Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست د ځانګړې محکمې لخوا د برياليو وکيلانو نوملړ


د ځانګړې محکمې لخوا د برياليو وکيلانو نوملړ

پنجشنبه، 02 چنګاښ 1390 | وخت: 14:31

صديق الله حقيقله اوږده ځنډ وروسته بالآخره د ټاکنيزو شکايتونو د بررسۍ لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې خپله فيصله واوروله.

د ځانګړې محکمې د فيصلې پر اساس د افغانستان ولسي جرګې ته ۶۲ هغه وکيلانو چې د ټاکنو او شکايت اورېدني خپلواکو کميسيونونو يې په رايو کې درغلي کړې وه، لار وموندله.

 

د ځانګړې محکمې رييس ښاغلي صديق الله حقيق په کابل کې يوې خبري غونډي ته د دغې موضوع د اعلانولو پر مهال وويل چي هغو خلکو چې درغلي کړې او قانون يې در پښو لاندي کړی بايد څارنوالۍ ته معرفي شي او قانون ته ځواب ووايي.

د ځانګړې محکمې د چارواکو په وينا د ټاکنون خپلواک کميسيون په لويه کچه درغلي کړې ده، د هغوی په وينا ځينو کسانو سره له دې چې تر لسو زرو ډېري رايې يې اخستې وې، د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لوري يې رايي صفر اعلان شوې وې، چې د رايو له بياشمېرني وروسته يې اصلي رايې معلومې شوې دي.

د ځانګړې محکمې د رايو د بيا شمېرني پايلې ښيي چي په ځينو ولايتونو کې ټول بريالي وکيلان په درغلۍ ولسي جرګې ته راغلي دي.

د ځانګړې محکمې د رايو پايلې په ډاګه کوي چي د غزني ولايت د رايو په جنجالې موضوع کې لويه درغلي شوې وه.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د پايلو له مخې په غزني ولايت کې هيڅ پښتون وکيل نه وو بريالی شوی، خو د ځانګړې محکمې پايلې ښيي چې په غزني ولايت کې څلور سره پښتانه وکيلان د غزني ولايت د رايو په سر کې راځي. د بېلګي په ډول داود سلطان زوی چې د ټاکنو د کميسيون له لوري ناکام اعلان شوی وو، په اوسنيو پايلو کې تر لس زره ډېري رايي لري.

د ځانګړې محکمې په دغو پايلو کې د هرات شپږ وکيلان، د کابل او کندهار پنځه پنځه وکيلان، د غزني او بادغيس څلور څلور وکيلان، د سمنګان، بدخشان، کندز، فارياب او زابل درۍ درۍ وکيلان او د نورو ولايتونو يو او دوه وکیلان بريالي اعلان شوې دي.

 

د وکیلان نوملړ لاندي کتلی شئ:

 

هرات :

۱. نثار احمد غورياني

۲. رحيمه جامي

۳. زرين زرين

۴. ناصر عطايی

۵. وحيد طاهری

۶. معروف فضلی

 

کابل:

۱. جميل کرزى

۲. حاجي احسان صاحب زاده

۳. بيدار ځاځى

۴. عبدالقادر ځاځى وطندوست

۵. روبينا جلالي

 

کندهار :

۱. حاجي محمد ايوب

۲. حاجي محمد نور

۳. نيازمحمد

۴. حبيب لالى

۵. عبدالکريم اڅکزى

 

غزني :

۱. محمد داوود سلطانزوى

۲. عبدالحکيم دليلي

۳. مامور عبدالجبار شلګرى

۴. نياز محمد اميري

 

بادغيس:

۱. رييس محمد عمر

۲. حبيب الله قادسي

۳. عبداللطيف جان

۴. ازيتا رفعت

 

سمنګان:

۱. احمد خان سمنګانی

۲. رييس خيرالله

۳. محبوبه

 

بدخشان:

۱. څارنوال عبدالرووف،

۲. عبدالشکور واقف حکيمي

۳. منيره بهارکي،

 

کندوز :

۱. نورالدين بيګ،

۲. فضل کريم ايماق

۳. رييسه حسين خېل

 

فارياب :

۱. ګل محمد پهلوان

۲. نجيب الله سليمي

۳. سلطنت کوهي

 

زابل:

۱. حميد الله توخى

۲. حاجي محمد اسماعيل زابلى

۳. تورپېکۍ

 

پکتيکا:

۱. محمود خان سلېمان خېل

۲. ډاکټر خديجه

 

خوست :

۱. حيات وزير

۲. ولى خان هيله من

 

فراه:

۱. مسعود بختور

۲. باقر

 

غور:

۱. مولوي دين محمد

۲. فضل احمد خان.

 

بغلان:

۱. عاشق الله وفا

۲. ډاکتر محمد نسيم مدبر

 

لغمان :

۱. ګل مرۍ لغمانۍ

۲. عبدالهادي واحدي

 

تخار :

۱. قاري محمد هاشم هيکل زاده

 

بلخ :

۱. محمد يوسف غضنفر

 

پکتيا:

۱. انجنير دلاور طوطی خیل

 

لوګر:

۱. انجنير اسدالله وفا

 

جوزجان :

۱. روزمحمد نور

 

نورستان:

۱. نورالله معمار

 

 

هلمند:

ميرولي

 

ننګرهار:

۱. مطيع الرحمان شينوارى

 

ميدان وردګ:

۱. وحيد الله کليمزى

 

سرپل:

۲. حاجي محمد پاينده

 

د کوچيانو حوزه:

۱. عبدالقادر کوچى

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011