Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته نړۍ نړيوال مسايل اقتصاد او ټولنه اسراييلي پوليسو بهرنۍ ښځينه خبريالانې بې عزته کړې


اسراييلي پوليسو بهرنۍ ښځينه خبريالانې بې عزته کړې

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 01 زمری 1390 | وخت: 23:17

isreali-polic-humiliating-womenاسراييلي امنيتي کسانو د دغه هېواد د لومړي وزير بنيامين نیتانياهو دفتر ته ورتلونکې ښځينه خبريالانې اړ ايستلې چې جامې وباسي.

دغه خبريالانې د جمعې په ورځ د لومړي وزير نيتانياهو دفتر ته ورتللې، چې امنيتي ځواکونو د خلکو په مخ کې امر ورته وکړ، چې د امنيتي تلاشۍ په خاطر کالي وباسي. پوليسو دغه ښځينه خبريالانې حتې دې ته اړ ايستلې چې سينه بندونه هم وباسي.

مخکې له دې چې دوی ته د کالو ايستلو امر وشي، امنيتي کسانو هغوی تلاشي کړې، وروسته يې د نارينه وو او ښځو تر مخې د دوی سينه بندونه وايستل او هغه يې د اکسرې په ماشين کې واچول.

همداراز د دغو خبريالانو نور شخصي وسايل هم د حاضرينو په وړاندې راوايستل شول او د اکسرې په ماشين کې يې واچول.

د دغو خبريالانو له ډلې يوه هم سارا حسين د فرانسې خبري آژانس فرانس پرس کارکوونکې وه چې په دې اړه يې وويل: دا زما په ټول ژوند کې تر ټولو سپکوونکې پېښه ده. ما په سپينه ماڼۍ کې هم د ولسمشر د کتنو په خاطر ګډون کړی دی، خو هيڅ کله داسي چلند نه وو راسره شوی.

نورو دوو مېرمنو چې سپکاوی يې شوی دی ويلي دې چي نه غواړي په رسنيو کې يې نومونه واخستل شي.

د اسراييلو د لومړي وزير د دفتر چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، يوازي دومره يې وويل چې موږ له دغو اندېښنو څخه خبر يو، ّموږ د موضوع په اړه پلټنه کوو.

 

تر دې وړاندې، د روان کال په جنورۍ کې د نېتانياهو امنيتي ساتونکو د الجزېرې ټلويزيون يوې عربي خبريالې ته چې حامله هم وه او د بيت المقدس ښار په يوه پنځه ستوريز هوټل کې يې د رسنيو لپاره په يوه رسمي مېلمستيا کې ګډون کاوه، امر کړی وو چې خپل ټول کالي وباسي.

په اسراييلو کې د بهرنيو رسنيو ټولنې ويلي چې سره له دې چې په کراتو دوی له اسراييلي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې له دا ډول کړنو لاس په سر شي او هغوی وعده هم ورسره کړې ده، خو معلومېږي چې د لومړي وزير دفتر د دغه کړنو د مخنېوي لپاره کومه لېوالتيا نه لري.

د دغې ټولني له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوې چې دوی له خپلو غړو سره مشوره کوي چي آيا له دې وروسته د لومړي وزير د دفتر خبرونه خپاره شي که نه.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011