Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني تورخم له تندې مري


تورخم له تندې مري

جمعه، 17 چنګاښ 1390 | وخت: 13:57

محمد ظاهر شاههرکله چې د تورخم له بندر نه اوړم. د تورخم په دوهم نمبر پوستې مې سترګې لږیږي. ظاهر شاه ته مې زړه خېرا وکړي. د ښاغلي متقي صیب دا بیت مې خولې ته راشي چې:

بدله کې ځمکه د اوبو ورکوو

مونږ داسې مفته له پخوا خوړلې

زه ګمان کوم چې متقي صیب دا بیت د تورخم د دوهم نمبر پوستې په هکله لیکلی دی. دا پوسته د ډیورنډ د کرښې نه د افغانستان په خاوره کې تقریبا دوه کیلو متره را دننه د یوې لوړې غونډۍ د پاسه پرته ده. دا پوسته دومره اوچته ده چې ټول تورخم يې د سینې لاندې دی. ویل کیږي چې دا پوسته ( د ملت بابا ) ظاهر شاه پاکستان ته د اوبو په بدل کې ورکړی و. هغه ( ظاهر شاه) په هره سیمه کې د مېلې او عیاشۍ لپاره باغونه ځانته جوړې کړې وې، مګر دومره يې نه و کړی چې د څکلو د اوبو لپاره کوهي وکني. د اوبو لپاره يې د وطن خاوره خرڅه کړه او د افغانانو په لمن يې ددې تاریخي بې شرمۍ تور داغ پورې کړ.

زه ډېر کوچنی وم. شاید د څلورو یا پنځو کالو به وم. د خوب غوندې مې په یاد دي چې پلار مې د جهادي قنمدان شمالي کیسه په کور کې کوله چې:" پاکستاني پولیسو په تورخم کې دروازه جوړه کړېوه. شمالي ورته څو ځلې اخطارونه ورکړ چې دروازه لرې کړي، هغوي ونه منله. شمالي د تورخم دروازه د ټانک پورې وتړله او کش يې کړله. دروازه يې له بېخه راوویسته او دېخواته يې ګذاره کړه"

زما د پلار د خولې دا کیسه مې اوس هم په ذهن کې ده. هغه وخت راته داکیسه دومره ارزښت نه درلوده، مګر اوس دا کیسه ما ته د تاریخ یوه پاڼه ښکاري چې زمونږ د تاریخ له کتابه بېله شوې ده او لا زما په ذهن کې پاتې ده.

دا یواځې یوه کیسه نه ده، په دې کیسه کې ماته د شمالي سیاسي شعور، د خپل قام سره د هغه مینه، او د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې پر وړاندې د هغه کرکه له ورایه څرګندیږي. زه اوس په دې تر هغه وخت ډېر ښه پوهېږم چې ولې شمالی د تورخم دروازه د ټانک په واسطه له بېخه راوویسته. اوس زه ښه پوهېږم چې هغه نه غوښتل چې پنجاب دې د هغه په کور کې هغه ته دروزاه کښېږدي.

د شمالي ددې اقدام په ځواب کې د پاکستان تر ټولو سخت عکس العمل دا و چې د اوبو هغه نل چې د تورخم بر لورته يې اوبه انتقالوه، وتړله او تورخم يې له تندې وکړوله. تورخم او په تورخم کې ټول ژوندي سري څو اوونۍ پرلپسې له تندې پړ مخې پراته ول او له خدای څخه يې یوه لپه اوبه غوښتې.

د طالبانو د رژیم پرمهال یو هندو ( په غالب ګمان بګت سنګ) د نړې ډېره برخه په پښو وهلې وه او له افغانستانه هم تېر شو. زه هغه وخت په اوم ټولګي کې وم. له بي بي سي نه مې ددغه سړي په هکله راپور اورېدلی و. زه اوس پوهېدم چې هغه څه ډول سړی و او د څه شي په واسطه يې سفر کاوه. یوه ورځ زه له خپلو ملګرو سره د کور مخ ته ناست وم چې یو سړی مې ولیده چې دوه ټایره کراچۍ ته ورته بایسکل يې له ځان پسې کښېکاږه. لکه څنګه چې ما د راډیو نه ددې سړي په هکله اورېدلی و، پوه شوم چې همدا همغه هندو دی چې غواړي ټوله نړۍ په پښو وګرځي. په منډه يې څنګ ته لاړم او پوښتنه مې ترې وکړه چې آیا دې همغه هندو دی او که یه؟ زما اټکل سم وخوت. دې همغه هندو و. زه دوه درې کیلو متره له هغه سره پیاده لاړم. بیا مې له هغه سره خدای پاماني وکړه او ترې راغلم.

دوه درې شپې به نه وې تېرې چې له راډیو نه مې بیا د همدې سړي په هکله راپور واورېده:" کله چې دا هندو له تورخم سرخدي بندر نه تېر شو، د پاکستان پولیسو ترې غوښتنه وکړه چې خپل پاسپورت دې ورکړي او امضا دې وکړي چې پاکستان ته داخل شو. هندو دا خبره ونه منله. هغه ویل چې زه لا پاکستان ته نه یم داخل شوی. زه لا په افغانستان کې یم. هرکله چې له جیلم نه تېر شوم، بیا به لاسلیک وکړم چې زه پاکستان ته ننوتم."

پاکستاني پولیسو باندې دا خبره ښه نه وه لږېدلې. هغوي دغه هندو ته درې میاشتې اجازه ورنه کړه چې د ډیورنډ له کرښې هغې خواته تېر شي. تر هغه چې د هند دولت له دیپلوماتیکو لارو دغه ستونزه حل کړه.

په دغه وخت کې بیا هم پاکستان له افغانستان سره د روابطو د پریکون په نښه د اوبو دغه نل بند کړ او افغانان يې له تندې سره مخامخ کړ. په اونیو اونیو ملا صاحبان تږي ول. هغوي ته خو به له هر لوري اوبه راتلې، مګر زیات کړاو ددغې سیمې حیواناتو وزغملو.

کله چې د طالبانو نظام ړنګ شو، تورخم ته د تورخم په تاریخ کې تر ټولو تکړه او وطنپاله افغان ( روغ لیونی ) د تورخم د سرحدي ښار د ښاروال په توګه ولیږل شو. تورخم په خپله دا شاهدي ورکوي چې دغه ( روغ لیوني) ورته د قدر وړ خدمتونه وکړل. روغ لیوني د تورخم ټوله بڼه بدله کړه. هغه د تورخم خامه سړکونه پاخه کړ. د تورخم امنیتي پوستې يې ورغولې او تر ټولو جالبه دا چې د شمشاد د غره په څنډه کې يې یو سیاحتي منظره سازه کړه. لنډه داچې روغ لیوني هر څه وکړل، مګر یو کار چې له دې هم پاتې شو او فکر يې ورته ونشو همغه د څکلو د اوبو یو منظم سیستم و.

که چېرې چا تورخم لیدلی وي او یا له چا نه يې د تورخم په هکله اورېدلې وي، دا به راسره ومني چې په تورخم کې هره ورځ په میلونونه ډالره ښکته پورته کیږي. تورخم یو سرحدي درازه ده. تورخم یو تجارتي بندر دی. تورخم یو سوداګریز مارکیټ دی. تورخم یو ستر بارګین دی....

د تورخم له سرحدي دروزاې څخه هره ورځ په زرګونه لارۍ تګ او راتګ کوي. له دې لارې افغان دولت ته په میلونونه ډالره روزانه عاید لاس ته راځي. تورخم ته له ټول افغانستان څخه د موټرو سوداګر د موټرو او د موټرو د پرزه جاتو د اخیستلو لپاره تګ او راتګ کوي. له دې لارې هم افغان دولت ته ډېر عاید لاس ته راځي او د دولت په بودیجې ور اظافه کیږي او هم هغو سوداګرو او کسب ګرو ته چې دلته میشته دي.

په تېرو لسو کلونو کې له دومره پرمختګ سره سره چې تورخم کړی دی او تورخم رغول شوی، بیا هم همغه یوه ستونزه له سره حل شوی نه دی او نه هم ورته چا پام کړی دی. همغه د څکلو اوبو ستونزه ده. زه نه پوهیږم چې ولې دې ستونزې ته افغان دولت او په سیمه کې میشت سوداګر پام نه دې کړی؟ داستونزه کېدای شي قصدا هم نه وي حل شوی او چا ورته پام نه وي کړی.

تورخم یوه ډېره ټیټه سیمه ده. په ډېرې اسانۍ سره دلته د اوبو کوهي کنل کیږي . د اوبو سطحه دلته ډېره جګه ده او کیدای شي چې په څو مترو کې اوبه ورکړي.

له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې افغانانو د پاکستان د یرغلونو پر وړاندې مظاهرې پېل کړي دي، پاکستان یو ځل بیا دغه اوبه پر افغانستان باندې بندې کړي دي او په تورخم کې يې میشت انسانان او حېوانات له تندې سره مخ کړي دي. دلته دا یوه اونۍ کیږي چې نه په جومات کې د اودس لپاره اوبه شته او نه په هوټلونو کې د څکلو لپاره. تشنابونه د اوبو د نشتوالي له امله بند پاتي دي او په دې لاره تلونکي مسافر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دې ستونزې په لیدو او د خلکو د مشکلاتو له اورېدو سره سره د کرزي صیب بې کفایته اداره، د تورخم اجیره ښاروالۍ او د تورخم ماده پرسته سوداګر لاس تر زنې ناست دي او د دې ستونزې د حواري لپاره هیڅ کوم اقدام نه کوي. دوي اوس هم په دې طمع دي چې که پاکستان خدای مهربانه کړي او اوبه راخوشې کړي.

له افغان دولت او په سیمه کې د میشتو افغان سودا ګرو نه مې هیله او غوښتنه داده چې نور نو په خپل ګریوان کې سرښکته کړئ. لږ شرم وکړئ. او دغه ستونزه زر تر زره حل کړئ. که ستاسې وسه نه پرې کیږي، د چندې لپاره یو صندوق کښېږدې او له تلونکو مسافرو نه چنده وغواړئ. زه ډاډ دورکوم چې د یوې اونۍ په چندې به تاسې وکولای شئ چې د ټول تورخم لپاره د پاکو اوبو سیستم برابر کړئ.

په درنښت

شیرین اغا جهانګیر

۰۷-۰۷-۲۰۱۱

۱۶-۰۴-۱۳۹۰



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011