Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست په کابل کې د ولسمشر کرزي سلاکا ووژل شو، دا د چا کار دی؟


په کابل کې د ولسمشر کرزي سلاکا ووژل شو، دا د چا کار دی؟

دوشنبه، 27 چنګاښ 1390 | وخت: 01:15

د ولسمشر سلاکار جان محمد خانپه انټرنټ کې مې افغان ځواکونو ته د امنيتي واک د لېږد يو خبر کاته چې له کتلو وروسته مې شاته تڼۍ ووهله. ناببره مې په بېړني خبر سترګي ولګېدې. د غورځنګ ويبپاڼي په سر ليکلي وو چې د ولسمشر کرزي سلاکار په خپل کور کې ووژل شو. په خبر کې راغلي وو چي د کابل ښار د څلورمې کارتې په سيمه کې د روزګان د پخواني والي او د ولسمشر کرزي سلاکار جان محمد خان پر کور دری تنو وسله والو کسانو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ويل کېږي جان محمد خان او د ولسې جرګې غړی محمد هاشم وطنوال وژل شوې او څو تنه ساتونکې مړه او ټپيان شوې دي.

د دې خبر کره جزيات اوس هم لا نه دي خپاره شوې، خو څه چې مهم دي هغه دا پېښه ده چې د کابل په زړه کې نن ورځ چې افغان ځواکونو ته د امنيتي واک د سپارلو لړۍ پيل شوه ترسره کېږي.

که څه هم د دغه ډول بريدونو پړه له دې وړاندې طالبانو منلې، خو که روانو حالاتو ته ځير شو، نو داسي برېښي چې په دغو مهمو وژنو او پېښو کې له طالبانو پرته نور خلک لاس لري.

افغان خواکونو ته د امنيتي واک د سپارلو د کميسيون مشر اشرف غني احمدزی او ورسره لوړپوړي امنيتي چارواکې نن سهار د باميانو ولايت ته تللي وو، چې د واک د لېږد بهير يې په رسمي بڼه پرانست.

راځئ د دې برېد په اړه ځيني ټکو ته پام وکړو.

- دا بريد يوازي څو ساعته وروسته له هغه چې افغان ځواکونو ته د واک د لېږد لړۍ په رسمي توګه پيل شوه ترسره کېږي

- دا بريد د کابل ښار په زړه کې؛ چېري چې په زرګونه لوړپوړي کورني او بهرني چارواکي مېشته دي ترسره کېږي

- په بريد کې ويل کېږي چې دريو ځانمرګو بريدکوونکو برخه اخستې وه.

راځو چې دغه پورتني ټکې يو څه وڅېړو.

لومړی:

دا بريد يوازي څو ساعت وروسته له هغه چې د لېږد لړۍ پيل شوه ترسره شو. نړيوالو آژانسونو نن ورځ د افغانستان ډېرو وړو امنيتي پېښو ته پام کړی وو، حتی د واده په مراسمو کې يې د دوو تنو د وژل کېدلو خبر په ډېر لوی سرليک سره خپور کړی وو او ليکلي يې وو، چې دا پېښه په داسي حال کې رامنځته کېږي چې افغان ځواکونه له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيت مسؤوليت په غاړه اخلي. وروسته دغه د کابل پېښه په خورا زوږ سره خپره شوه.

تر کومه چې نړيوال آژانسونه د امريکا او نورو غربي هېوادونو په ولکه کې دي دا څرګندوي چې غربي هېوادونه لېواله نه دې چې امنيتي واک افغان ځواکونو ته وسپاري.

هغوی د خپلو کړو وعدو د سرته رسولو په خاطر اوس په خبره کې بند پاتې دي او له ناچاريه يې دغه د لېږد لړۍ پيل کړه. نو له همدې کبله غواړي ځيني امنيتي پېښي قصداْ رامنځته کړي، چې نړيوال عامه افکارو ته دا وښيي چې افغانان د امنيتي واک د خپلولو جوګه نه دي.

دويم:

د کابل په مهم ښار کې چې نړيوال او کورني لوړپوړي چارواکې اوسي، ولي ځانمرګو بريدګرو جان محمد خوارکی چې په کابل کې يې چا نوم هم نه اورېده را ونيوی.

دلته غواړم د جان محمد خان په اړه ووايم چې هغه په سويل کې د کرزي د حکومت له مهمو ملاتړو څخه وو. هغه د طالبانو په ټوله واکمنۍ کې په کندهار کې بندي وو او د کرزي حکومت په راتګ سره د روزګان والي شو. په ۲۰۰۶ کال کې د کرزي د سلاکار په توګه وټاکل شو. د احمد ولي کرزي له وژني وروسته د جان محمد خان وژني دا څرګنده کړه چې امريکا د کرزي د حکومت ستني ړنګوي. غواړي په جنوب کې د کرزي د حکومت ولسي ملاتړ راکم کړي.

دريم:

څنګه چې رسنيو خبر خپور کړ په دغه برېد کې دريو ځانمرګو بريدکوونکو برخه لرله. دې خبرې په رښتيا هم وخندولم.

جان محمد خان په کابل کې د نورو لوړپوړ چارواکو په پرتله ډېر کم پېژندل شوی وو. حتی په دې پنځه کاله کې يې چا نوم هم نه دی اخستی. که دا کار د طالبانو وي، هغوی هيڅ کله خپل درې ځانمرګي د يوه نامهم هدف په موخه نه له لاسه نه ورکوي.

طالبانو کولای شول په دغو دريو کسو چې د کابل زړه ته هم ننوتي ول، يو ډېر لوی هدف لاس ته راوړي. داسي ولي ونشول؟

زما په آند دغه بريد ځانمرګو نه دی کړی، دا د امريکا لخوا يو پلان شوی بريد وو، چې خپل هدف ته تر رسېدو وروسته يې خپل افراد بېرته ايستلي دي. په دې اړه لا کره معلومات نه دي خپاره شوي.

پايله:

دا بريد امريکا د دوو موخو لپاره کړی دی.

لومړی:

امريکا د دې بريد په ترسره کولو سره وښودله چې افغان ځواکونه د امنيتي واک د اخستلو جوګه نه دي. لژترلژه نړيوالو افکار ته يې دغه زیګنال ورساوه.

دويم:

په دغه بريد کې يې په جنوب کې د کرزي د حکومت يوه ولسي ستنه را ړنګه کړله. جان محمد خان او محمد هاشم وطنوال چې په جنوب کې د کرزي د حکومت ملاتړې ول له منځه لاړل. تر دې وړاندې په سويل کې د حکومت د ولسي ملاتړ يوه ځواکمنه څېره احمد ولي کرزی ووژل شو.

له دې ماسېوا ځيني نوري پېژندل شوې څېري هم له دې وړاندې وژل شوې وې.

دا هرڅه دا په ډاګه کوي چې امريکا او غربي هېوادونه د پاکستان په مرسته غواړي لومړی د کرزي د حکومت ولسي ملاتړ له منځه يوسي، د کرزي حکومت ړنګ پر ځای يې تر دې هم غلام او خرڅ سوی حکومت راولې او له هغه وروسته د خپلو اډو او د افغانستان د وېش مسئله را ميدان ته کړي.

په درنښت

ليکوال: عبدالسلام اڅکزی

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011