Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه طالبان د کومی خاصی سیمی یا ولایت د کنترول په فکر کی نه دې


طالبان د کومی خاصی سیمی یا ولایت د کنترول په فکر کی نه دې

جمعه، 17 چنګاښ 1390 | وخت: 23:08

ملا عبدالسلام ضعيفملا عبدالسلام ضعیف ، د بې وسلې کولو په نړیوال کنفرانس کې کوم چی دالمان په برلین ښارکی جوړ شوی وو ګډون کړي وو،نوموړی، له طالبانو سره د خبرو په باب د راپورونو د خپرېدا علت په لوېدیځ په تېره بیا په اروپا او امریکا کې د خلکو د نظرونو مالومول او همداراز د لوېدیځوالو پرعمومي افکارو د اغېز شیندل وباله ده همدا راز په خپلو خبرو کی ویلی دی چی د افغانستان دحکومت سره دطالبانو دخبرو په باب تر اوسه پوری کومه ځرګنده ستراتیژی وجود نه لرې، که ځه هم یو ځل مشورتی جرګه او له هغه وروسته دسولی په نامه شورا جوړه شوی ده خو دسولی مشخصه سترا تیژی نه لرې ، دښاغلي ملا ضعیف دوینا پر بنیاد: د سولی شوراه له طالبانو سره د تماس په ټینګولو کی نه ده بریالی شوی او د هغوی د مشرانو نومونه یې هم د تور لیست په شمول له پنځو مختلفو لیستونو تر اوسه پوری نه دي لېري کړي ،ملا ضعیف د هغه پلان په اړه چې وايي، طالبان دې په هغو سیمو کې چې تر کنټرول لاندې یې دي یا نفوذ پکې لري، خپل قوانین اجرا کړي خو مرکزي حکومت دې ومني، وویلی دی چی: دا پلان د افغانستان د تجزیه کولو لپاره وړاندې شوی، طالبان او نور افغانان به یې ونه مني ، طالبان دکومی خاصی سیمی یا ولایت دکنترول په فکر کی هیځکله نه دې ، ملا ضعیف دخپل ځان په اړه ویلی دي چی په کنفرانس کې یې د یوه افغان په حیث ګډون کړی او دی له هر چا سره خبرې کوي خو څه چې د ده لپاره مهم دي هغه افغانستان دی

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي دملګرو ملتونو دآمنیت په شورا کی ويلي چي په افغانستان کي په عمومي توګه امنيتي وضعه مخ پر ښه کيدو ده، دا مناسب وخت دی چي د کابل دولت ته قدرت انتقال سي او د طالبانو سره د سولي خبري اتري وسي ،ديميستورا ويلي چي، دا مناسب وخت دی چي د راتلونکي دولتدارۍ له پاره بنسټ کښېښودل سي، او افغانستان بايد د امنيت او دولتدارۍ چاري په خپل لاس کي واخلي ،ديميستورا ويلي چي راتلونکي قدم به د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه کوښښونه وي تر څو په افغانستان کي سوله او سياسي ثبات رامنځ ته سي ،هغه ويلي چي د خبرو اترو اړتيا روښانه ده، نه يوازي د پخلايني له پاره، بلکي د هغه ياغيانو د ادغام له پاره چي د دولت خلاف جنګيږي

خو طالبانو تیره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره چي رسنيو ته ليږلې وه ويلي چي د غربيانو سره هر ډول خبري ردوي. په اعلاميه کي راغلي ول چي دوی هغه گنگوسې هم ردوي چي گواکي طالبانو د غربيانو سره خبري کړي ،په هغي خبرپاڼي کي چي د طالبانو لخوا رسنيو ته استول سوې، يو وار بيا يې پر خپل دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي، چي د سولي په بهير کي د دوی د ونډه اخيستو اصلي شرط د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل دي ،د طالبانو په خبر پاڼي کي راغلي، چي د امريکايانو سره يې يوازي د زندانيانو د تبادلي په هکله خبري اتري کړي دې ، مخکی تر دی ځینو رسنیو لکه واشنګټن پوسټ او شپېګل مجلې څو میاشتې مخکې راپور ورکړ چې طیب اغا د ملاعمر په استازیتوب له امریکايي مقاماتو سره د جرمني په منځګړتوب خبرې کړي.لوېدیځو رسنیو دا هم ویلي و چې دا خبرې د طالبانو په غوښتنه شوې دي.خو هماغه وخت سره له دې چې دا راپورونه بیا بیا خپرېدل او رسنیو پرې بیا بیا تبصرې کولې، طالبانو خوله پټه کړې وه خو داځل ، طالبانو د خبرو په باب د لوېدیځو رسنیو راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا ډول اوازې د اذهانو د ګډوډولو لپاره خپرېږي ،طالبانو په یوه اعلامیه کې بې له دې چې د طیب اغا او امریکايي مقاماتو ترمنځ په قطر، دوبۍ او د جرمني په مونښن کې د خبرو په باب د لوېدیځو رسنیو راپورونو ته اشاره وکړي ویلي چې دوی یوازې د اسیرانو د تبادلې په اړه خبرې کړي دي ،د طالبانو په اعلامیه کې د طیب اغا او امریکایانو ترمنځ د خبرو یادونه نه ده شوې خو دا ویل شوي چې په تېرو څو کلونو کې یې د اسیرانو د تبادلې په برخه کې خبرې کړي دي:« اسلامي امارت تر اوسه پوري یوازي او یوازي د هغو بهرنیو اتباعو په اړه چې له مجاهدینو سره بندیان دي د هغوی له متبوع هیوادونو سره فقط د بندیانو د تبادلي اوسرنوشت په هکله وخت په وخت خبري کړي دي چې تر ټولو لوی مثال یې په۲۰۰۷ م کال کې د۲۱تنو کوریایې اتباعوچې له اسلامي امارت سره اسیران وو په هکله کامیابه مذاکرات او همدارنګه ځوځله د فرانسي اتباع چې له مجاهدینوسره اسیران شول اودوه تنه یې همدا څوورځي مخکې د تبادلي په صورت کې وروسته له هغه خوشي شول

تيره مياشت افغان ولسمشر، حامد کرزي، ويلي وه چي متحده ايالاتو په مستقيمه توګه د طالبانو سره خبري اتري پيل کړي. هغه همدا راز زياته کړې وه چي دغه خبري اتري په هغه کچه نه دي چي، د دولت او طالبانو تر منځ سوله وسي ،متحده ايالاتو او انګلستان هم دا خبره کړي چي د طالبانو سره يې خبري اتري پيل کړي خو د امریکا پخواني د دفاع وزير، رابرټ کيټس، ويلي وه چي دغه خبري اتري کيدای سي څو مياشتي وخت ونيسي ترڅو پايلي يې معلومي سي ،د طالبانو او غربيانو تر منځ د خبرو اترو په اړه ډير لږ معلومات سته. ځکه نو ددې خبرو په اړه بېلا بيل اټکلونه کيږي. ښايي د طالبانو اوغربيانو تر منځ خبري اتري په هغه اندازه نه وي، چي وسي کولای د افغانستان په اوسني حالت کي کوم تغير راولي ،که څه هم په افغانستان کي ميشت بهرني ځواکونه د دغه هيواد په جنوب کي د طالبانو په وړاندي جګړې کي ډيري لاس ته راوړني لري، خو پر دې سربيره غربي مشران د ډير وخت را په دې خوا د افغانستان د جګړي له پاره د يوې سياسي حال لاري په لټه کي دي

د طالبانو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه ډله په وروستيو کي د ځيونو هيوادونو سره د بنديانو پر تبادلې خبري کړي دي ،په خبر پاڼه کي د مثال په ډول، د طالبانو او فرانسې تر منځ خبرو اترو ته اشاره سوې، چي په ترڅ کي يې دوه فرانسوي ژورناليستان او د دوی افغان ژباړونکي آزاد سول ،فرانسي طالبانو ته د پيسو ورکول رد کړي او ويلي يي دي چي د فرانسوي ژورناليستانو د آزاديدو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو بربنډول کيداي سي چي په افرايقا کي د نورو يرغمل سويو فرانسوي ژورنالستانو د آزادولو هڅي له ستونزو سره مخامخ کړي،طالبانوهمدا راز ويلي چي دوی د امريکايانو سره هم د زندانيانو د تبادلي له پاره په مستقيمه اوغير مستقيه توګه ارتباط ټينګ کړی دی

دا په داسی حال کی چی د پاکستان ددفاع وزیر چودري احمد مختار ځو ور ځی وړاندی دبی،بی،سې سره په خپلی یوی ځانګړی مر کی ویلی دې ،چې د پاکستان حکومت ته دا معلومه ده چې طالبان چېرې دي او له هغوی سره لیدل او خبرې کول کوم ګران کار نه دی، نوموړی په خپلو ځرګندونو کی په دی هم اعتراف کړي دي چی طالبانو دمنځنی ختیځ له ځینو هیوادونو سره اړیکی نیولی دې ،چودري احمد مختار دا هم ویلي دی چې د طالبانو استازي سعودي عربستان ته ځي او د لوېديځ له نورو هېوادونو سره هم اړيکي لري ،په عین حال کی دورتی موضوع په اړه،د ګلوب اینډ میل ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼې کې د پاکستان د مشهور ژورنالست او د سیاسي چارو څیړونکي احمد رشید هغه مقاله خپره کړیده چې وایي د طالبانو سره د روغې جوړې روانې خبرې دې محرمې وساتل شي او که داسې ونشو نو دا خبرې به هم چندانې ګټه ونلري او یو ځل بیا به د ناکامۍ ښکار شي ،احمد رشید به دغه لیکنه کی ویلی دی چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د مشرانو او د امریکا د حکومتي چارواکو تر منځ مخامخ خبرې د 2010 میلادي کال د نومبر د میاشتې په 28 مې د جرمني د مونیخ په ښار کې وشولې چې مشري یې د جرمني یوه دیپلومات کوله. ورځپاڼه وایي پدې خبرو کې چې 11 ساعته یې ادامه لرله، د طالبانو په غوښتنې د قطر ځینو چارواکو هم برخه اخیستې وه، د دویم رونډ خبرې د فبروري د میاشتې په 15 د قطر په پایتخت دوهه کې وشولې او د همدغو خبرو نه یوازې درې ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د طالبانو سره د سیاسي روغې جوړې په اړه د امریکا د دریز په اړه داسې تبصره وکړله چې تر اوسه یې ساری ندی لیدل شوی ،میرمن کلنټن ویلي ؤ امریکا داسې سیاسي هڅو ته زور ورکړیدی چې له برکته به یې یوې داسې سیاسې نتیجې ته ورسیږو چې د طالبانو او د القاعده د شبکې تر منځ به اړیکې وشلیږي، په افغانستان کې د حکومت پر ضد روان بغاوت په پای ته ورسیږي او په همدې خاطر به یوازې په افغانستان بلکه په ټولې سیمې کې ثبات او امنیت رامنځته شي ،د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د دریم ځل لپاره خبرې د مې د میاشتې په 7مې او اته مې نیټې بیا په جرمني کې وشولې. پدغو خبرو کې تر ډیره حده د طالبانو او امریکا تر منځ د باور د رامنځته کیدو په لارو چارو باندې خبرې شویدي. د بیلګې په توګه په طالبانو باندې د بندیزونو لیرې کول، د سیاسي بندیانو آزادول او د طالبانو لپاره د یوه دفتر پرانیستل هغه مسایل ؤ چې زیات بحثونه پرې شویدي ،ملګرو ملتونو د جون د میاشتې په 17 مې نیټې یوه مهم ګام واخیسته او د امریکا د متحده ایالاتو هغه غوښتنه یې ومنله چې ویلي یې ؤ ملګري ملتونه باید چې د بندیزونو په لیست کې د طالبانو او د القاعده د شبکې غړي سره جلا کړي

د ځینوسیاسی کار پوهانو له نظره طالبانو له امریکایانو سره خبرې دوه ورځې وروسته له دې رد کړې چې متقاعد جنرال حمید ګل طالبانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره ايتلاف باید ونه کړي ،د جولاي دريمه د پاکستان له یوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې نن د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ايس ای مخکني ريس جنرال حميد ګل افغان طالبانو ته لارښونه وکړه چې له حامد کرزي سره ایتلافي حکومت جوړنه کړي ،حميد ګل وويل اوس هغه وخت راغلی چې امريکا په افغانستان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو نيت لري خو طالبان باید پوی شي چې د پاکستان ملګري څوک دي ،حمید ګل داهم ویلی دی چی: کرزی د پاکستان دوست نه دی بلکې اوس اسلام اباد ته مجبور شوی دی ، که چیری افغان طالبان له کرزي سره ایتلافي حکومت جوړ کړي دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي ،جنرال حمید ګل په اخیر کی دا هم ویلی دی چې ضرور نه ده چې طالبان دې په افغانستان کې واکمني وکړي بلکې نور کسان چې هغه هم د پاکستان دوستان وي بايد پر افغانستان واکمن وي .

پای

سلام خان

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011