Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه چارواکي : پر خوست هېڅ توغندی نه دی لګیدلی


چارواکي : پر خوست هېڅ توغندی نه دی لګیدلی

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 10 چنګاښ 1390 | وخت: 00:00

خوستد تېرې ورځې راهیسې دهېواد په یو شمېر غږیزو او انځوریزو رسنیو کې د خوست ولایت د سرحدي ځواکونو د قوماندان له قوله ویل شوي ، چې په تېرو۲۴ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خوست په دریو سیمو ۱۱ توغندي لګېدلي ، چې ځاني او مالي تلفات نه لري .

دخوست د ولایت مقام لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي د خوست د ولایت مشرتابه د پېښې د سپيناوي په خاطر هر اړخیزه پلټنه وکړه ، چې بالاخره جوته شوه، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري هېڅ داسې توغندی نه دی راغلی ، چې زموږ په خاوره لګېدلی وي .

په اعلامیه کې له ټولو رسنیو څخه غوښتنه شوې، چې له بې بنسټه راپورونو له خپرولو ډډه وکړي او په دې سره د هېوادوالو ذهنونه بې ځایه مشوش نه کړي .

په اعلامیه کې د رسنیو له مسؤلینو څخه دا هم غوښتل شوي، چې په داسې مسایلو کې د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر سره اړیکې ټينګې کړي او په دې سره خپل رښتیني او دقیق مالومات ترلاسه کړي .

فضل غني حقمل

کابل-افغانستان

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011