Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني د حکمتیار، ملاعمر او حقانی د پاملرنی وړ!


د حکمتیار، ملاعمر او حقانی د پاملرنی وړ!

یکشنبه، 12 چنګاښ 1390 | وخت: 22:31

حکمتيار، حقاني او ملاعمریادونه:درنو لوستونکو که څه هم زه لیکواله نه یم او نه مې کله لیکل کړی خو له خپل افغانی فرهنګ او تاریخ سره د مینی له امله چې پدی وروستیو کې د نورو اشغالګرو په څیر تورو پنجابیانو هم له موږ څخه خپله سترګه ونه سوزله او زموږ پر بې ګنا افغانانو څرګند بردیونه کوی او موږه ټول ورته یوازی ننداره کوو نو اړه شوم دغه څو کرښی توری کړی ترڅو یو څه مې خپل حق مې اداکړې وې د پردیو اشغالګرو ځواکونو په وړاندی.

 

درنو ښاغلو مشرانو هر یو حکمتیار صیب، ملا عمر صیب او حقانی صیب څرنګه چې ستاسو د راډیویې او نورو پیغامونو له لیاری اورو نو وایه په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو پر وړاندي به تر هغه وخته پوري وجنګیږی چې له افغانستان څخه وتلی نه وې.

خو له تیرو دوه دریو میاشتو راهیسی د پاکستان د پنجابی پوځیانو لخوا د کوزی پښتونخوا له غرنیو سېمو څخه د ننګرهار او د کونړ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو باندی راکټی بریدونه ترسره کېږی چې له امله په لسګونو بې ګناه مړه او ژوبل شوې او یو زیات شمېر یې خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړ شوې دی.

خو تاسو ددغو راکټی بریدونو په اړه هم د افغان دولت په څیر چوپه خوله یاست نو له دې څخه معلومېږی چې یا خو د پاکستان د ګټو لپاره کار کوۍ او د هغوی له اجازی پرته حتی خبری هم نشی کولای او که خپلواک یاست او رښتیا هم د افغانستان د خاوری د ساتلو او د بهرنیو اشغالګرو په وړاندی روا مبارزه کوی.

نو بیا ولی خپل اواز نه پورته کوی د امریکی متحده ایالاتو په ګډون د څلوېښتو زبرځواکونو سره همدا اوس جنګیږی نو یو څلوېښتم هېواد دې پاکستان وې څه پروا کوی او خپل غږ پورته او عملی اقدام وکړۍ چې په دې سره به له یوې خوا د افغانانو په زړونو کې خپل ځایونه پیدا کړی او له بلی خوا به ستاسو هغه شعارونه اوپیغامونه هم رښتینی بڼه غوره کړي چې وایې موږ په افغانستان کې روا مبارزه او د بهرنیو اشغالګرو په وړاندی جنګیږو.

نو که تاسو هم د افغان حکومت په څیر چې د خیر تمه ورڅخه نه کېږی او همداسی بې تفاوته پاتې شی نو سبا تاریخ به ستاسو په اړه څه قضاوت وکړي چې د بهرنیو اشغالګرو په مقابل کې جګړه کوله خو پاکستان چې له دغو زیات د افغانانو وینی زبیښلی او دبریدونو په اړه مو جتی یوه اعلامیه هم خپره نکړه چې دا بریدونه غندو.

خو افغانان اوس پوهیدلی چې تاسو او په کابل حکومت کې ستاسو په څیر نور جهادی مشران چې دا دیرش کاله د پنجاب په خوښه خپل ورونه په یو او بل نامه وژنۍ او افغانستان مو لوټی لوټی کړ او لا هم د پنجاب پروسه پرمخ وړې.

موږ نه پوهیږو چې تاسو د شخصي ګټو او د قدرت لیونیو ته ولې انسان او خپله خاوره ارزښت نلری او له خپلو ورونو له وژلو څخه خوند اخلی تاسو په ځانمرګو بریدونو او بمی چاودنو کې وژنۍ دولت او ایتلاف ځواکونو په بمباریو او شپنیو عملیاتو کې وژنۍ او دا پنجابی ځواکونو که څه غیر مستقیم ستاسو په واسطه یې وژلو اوس مستقیم شروع کړه اخیر چاته وژاړو او چیرته لاړ شو چې داوطن تاسو ښاغلو ته پریږدو چې څه کوۍ پکی وکړي.

خو له لوی خدای تعالی څخه هیله لرو ډیر ژر به افغانی میندو ملاله او دنازو انا په غیږ کې د وزیر اکبرخان، ایوب خان ، داود خان اونورو اتلو په څیر بچی پیدا شی اودوښمن ته به غاښ ماتوونکې ځواب ورکړی خو ستاسو په اړه به افغانی تاریخ ښه قضاوت وکړی چې یوازی مو خپل وروونه وژل او خپلی ملی شتنمنۍ مو د شخصی ګټو او د قدرت لپاره د پنجابیانو په اشارو له منځه وړلی او بس.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011