Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه څوک جګړه غواړي؟ طالبان، شمالي ټلواله، حکومت که نړۍ!


څوک جګړه غواړي؟ طالبان، شمالي ټلواله، حکومت که نړۍ!

چارشنبه، 05 زمری 1390 | وخت: 23:13

Misiles-who-fights-world-or-talibanسیاستوال وايي که چیرې د دوو ډلو ترمنځ لانجه په خبرو حل نه شي نو جګړه پیلیږي او برعکس که لانجه په جګړه حل نه شي نو خبرې پیلیږي. دا خبره د افغانستان د روان کړکیچ د پای له پاره یوه ښه تجربه ګڼلی شو.د افغانستان جګړه خپل لسم کال ته ننوتې، هره ورځ وینې تویږي او بې شمیره پیسې لګیږي.

د (۲۰۱۰) کال د نومبر په میاشت د واشنګټن او طالبانو ترمنځ، جرمني کې لومړنۍ مخامخ خبرې وشوئ. بیا د روان کال د فبروري په میاشت دوحه، او ورپسې د مې په میاشت کې ورته ناستې شوي دئ.

ولسمشر کرزي له طالبانو سره د خبرو له پاره د نړیوالې ټولنې، په سر کې د امریکا رضایت ترلاسه کړئ. امریکا د لومړي ځل له پاره په یوه اسلامي هیواد( سعودي عربستان، ترکیه یا هم ترکمنستان) کې د طالبانو د رسمي دفتر په جوړیدو سلا شو. کرزي د جګړې له ډګره لرې د خبرو د میدان له پاره د سولې اویا کسیزه عالي شورا جوړه کړه. د دغو هڅو په لړ کې د ملګروملتونو د امنیت شورا له تور لیست څخه د یو شمیر طالبانو نومونه وویستل .له نړیوالو سوله ساتو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو لړۍ پیل شوه او د (۲۰۱۴) کال ترپایه له افغانستان څخه د دې ځواکونو د وتلو ژمنې وشوئ.

شمالي ټلواله له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې له پاره د روانو هلو ځلو مخالف دی. هغوې طالبان (آی.اس.آی) پورې تړي او د تیرې واکمنۍ کړنې یې نړۍ ته د منفي مثالونو په توګه یادوي. ټلواله نه غواړي په نظام کې مخالفینو ته ونډه ورکړل شئ.د ولسمشر کرزي د ورور د مړینې په ورځ د شمالي ټلوالې له غړي احمدولي مسعود څخه د الجزیرې په ټلویزیون کې له وسله والو مخالفینو سره د حکومت دخبرو اترو په اړه پوښتنه وشوه. هغه له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې او هغه یې د ولسمشر ځاني غوښتنه وبلله. د ټلوالې بل غړی ډاکتر عبدالله چې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون مشري په غاړه لري بیا د سولې له پاره روانو هلوځلو ته د شک په سترګه ګوري . هغه د آلمان په بن کې د افغانستان په اړه دسولې د دوهمې غونډې د جوړښت او د ګډون والو تر پیژندنې،د دریځ له څرګندولو ډډه کړئ.

د بن په لومړنۍ غونډه کې د طالبانو استازي نه وو بلل شوي. په هغې غونډه کې څلور ډلو برخه درلوده.د شمال ټلواله چې مشري يې محمد يونس قانوني په غاړه درلوده او پلازمینه کابل یې په واک کې وه، تر ټولو زیات امتیاز ترلاسه کړ، د روم ډله چې مشري يې دعبدالستار سيرت په غاړه وه، دقبرس ډله چې همايون جرير يې مشري کوله او د پيښور ډله چې د پيرسيداحمد ګيلاني لخوا يې مشري کيدله.

بلخوا طالبان بیا ټلواله ( شورای نظار) یوه متعصبه او فرصت طلبه ډله یادوي او هغه د روسیې او ایران لاسپوڅي ګڼي. طالبان وایې چې دې ډلې اوږده موده له روسیې او ایران او بیا له امریکا څخه په پراخه کچه مادي ګټې ترلاسه کړي او تل یې په نظام کې د زیاتې برخې غوښتنه کړئ. دوې وایې امریکا پوهیږي چې ټلواله د دوې د لوې سیال روسېې او ایران لخوا حمایه کیږئ، خو د سیاسي تکتیکونو په لړ کې یې د لنډمهاله ګټو له پاره هغو ته د رشوت په توګه ځینې امتیازونه ورکړئ.

په همدې حال کې د طالبانو د رژیم پرمهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي عبدالوکیل متوکل د چین د (سي.سي. ټي. وي) سره په یوېې ځانګړې مرکې کې د سولې روانو حلوځلو ته خوشبیني څرګنده کړه او وویل: (طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له کبله حکومت سره خبرې اترې نه غوښتئ، خو اوس چې بهرني ځواکونه ځان اشغالګر نه ګڼي او له افغانستان څخه د وتلو تیاری نیسي ،د سولې له پاره د خبرو زمینه برابره شوې ده).

اوس مهال که د جګړې ښکیل لوري ځان د افغانستان د سیاسي برخلیک د ټاکلو حقداران او واکداران بولئ، بل لوری بیا افغان ځوریدلی او ویرځپلی ملت په زړه کې دیوه کارپوه او په وطن او دین مین نظام د راتلو هیلې پنځوئ. خو تریخ حقیقت دا دی چې د ملت دې سپیڅلې هیلې ته تر رسیدو اوس هم ستړی او اوږد مزل لا پاتې دئ. له دې سره،سره افغانان بیا هم دسولې د راتلو له پاره روانو حلو ځلو ته د امید په نظر ګورئ. هر هغه ډله چې د سولې د راتلو مخه نیسي له هغې سره باید د اسلام د سپیڅلي دین له ارشاداتو سره سم عمل وشي. یعنې که چیرې د لانجې ښکیل لوري د یوه اختلاف له مخې نه سره جوړیږي نو دریمه ډله دې د هغې ډلې ملا وتړئ چې په حقه دئ!



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011