Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرتياوي او پيغامونه خبرتياوي دعبدالله ستوري لومړۍ شعري ټولګه تازه له چاپه راووته!!


دعبدالله ستوري لومړۍ شعري ټولګه تازه له چاپه راووته!!

جمعه، 24 چنګاښ 1390 | وخت: 14:30

(ته د ستوري تصورکي) دعبدالله ستوري لومړۍ شعري ټولګه ده چي په کال ۱۳۹۰هـ کي د ۸ نورو کتابونو ترڅنګ د کندهارولایت داطلاعاتو اوکلتور ریاست له لوري چاپ سوه.

نوموړې شعري ټولګه (ته دستوري تصورکي) ۲۴۰ مخونه لري، په ښایسته خو کلک ټایټل او عادي کاغذ نازول سوې ده. همداراز پردې ټولګي داطلاعاتواوکلتور دریس عبدالقدیم پتیال مقدمه، د عبدالنافع ثنا او نعیم افغان لیکني ، دستوري ژوندلیک چي ښاغلي خلیل احمدڅارن لیکلی او د عبدالباري جهاني ، مینه انتظار او محمد نافع روکیال ستوري ته ډالۍ سوي شعرونه همدا ډول دستوري خپلي خبري دسريزي په توګه ځای لري.

 

عبدالله ستوری چي یوځوان او هڅاندشاعر دی، دکندهارولایت په اوسنیوځوانانوکي دادب اوهنردلومړۍ کرښي شاعربلل کیږي. داادعاځکه پرځای بللای سوچي په دې وروستیودرو کلونوکي ښاغلي ستوري دانارګل په مشاعره کي دغوره درو شاعرانودډلي مقام په لاس کي درلوداو۲۱ځله یې په بېلا-بېلوپروګرامونوکي نقدي اوغیري نقدي ډالۍ ګټلي دي.

د اوسني عصر تاندشاعران تاندجذبات لري اوتاندجذبات یې ددې جوګه کیږي چي وړاندي له دې چي شعر یې دهنرترکچي ورسیږي خپله شعري ټولګه ترچاپ باسي خوعبدالله ستوري پرخپلوتاندو جذباتو لاس بری موندلی اودهغه دشعردمینوالو له ډېرټنګار سره سره وتونېدی چي دلومړي شعري ټولګي په چاپولوکي په ډېراحتیاط ګام پورته کړي څوشعریې پوخ ،معیاري اوشاعرانه سي. خو همداوخت، چي دنومړي دشعري ټولګي دچاپ ترټولوښه وخت وو، هغه خپله لومړنۍ شعري ټولګه چاپ ته وسپارله.

په دې هیله چي دغه شعري ټولګه(ته دستوري تصورکي )لاس ته راوړئ اوخپله ادبي تنده ورباندي ماته کړئ.

ته د تصور په لمن کې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011