په داسې حساسو او سختو شيبو کې واک سپارل د بهرنيو يرغلګرو ځواکونو لخوا له هيواد څخه د پوره تيښتې لپاره د تياري نيولو په مانا دي.

پداسې حال چې ټوله نړۍ، دوست او دښمن پدې ګواهي ورکوي چې سږ پسرلى د نيواکګرو ځواکونو او کابل دولت لپاره تر هر وخت څخه زيات خونړى او له کړاوونو څخه ډک دى، د دوى مخالف لورى طالبان تر هر وخت څخه زيات په سياسي، نظامي، اجتماعي… په هره برخه کې زيات غښتلي او پياوړي ښکاري، د دوى وروستيو خونړيو او کاري بريدونو څخه داسې بريښي چې کيداى شي که الله کړي وي د نيواکګرو د بشپړې ماتې او پوره تيښتې ورځې به ډير زر راورسيږي.

ټوله نړۍ اوس دې پايلې ته رسيدلې ده چې د طالبانو په وړاندې امريکايان د ګونډو کيدلو په حال کې دي او نور يې د مقابلې حوصله له لاسه ورکړى دى، ځکه اوس له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو لپاره واسطې لټوي.

بل لوري ته د کابل دولت هم د خپل ژوند تر ټولو سختې شپې سبا کوي، او د حکومت په هره برخه کې له راز راز مشکلاتو سره لاس او ګريوان دى، له يوې خوا د حکومت په دننه کې د نامتجانسو پردي پاله ډلو ټپلو شتون، اداري فساد او مالي بې ساري اختلاس دولت بوخ بوخ ويستلى دى، له بل لوري طالبانو د دولت هرې برخې کې نفوذ کړى دى او خپل کسان يې ور دننه کړي چې د دولت له ليکو څخه په استفادې سره په خپله دولت او د دوى په ساتونکو بهرنيو ځواکونو باندې مرګوني او منظم ګوزارونه کوي.

د دولت او د بهرنيو ځواکونو ددې کمزوريو سره سره بيا هم افغاني کاواکه ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل چې د بهرنيو نيواکګرو ځواکونو د تيښتې په مانا نه وي نور به څه وي؟!!!

پداسې حال کې چې د نړې د څلويښتو ملکونو چاڼ کړل شوو عسکرو سره سره د امريکا يونيم لک په هر راز پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال عسکر ونشي کولاى چې د طالبانو مخه ډب کړي نو د ملي اردو او پوليسو بيسواده بيچاره ګان به يې څنګه وکولاى شي؟!!!

څرنګه چې د انتقال د پروسې پر مهال طالبانو خپلو مرګونو حملو ته لا زور ورکړ تر څو نړيوالو ته د کابل دولت ضعف څرګند کړي او دا ورته وښيي چې ناټو او امريکا دا کاراصلا له مسؤوليت څخه د تيښتې په خاطر کوي نه د افغانى ځواکونو د ځواکمنتيا له کبله، خو د تعجب خبره داده چې ځينو ليکوالانو او سياسي شنونکو پدې هکله د دولتي چارواکو خبرې زمزمه کولى او ويل يې چې طالبان دا حملې ددې لپاره کوي چې د واک د افغاني کيدلو مخه ونيسي!!!

سره لدې چې ټول پدې پوهيږي چې هاغه د فارسي دعاميانه متل په اساس (زور کاکا است که انگور در تاکا است) دا د همدې طالبانو د تورې شرنګ دى چې نن امريکايان خپلو لاسپوڅو افغانانو ته څه نا څه واک سپاري اګر که په نمايشي ډول وي او يا نورې څه موخې لري.

که د طالبانو د تورې شرنګ نه واى اوس به د کابل ولسمشر جنرال ديويد پټرايس او يا اقلا خليل زاد واى او کرزي به بيرته په امريکا کې په خپل رستورانت کې شورنخود خرڅول، سياف، رباني، ډبل عبدالله، قسيم فهيم به اوس د کابل په ژوبڼ کې په کپسونو کې د جنګي مجرمينو په نامه نندارې ته ايښودل شوي وه او د ملک لوړ پوړي او تيټ پوړي چارواکي به سوچه امريکايان وه.

باور وکړۍ چې که طالبانو خپل سږني عمليات اقلا لږ کمزوري کړي وه نو هيڅکله به امريکايانو د کرزې ځواکونو ته د واک سپارلو ته زړه نه وه ښه کړى، هلته به يې بيا ويل چې لا تراوسه د کرزي ځواکونه د واک ورسپارلو جوګه شوي نه دي!!!

د امريکايانو دا په شا تګ اود تيښې کړنلاره هوبه هو د روسانو تيښتې ته ورته ده هغوى هم چې کله له خپل ماتې نه خوړونکى ځواک سره سره د افغانستان د سرښندونکي ملت په وړاندې پاتې راغلل نو لمړى يې په جينوا کې د يوه تړون په اساس ځان ته د خټو پوزه جوړه کړه او واک يې په کابل کې خپلو لاسپوڅو کمونستانو ته وسپاره او بيا يې له هيواد څخه يې پښې سپکې کړې، خو تر هغه يې له افغانستان څخه خپل لاسونه په بشپړه توگه لنډ نکړل ترڅو چې اجيرانو يې په وطن کې پوره ماتې نه وه خوړلې.

د يادونې وړ ده هغه مهال نه روسانو د ماتې خبره منله او نه يې لاسپوڅو کمونستانو پرې اقرار کاوه، خو اوس داده روسان په زغرده په خپلې شرميدلې ماتې اعتراف کوي، بلکې امريکايانو ته مشورې ورکوي چې افغانان پردي نه مننونکى ملت دى او هيڅکله يې پردي ځواکونه د ځان تابع کولاى نشي، او هغه ورځ هم ان شاء الله ډير زر راتلونکې ده چې امريکايان هم نورې نړې ته مشوره ورکړي چې افغانانو ته به کمه ونه ګورئ که نه داسې به مو وشرموي لکه مونږ (امريکايان) يې چې وشرمولو.

په پاي کې په ټوليز ډول ويلى شو چې د امنيتي مسؤوليتونو دې ليږدونې افغانانو ته وښوده چې هيواد د پرديو تر واک لاندې مستعمره دى او د کرزي حکومت پوره لس کاله په درواغو سره د آزادۍ او خپلواکۍ دعوې کولې او دا يې هم څرګنده کړه چې نيواکګر ځواکونو نور د سرښندنکو مجاهدينو په وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړى، او د يوې بهانې په پيدا کولو سره غواړي چې له وطن څخه په تاکتيکي ډول پښې سپکې کړي.

افغانانو ته په کار ده چې لدې موقع څخه پوره استفاده وکړي او نور د کابل د چارواکو په غولوونکو ويناوو دوکه نشي، بلکې ټول په يوه لاس را پورته شي او د وطن د اصلي آزادي غوښتونکو طالبانو تر څنګ ودريږي او د خپل ايماني او وجداني مسؤوليت په ادا کولو سره نيواکګرو او د هغوى تالي څټو غلامانو ته داسې مرګوني ګوزارونه ورکړې چې په نړۍ کې بيا څوک په افغانستان باندې د تيري خوب ونه ويني.

او همدارنګه د تير جهاد ناخوښوونکو پايلو ته په کتلو سره پدې حساسو شيبو کې بايد افغانان بيدار اوسي او د تير ځل په شان د بيځايه ډلو او ټپلو له جوړولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د يوه امير تر مشرۍ لاندې خپل جهادي صف واحد او متحد وساتي.

د صليبيانو او د هغوى د لاسپوڅو د لا شرميدلو په هيله.

ليکوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011