Sun12172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان کتاب او لارښووني حضرت معاويه ته د روم د قيصر خط


حضرت معاويه ته د روم د قيصر خط

سه شنبه، 28 چنګاښ 1390 | وخت: 01:22

د اسلامي ليک بڼهد روم قيصر حضرت معاويه ته يو خط وليكى، چي ماته د لاندي سوالونو ځوابونه راكړه

داسي ځاى چي قبله نه لري ؟

داسي سړى چي هيڅ كوم پلار ونه لري ؟

دا سي سړى چي هيڅ كوم سابقه كورنۍ ونه لري ؟

داسي سړى چي دى يې وروړى وي او قبر ځيني تللى وي ؟

هغه درې شيان، چي پرته د مور د رحم نه پيدا سوي دي ؟

راته ووايه چي پوره شى، نيم شى او نه شى څه ته وايي؟

له دې ماسېوا يې يو بوتل هم له خط سره ورولېږى، چي په دې بوتل كي د نړۍ د هرشي تخم راولېږه

حضرت معاويه (رض) خط او بوتل حضرت ابن عباس (رض) ته د غوښتو ځوابونو لپاره ولېږى

 

حضرت ابن عباس (رض) و ويل :

داسي ځاى چي هغه هيڅ كومه قبله نه لري، كعبه ده

داسي سړى چي هيڅ كوم پلار نه لري، حضرت عسي عليه سلام دى

داسي سړى چي هيڅ كوم سابقه خاندان نه لري، حضرت آدم عليه سلام دى

داسي سړى چي دى يې وروړى وي او قبر يې تللى وي، حضرت يونس عليه سلام دى

 

هغه درې شيان چي د مور له رحم نه پرته پيدا سوي دي دا دي :

د حضرت ابراهيم عليه سلام مږ

د ثمود، د قو م اوښه

د موسي عليه سلام اژدها

 

پوره شى، هغه سړى چي د عقل خاوندي وي او له خپل عقل نه كار اخلي

نيم شى، هغه سړى چي د عقل خاوند نه وي، او د عقل لرونكو خلكو په رايه عمل كوي

نه شى، هغه سړى چي د عقل خاوند نه وي، خو د نورو عقلمندو په رايه هم عمل نه كوي

 

حضرت ابن عباس رض بوتل له اوبو ډك كړ او وې ويل :

- د نړۍ د هر شي تخم اوبه دي، ځكه چي په قران كريم كي راغلي دي چي الله تعالى هر ژوندى شى له اوبو پيدا كړى دى

ځوابونو او بوتل يې حضرت معاويه (رض) ته ورولېږل، حضرت معاويه (رض) د روم قيصر ته ورولېږل

كله چي دا ټول د روم قيصر ته ورسېدل هغه بې ځوابه سو، او وې ويل :

- دا خبري د كوم نبي د كورنۍ له غړي نه تر لاسه كېداى سي

الكامل اللمبرد، مخ 457، ج 2



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011