Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان اسلامي ليکني د مسلمانانو د وروسته پاته والي يوازينی علاج


د مسلمانانو د وروسته پاته والي يوازينی علاج [لومړۍ برخه]

پنجشنبه، 30 چنګاښ 1390 | وخت: 00:38

afghan-poor-women-asking-for-helpبسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علي سيد الاولين والاخرين خاتم الانبيآء والمرسلين محمد وآله واصحابه الطيبين الطاهرين .

د نن څخه د يارلس سوه کاله وړاندي کله چي دنيا د کفر، جهالت، ناپوهۍ او ګمراهۍ په تيارو کي ډوبه وه د مکې مکرمي پر کاڼو او غرونو باندي د رشد او لارښووني سپوږمۍ راښکاره سوه. تر مشرقه، مغربه، جنوبه، شماله او د دنيا تر هر کونجه پوري يې خپله رڼا ورسوله تر درويشتو کالو په کمه موده کي يې انسان و هغه لوړي مرتبې ته ورساوه چي په تاريخ کي يې د مثال ورکولو څخه انسان عاجزه دئ او د رشد، صلاح، هدايت او کاميابۍ هغه مثال يې و مسلمانانو ته په لاس ورکړ، چي په رڼا کي يې تل د ترقۍ او ودي لاري پيداکېږي او تر سوونو کالو پوري يې پر دنيا باندي داسي حکومت وکړ، چي په دنيا کي هر چا ډغري ورسره وهلي دي ذره ذره سوي دي.

دا يو حقيقت دئ انکار نه سي ځني کېدلاي خو دومره بايد ووايم چي دغه پخوانۍ قصې نه څه ګټه لري او نه څه تسلی په راتلاى سي خو د اوسنۍ زمانې حالات او کوم څه چي تېرېږي دا موږ خپله د تېرو مشرانو او بزرګانو پر ژوند باندي يو بد داغ لګولى دئ. د مسلمانانو ژوند چي په تېرو ديارلسو سوو کالو کي په تاريخ کي وکتل سي نو داسي معلومېږي چي موږ د عزت، دبدبې، شان او شوکت مالکان او اجاره داران يو او که د هغه تاريخ څخه نظر واړول سي نو موجوده حالات ښيي، چي موږ په ډير ذلت، خوارۍ، افلاس او کمزورۍ کي نغښتي يو. نه زور او دولت سته، نه زر او دولت سته، نه شان او شوکت سته، نه پخپلو منځو کي مينه او محبت سته، نه ښه اخلاق او نه ‌ښه عادتونه، هره بدي په موږ کي موجوده ده او هره نېکي زموږ څخه په ميلونو ليري ده. دښمنان زموږ په دې بد حال خوشحاله دي او هر ځاى زموږ کمزورۍ بيانوي پر موږ باندي خاندي، پر موږ ټوکي کوي په دې بسنه نه کوي بلکي زموږ د زړه ټوټي پر نوي ماډرن کلتور مين ځوانان په اسلام او اصولو پسخند وهي. پر هره خبره يې اعتراض کوي او دا پاک دين لغوه او بېکاره بولي. عقل حيران دئ چي کوم قوم چي د دنيا تنده مړه کړې وه نن ولي هغه تږي دئ؟ کوم قوم چي دنيا ته تمدن، تهذيب او ښکلا وربخښلې وه نن ولي هغه غير مهذب او د تمدن څخه ليري دئ؟ د قوم رهنمايانو او مشرانو ډېر پخوا لا زموږ د دې بد حالت پېش بيني کړي وه او په مختلفو طريقو يې زموږ د اصلاح کوښښ کړى و.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011