Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه د فرانسې ولسمشر افغانستان ته رسیدلی، خپل ۱۰۰۰ سرتیري باسي


د فرانسې ولسمشر افغانستان ته رسیدلی، خپل ۱۰۰۰ سرتیري باسي

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 21 چنګاښ 1390 | وخت: 12:08

ولسمشر کرز او نيکلاس سرکوزيد فرانسې ولسمشر نيکولاس سرکوزي په يوه ناڅاپي سفر نن سهار افغانستان ته را ورسېد او له ولسمشر کرزی سره یې ولیدل.

نيکولاس سرکوزي لومړی کاپیسا ولایت ته ولاړ او هلته یې له میشتو فرانسوي پوځيانو سره وکتل.

فرانسه په افغانستان کې شاوخوا ٤٠٠٠ عسکر لري، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ او کاپيسا ولايت کې مېشت دي.

 

فرانسې هم له امريکا څخه وروسته اعلان وکړ، چې په روان کال کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ويستلو پيل کوي.

سرکوزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې غواړي د ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه له دې هیواده خپل شاوخوا زر عسکر وباسي او دغه لړۍ به له ٢٠١٤ میلادي کال څخه مخکې پاى ته ورسوي.

د سرکوزي په وينا پاکستان د افغانستان په امنيتي وضعيت کې مهم رول لوبولی شي. د هغه په خبره د افغانستان د ډېری امنيتي ستونزو سرچيني له افغانستان څخه بهر دي.

د فرانسې ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته راغلى، چې تېره اونۍ د بريتانيا لومړى وزير کميرون او څو ورځې مخکې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا هم کابل ته راغلي ؤ.

دا افغانستان ته د هغه تر ولسمشر کېدا وروسته درېیم رسمي سفر دی.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011