Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه لنډه کيسه: پياده لار


لنډه کيسه: پياده لار [د احمدشاه پاڅون ژباړه]

یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 00:42

پياده لار((اى ..... پورته سه ! دلته ولي بيده يې ؟ )) پوليس بيده سړى پر پښه په ډنډه ووهى ، هغه په بېره راپورته سو .

پوليس وويل :((تاته نده مالومه چي د سړك پر سر خوب كول د قانون خلاف دي ؟))

هغه په تعجب پوليس ته و كتل او زياته يې كړه (( نو چيري بيده سم ؟))

پوليس په غوصه ورغبرګه كړه (( كورته ولاړ سه ))

تر ژبي لاندي وويل (( كور! )) او ورسره يې د نن سهار كيسه ور په زړه سوه چي د كرايې د نه لرو له امله د كور مالك د هغه سامان سړك ته غورځولى وو – د هغه له ډيرو زاريو سربيره چي ورته ويل يې كله معاش واخلي نو كرايه به وركړي ، د كور مالك ونه منل . د هغه سره دومره پيسې وې چي يوازي څو وخته ور باندي ډوډۍ وخوري نو په هوټل كي به څنګه اوسيداى .

د پوليس په ږغ له فكرونو را و ووت (( څه سوچ ويوړې )) كه كور نلرې راكړه دوې روپۍ كنه ځه ددغه ځايه ورك سه .

د يوې لحظې دوه زړه توب وروسته د خوب مزه باندي غالبه سوه ، سړي له جيبه دوې پورۍ را وكښې د پوليس په غوړيدلي ورغوي كي يې وركښيښودې بيا يې پيښې و غځولې او د خوب په نړۍ كي ورك سو . د هغه پر څهره ژور ارام او اطمنان و غوړيد

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011