Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه پروان: د بهرنیو ځواکونو الوتکه رالویدلې، اته کسه وژل شوي


پروان: د بهرنیو ځواکونو الوتکه رالویدلې، اته کسه وژل شوي

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 15 چنګاښ 1390 | وخت: 14:53

زېرمتون دافغانستان د پروان چارواکو د دغه ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د يوې الوتکې د راغورځېدو خبر ورکړى دى.

د پروان ځايي چارواکو ویلي، د اذربایجان دغه په کرایه نیول شوې د ناټو الوتکه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د سیاه ګرد ولسوالۍ په قندقستان سیمه کې رالوېدلې ده، چې په ترڅ کې يې اته تنه سپاره کسان وژل شوي دي.

د پروان د والي ویاندې میرمن خالدې غورځنګ ویب پاڼې ته وويل، د دې الوتکې د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې وې، او پکې اته تنه وژل شوې دي.

د خالدې په وينا، چې د طیارې ټوټې نن شاوخوا لس بجې وموندل شوې او وژل شوي کسان بهرنیان دي.

میرمن خالدې دا هم وویل، دا ام ۲۷ ډوله طیاره ده، چې ناټو ځواکونو ترې د لوژیستیک لپاره ګټه اخیسته.

خالدې دغه راز زیاته کړه چې دیادې پېښې دڅرنګوالي په اړه دامنیه قومندان په مشرۍ د څارنې یو ټيم ساحې ته استول شوى دى.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبیح الله مجاهد وويل، چې دوى د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه راغورځولې ده.

نوموړي په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې له کچې بې خبري وښوده، خو ويې ويل، چې په دې چورلکه کې سپاره کسان ټول وژل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011