Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان اسلامي ليکني ساینسي معجزې په قران کریم کې


ساینسي معجزې په قران کریم کې [لومړۍ برخه]

شنبه، 28 غبرګولی 1390 | وخت: 21:25

ساینسي معجزې په قران کریم کېدکتاب نوم : قران اونننۍ ساینس

راټولونکی او ژباړن: پوهنمل محمود نظری

قران کریم د خدای (ج) کلام د ی چې پر محمد (ص) د جبریل (ع) په واسطه نازل شوی دی او بیا د هغه لخوا و خپلو همراهانو ته دیکټه شوی او هغو دا کتاب په یاد کړۍ، لیکلۍ او بیا یې دوباره د محمد (ص) سره د سره کتلۍ دی او خپله محمد(ص) هر کال یووار بیا نازل شوي آیاتونه د جبریل (ع) سره له سره کتلي دي او د ژوند په وروستي کال کې یې ټول قران کریم دوه واري له سره کتلۍ دی. له هغه وخت راهیسې تر اوسه هر کال په زرګونه خلک ټول قران کریم سر تر پایه په یادوي ان ځینې ماشومان تر لسو کلنۍ پوري ټول قران کریم حفظ وی . په دې(۱۴ )پېړیو کې یې ان یو تورۍ هم نه دی تغییر او تبدیل شوی.

قران کریم چې(۱۴۰۰)کاله مخکې نازیل شوی داسې شواهد و ته یې اشاره کړې ده چې اوس اوس د ساینس پوهانو لخوا هغه په ثبوت رسیدلې او یا رابرسیره (کشف )شوي دي . دا ټوله منکرانو ته دا ثابت وې چې رښتیا قران کریم ټکي په ټکي د الله ( ج) کلام دی او پر محمد (ص) رسول د پاک خدای(ج) لخوا نازل شوی دی، او هغه قران کریم نه دمحمد(ص) او نه د بل چا اثر دی دا هم ثابتوي چې رښتیا محمد (ص) د الله (ج) رسول دی دا هغه شیان دي چې( ۱۴۰۰ )کاله مخکې ویل شوي دي چې ځینی یې اوس د ساینسي نوی پرمختللو وسایلو او میتودونو په واسطه رابرسیره، جوت او ثابت شوي دي .

 

فضا:

د فضا په هکله په قران کریم کې درې مبارک آیتونه راغلي دي.

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۵۵:۳۳«... اې ټولیه د پیریانو او انسانانو که چیری قدرت لرئ تاسي چې بهر ووځئ[نفذوا] له څنډو د آسمانونو او مځکې څخه پس ووځئ وبه نه وځئ مګر[ سُلطن ] په قوت او زور سره»

۱۵:۱۴-۱۵« ...په هغه ‎(دروازه) کښې چې تل ختل (اسمان ته) نو خامخا به یې ویلي وو بیشکه هم دا خبره ده چې [سُکرت]یا خیره شوي دي سترګې زموږ بلکه یو قوم یو چې جادو راباندې کړي دوی وي»

د انګریږی(if) د عربي (اِن) دشرایطو او امکاناتومانا لري یعنی فرضیه د رسیدولو یا نه رسیدولو ده .

په عربي کې (حتی) او(ان)د امکان او(لا) د نه امکان مانا ورکوي.

په قران کریم کې دلته جین او انس ته اشاره کوي:

د(نفذوا) مانا د ( د کازیرنیرسکایز) ډکشنري په اساس :مستقیم تیریدل او د بدن بلي خواته راوتلو ته وایي لکه : غشی

نو دلته د ژور نفوذ کولواو بلي خوا ته د راوتلو مانا ورکوي.

د( سُلطن ) لفظ ويوې پروژې ته د رسیدولو په مانا ده بېله شکه د دې مبارک ایت نه مالومیږي چې یو ورځ به انسان پورته آسمان ته وخېژي نه یوازې آسمان ته بلکې د مځکې دننه به هم د څېړنې او سپړنې لپاره تا شي.

او په دوېم او درېیم مبارکوآیتو نو کې چې خدای (ج) د مکې کافرانو ته خطاب کوي او فرمایي:

که ان د آسمان دروازه خلاصه شي او هغوی را پورته شي هغوی به په مغشوش نظر وګوري لکه هغه چې ډیر نشه وي یا داچې چا کوډي پر کړي وي.

کله چې په (۱۹۶۱) کال کې دانسان سفرو فضا ته پیل شو او د هغه ځایه مځکې ته وکتل شول هلته آسمان لکه د مځکې نه چې مالومیږي شین نه، بلکه تک تور مالومیدئ ځکه د لمر وړانګې چې د مځکې په اتموسفیر ولګیږي نو آسما ن موږ ته تک شین مالومیږي خو هلته مځکه په تور آسمان کې په شین شپول کې نغښتي ښکاریږي:

د مځکې هغه خوا چې د لمر خواته ده روښانه او نیمه بله خوایې تیاره مالوميږي. کله چې مځکه په خپل مدار څرخي روښنایې هم هغسې پاته کیږي اوپه بل نیم اتموسفیر کې يې یو انتقالي خوځون (حرکت) لیدل کیږي او په(۲۴) ساعتو (ګړیو)کې همداسې په بله خوا کې هم په عین وخت کې یو انتقالي حرکت لیدل کیږي . که څوک په دې حالت کې مځکې ته وګورئ تاسو به له هېښتیا نه داسې سوچ وکړئ چې تاسو نشه یاست یا چا کوډي در باندی کړي دي .ځکه د انسان سترګې ورته مبهوت پاته کیږی لکه هغسې چې قران شریف اشاره ورته کړې ده :

 

د کایناتو پیداېښت:

د کاسمو لوژي تیوري او څېړنې دا ښیي چې په یو وخت کې ټول کاینات هیڅ شی نه وو مګر یو لوګی(یو مبهم ډیر کثافت لرونکی شی او تاوده ګازونه) او یوه ا وریځ وه .

دا دستنډرد اونننۍ کاسمولوژي یو منل شوی اصل دی چې تر اوسه د دې لوګیزو موادو نه نوي ستوري د پیداکیدوو په حال کې لیدل کیږي.

دا دشپې په آسمان کې چې د استوري مالومېږي د دا ټوله له همدې دود یا لوګي نه جوړ شوي اجرام دي .

په دې هکله قرانکریم فرمایي:

۴۱:۱۱«بیایې اراده وفرمایله آسمان ته حال دا چې دغه آسما ن یو لوګی [دُخان] وو»

ډاکټر( الفریدکرونر)د جرمني د میونیخ د پوهنتون د جیولوژي نامتو پروفیسور وایي:

سوچ وکړئ محمد(ص) له کومه ځایه پوهیدی ؟زه فکر کوم دا ناممکنه ده(۱۴) پېړۍ مخکې دي څوک د کایناتو په منشا پوه وي ځکه ساینس پوهانو اوس دا څو کاله مخ کې د ډیرو لوړو تکنالوژي د میتودونو په مرسته دا رښتیا وموندله او څورلس سوه کاله مخ کې څوک په هستوي فزیک پوهیدئ؟ چې ووایي آسمانونه او مځکه یوه منشا لري.

 

د منی(سپرم) پیداینه:

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۸۶:۵-۷«نو ودی ګوري انسان چې له څه شی څخه پیدا کړۍ شوی دی.

پیداکړ شوی دی له اوبو ټوپ وهونکیو څخه په رحم کښې هسې اوبه(مني)چې راوځي له منځه د( شا ) او له هډوکیو د سینو څخه»

د جنین په پړاو کې د نارینه تولیدي اورګان خوټې(خصیه) او د ښځې تخمدان(اوري) د بډوډۍ او د شاشمزی دیولسم بنداو دولسمي پښتۍ تر منځ واقع وي چې بیا وروسته دااورګانونه کښته کیږي د ښځیو اوري یا تخمدان ( پلویکس یاکونغری) ته رسیږی او د نارینو هغې لاندی تګ ته ادامه ورکوي او مخکې له زېږېدو د( اینجینل کانال )له لاري(سکروتم) ته رسیږي ان په ځواني کې لا هم تولیدي اورګان کښته ځي د دې اورګان عصبي رشتې اود وینو زیرمه د ګېډې شریان (ابدومینل اروتا) ته رسیږي چې دا ساحه د شا تیر یا ستون فقرات او پښتۍ تر منځ پرته ده

 

د انسان د جنین وده :

په قران کریم کې دانسان د جنین د(پړاونو) مرحلو په هکله داسې راغلي دي :

۲۳:۱۲-۱۴«او قسم دئ خامخا په تحقیق پیدا کړی دي موږ آدم له خالصو خټو نه بیا وګرځاوه موږ دغه نطفه په یوه ټېنګه قرارګاه [قرارم ] کښې بیا وګرځوله موږ دا نطفه د وینوټوټه[ علقه] بیا وګرځوله موږ دا[مضغه] بوټۍ د غوښو هډوکو بیا وروسته ور واغوستله موږ دې هډوکو ته غوښه بیا مو پیداکړ دی په پیدایښت بل سره...»

د عربي لغت (قرارم) ساتنې ته وایي چې دلته يې موخه د جنین ساتل دي دلته د شا دتیر چې د شا عضلات هغه لا قوي کوی د جنین ساتنه کوی او هم د( امینوتیک کڅوڼې) چې د(امینوتیک مایع) لري لخوا یې ښه ساتنه کیږی نو جنین لکه چې ویل شوی دي په ښه ټینګ اوحمایه شوی ځای کې اوسیږي.

 

په عربي کې( علقه) درې ماناوي لري:

لومړۍ يې وینه اخېستونکۍ ، دوېم ځړېدلۍ (معلق) شی او درېیم يې د وینويوه ټوټه.

که د وینه اخیستونکي و مانا ته وګورو په لومړي پړوا کې جنین د مور له وینو نه تغذیه کوي.

که د(علقه) دوېمي مانا ته وګورو معلق (ځړېدلۍ) شي ته وایي په دی پړاو کې جنین د مور په رحم کې معلق مالومیږي.

که درېيمي مانا ته یې وګورو.د جنین بهرنۍ بڼه لکه د وینو یوه ټوټه مالومیږي ځکه په دې پړاو کې په جنین کې ډیره وینه راټولیږي او تر درېيمي اوونۍ پوري وینه په جنین کې نه بهیږی نوځکه جنین لکه یوه ټوټه د وینو وي نو دا د علقه درې سره ماناوي په جنین کې صدق کوي .

او په دوېيم پړاو کې (مضغه)چې په عربي کې یې مانا زبیښونکي مواد دي

په دې پړاو کې د جنین بڼه دد غاښود نښاني په ډول زبیښونکي مواد غوندي نیسي ځکه په دې پړاو کې د جنین په شا کې کړۍ کړۍ شکلونه لکه د چنجانو لیدل کیږي.

آیا محمد (ص) (۱۴۰۰) کاله مخکې څرنګه په دې پوهیدئ؟ حال دا چې هغه وخت دا نننۍ وسایل او الکترونیکي مایکروسکوپونه نه وه کشف شوی.

(هیم )او (لیووینهوک) لومړي ساینسپوهان وو چې په (۱۶۷۷ )کې یې د انسان د سپرم حجره د وخت د پر مختللي مایکروسکوپ لاندي ولیدل هغوی چې د حضرت محمد (ص) نه یې زر کاله وروسته ژوند کاوه بیا یې هم په غلطۍ سره فکر کوی چې د سپرم حجره د ډیر وړوکي ماشوم بڼه لري اود ښځې په رحم کې کرار کرار وده کوي

پروفیسور(یمیریتوس کیت موری) د نړۍ نامتو ساینس پوه چې د کانادا دترانتو د پو هنتون د حجرې او اناتومي استاد دئ د خپل د (انسان د ودې) نامه په کتاب کې چې تر اوسه پر اتو ژبو ژباړل شوئ دئ او د امریکا له ښو کتابو نه ګنل کیږ ی کې لیکي:

دا ماته د افتخار ځای دئ چې د انسان د ودې په تشریح کې مې مرسته وکړه دا واضح ده چې دا کلام د خدای لخوا و محمد (ص) ته را لیږل شوی دئ ځکه دا مالومات څو پیړۍ وروسته روښانه شوي او دا ثابتیږي چې محمد(ص) رسول د خدای(ج) دئ .

بیا د موري نه وپوښتل شوه: آیا ته دا منې چې قران کریم د خدای کلام دئ ؟

هغه ځواب ورکړ : په دی کې هیڅ شک نشته.

الله (ج) په قران کې فرمایی:

۸۲:۷-۸«هغه چې پیداکړۍ یې ته نو برابر یې کړي ته پس موازینه یې کړي ته په هر شان (کامل) صورت سره چې ویې غوښته پیوند یې کړي ته».

 

د جنس تعین:

د جنس تعین په جنین کې دنر سپرم په واسطه تعینیږي نه ده ښځې د تخمې په واسطه.

د کوچني جنین( ۲۳) جوړې کروموزوم ايکس ايکس ( xx)یا ایکس وای (xy) اړه لري نو د جنس تعین یوازې په هغه سپرم اړه لري چې تخمه القاح کوي که د ایکس( x) سپرم تخمه القاح کړه ماشوم جنۍ او که د وای(y )تخمه القاح کړه نو ماشوم هلک راځي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۵۳:۴۵-۴۶« بیشکه هغه (الله) پیدا کړي یې دي جوړې نر او ښځه له یوه څاڅکۍ اوبو(مني) څخه کله چې وڅڅاوه شي په رحم [تمنی ]کښې».

د( نطفه) عربي مانا ده دمایع یولږ مقدار د ( تمنی) مانا ده انزال یا بهر کیدل نو نطفه اشاره و سپرم ته ده چې خارجیږی او جنس تعینوي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۷۵:۳۷-۳۹«آیا نه د دغه یوه څاڅکۍ له مني څخه تویوه شی(رحمونو) بیا و دې یوه ټوټه د وینو پیداکړ الله (د اندامونویې) پس برابر کړ نو پیداکړله هغه څخه جوړه نارینه ښځه...»

تر اوسه ځینې خلک ښځه د جنس په تعین کې پړه بولي حال داچې د نر سپرم د جنس تعین کوونکۍ دئ.

 

د ماغ اکبر:

خدای(ج) په قرانکریم کې د هغه سړي په هکله چې محمد (ص)یې په کعبه شریفه کې له لمانځه نه منع کوئ وایي:

۹۶:۱۵-۱۶«...قسم دئ که نه شو منع نو خامخا به یې سخت را کاږو په وېښتو د تندي [ناصیه] دا ناصیه درواعجنه او ګناهکاره ده»

 

ولي قران کریم وایي د سر مخکنې برخه درواغجنه او ګناه کاره ده؟

ولي قران کریم نه دي ویلي ګناه کار او درواغجن سړی؟

د سر د مخکنې خوا د درواغو او ګناه سره څه اړیکې لرې؟

 

که دانسان د سر اسکلیت کې دسر مخکنۍ برخه وګورو دا د دماغ اکبر مخکنۍ خوا ده. فیزیو لوژي د دې برخې د دندې په هکله د فیزیولوژي او اناټومي د اساساتو کتاب کې داسې لیکل شوي دي: د سر د مخکنۍ بر خه (پریفوتل اریا )د هیجاناتو ، د وړاند وینو ، دپلان او ابتدایې حرکاتو مرکز دئ چې د کارټکس دیو ځای کیدو ساحه ده . همدارنګه داکتاب وایي: د ا چې دا برخه په هیجاناتو کې دخیله برخه ده همداسې فکر کیږي دا ساحه د تجاوزي کارونو مرکز هم وي.

که څه هم دا برخه د ښو او بدو هیجاني حرکاتو د پلان مرکز دئ خو د درواغو او رښتیا ویلومسولیت یې هم په غاړه دئ. نو دا ثابیږي چې دا ساحه د ګناه ډکه او درواغجنه برخه ده دا موضوع اوس د ساینس پوهانو لخوا په دې وروستیو شپیتو اخیرو کلو کې کشف شوی ده.

 

غرونه:

پروفیسور (ایمریتیس فرانک پریس) چې د امریکا دپخواني رییس جمهور جیمی کارتر د ساینس د چارو سلاکار وو او دولس کاله د واشنګټن د ساینس او ملي اکاډېمۍ رییس وو په خپل کتاب (ځمکه) چې د نړۍ په ډیرو پوهنتونوکې د اساسی ریفرنس او درسي کتاب دئ لیکي:

غرونه د مځکې لاندی بنیادي جرړي لری دا جرړي په مځکه ننوتلي دي چې د موږي یا میخونو بڼه لري دا هغه شی دئ چې قران کریم هغه( ۱۴) پیړۍ مخکې تشریح کړی دي الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

سوره۷۸:۶-۷

«آیانه ده ګرځولې موږ مځکه بستر(فرش) ، او غرونه[اوتادا] میخونه؟»

دمځکې پر سر غرونه لکه میخونه د ي چې دا جرړي د مځکې لاندی پټ دي، د ساینس په اساس لومړی تیوری چې ویل شوی غرونه ژوري جرړي لري په (۱۸۶۵ )د ( منجم رویل .سر جورج هیري )ویلي دي هغو ویل: غرونه د مځکې دقشر په ثابتوالی کې مهم رول لري او د مځکې د ښوریدو اوخوځښت خنډ ګرځي.

الله (ج) په قران کریم کې ویلي دي:

۱۶:۱۵« او غورځولي یې دي پر مځکه بارونه (غرونه) لپاره ده دې چې ونه ښورېږي مځکه پر تاسو باندي ...»

د پلیټ نیولونننۍ تیورۍ ثابتوي چې غرونه د مځکې موازینه ساتي دا تیوري چې غرونه د مځکې موازینه ساتي په کال( ۱۹۶۰)کې ویل شوي ده.

د جیولوژي په اساس د مځکې شعاع(۶۰۳۵ )کیلو متره ده د د بحر لاندی د ځمکې قشر( ۵)کیلومتره دئ او د غرونو لاندي دا قشرتر( ۸۰) کیلومتر پورې رسیږی هر څومره چې دمځکې قشر نرۍ کیږي په هم هغه اندازه د مځکې د ښوریدو دامکانات ډیر یږي.

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۲۱:۳۱«او پیدا کړی موږ په مځکه باندې درانه غرونه ولاړ چې ونه خوځیږي دا مځکه په دوی، ګرځولی دي موږ په په دغه(مځکه) کښې ارتي لاري دپاره د دې چې دوی لاري ومومي»

آیا د حضرت محمد (ص) په وخت کې خلک د غرونو په اساسي شکل پوهیدل؟ ان چا دا ګمان کولای شوچې دا جامد غرونه په مځکه کې غږیدلي دي او جرړي لري لکه چې اوسیني ساینس پوهانو هغه تایید کړې ده.

معاصري اونننۍجیولوژي هم دا د قران کریم سوره تصدیق کړی ده .

 

د مځکې څرخېدل:

الله (ج) په قرانکریم کې فرمایي:

۳۹:۵«پيدا کړی دي آسمانونه او مځکه په حق سره تاووي[کور] شپه پر ورځي او تاووي ورځ په شپه او مسخر کړی لمر او سپوږمۍ چې هر یو روان دي تر مسمی شوی نېټې پوري...»

د عربي لغات (کور) اصلي مانا د انګریزي (کویل) سره یو شی ده لکه پر سر باندی لونګۍ پیچل .

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۲۷:۸۸«...او وینې به ته غرونه ګمان به کوې ته پرهغو چې کلک ولاړ دي حال دا چې دوی به ځی تیریږی په شان د اوریځي ...»

 

بحرونواو سیندونو:

دنننۍ ساینس د کشف په اساس هلته چې دو بحرونه سره یو ځای کیږی د هغو تر مینځ یو حایل شته دا حایل د دوو هغو بحرونه تر منځ چې متفاوته تودوخه ،مالګینتوب او کثافت لري شته د مثال په توګه د مدیترانې بحراوبه نسبت د اتلانیک د بحر اوبو ته تودې، مالګینې او لږ کثافت لرونکی دي.

 

نوکله چې په (ګبریال درشل) کې د مدیترانې دبحر اوبه د اتلانیک بحر ته د څو کیلو مترو په اوږدوالي او د زرو مترو په پلنوالي ننوځي دا اوبه هلته ثابتي پاته کیږي د بحرغټي چپې ، مدوجذر او قوی جریانات دا اوبه نه سره ګډوي او دااوبه د یو بل سره نه ګدیږي .

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۵۵:۱۹-۲۰«..بهولی یې دي دوه بحرونه سیندونه چې یو ځای ښکاریږي په منځ د دواړو کښې یو مانع ده چې نه ګډېږی یو په بل باندی»

خو کله چې قران کریم وایي د خوږو او ترخو اوبو تر منځ یو جلا کوونکۍ شته چې دو ی نه پرېږي سره ګډي شي .

الله (ج) په قرانکریم کې فرمایي:

۲۵:۵۳«..خوشي کړي یې دي دوه بحرونه سیندونه چې دغه خوږ دئ ډیر خوږ چې تنده ماتوونکۍ او هغه تریو دئ او ګرځولې ده (الله) په منځ د دغو دواړو کښې یوه مانع او[برزخ] منع کوونکي حصه ..»

که یو سوال وشي چې ولي قران کریم د خوږو او ترو اوبو تر منځ کښې مانع وایي .؟او د بحرونو تر منځ بیا مانع اومنع کوونکي حصه وایي؟

نننۍساینس دا کشف کړېده چې د بحر په هغه کوشنۍ برخه چې سیند ته ننوځي اوهغه ځای کې تروې او خوږې اوبه سره یو ځای کیږی نو خوږې اوبه د تروواوبو نه جلا وي او د دوی تر منځ یو( پیکنوکلین زون )جوړیږي چې کثافت یې ددې دواړو اوبو نه توپیر لري ددې جلا کوونکي زون مالګه هم د دې خوږو او تروو اوبو نه توپیر لري

دا معلومات اوس په دې وروستیو کلنو کې د ډیرو پر مختللو وسایلو چې د بحرونو تودوخه،د مالګې اندازه ، کثافت او په اوبو کې دمنحل شوی اکسجن اندازه مالوموي کشف شوي دي د انسان په سترګو دا توپیرونه نه مالومیږی او ټوله ورته یو ډول ښکاري.

 

 

دبحرونو د تل چپې:

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۲۴:۴۰«..یا په شان د هغو تاریکیو دي په ژور بحر کښې چې پټ کړۍ وي سره یو موج د پاسه بل موج وي او د پاسه د دغه ( موج)اوریځ وي تیارې دي چې ځينې ددې د پاسه د ځینو نورو دي کله چې راوباسئ لاس خپل نه وي نژدې چې ووینئ دغه ( لاس خپل) او هر هغه چې نه وي ورکړی الله ده ته نور رڼا نو نشته ده ته هیڅ نور رڼا»

دا مبارک آ یات د بحر ونو په تل کې د تیارو خبري کوي چې هلته که انسان لاس راوباسي هغه خپل لاس نه شوی لیدلی، د بحر لاندې دا تیاره د دوه سوه مترو نه پیل کیږي په دې ژوروالي کې روښنایي نه شته او د زر مترو په ژوروالي کې بیا بلکل روشنایي نه شته انسان نه شوی کولای تر څلوېښتو مترو نه زیات ژور په اوبو کې بېله دې چې په ځانګړو وسایلو مجهز وي ولاړ شي . او بل داچې د بحرونو لاندی ژوروکې څپې او موجونه شته او د هغه دپاسه نوري څپې شته او دا دوېمي څپې بیا دبحر د سرڅپې او موجونه دي چې موږ هغه وینو ځکه په دې مبارک ایات کې راغلي دي چې دوېمی څپې لکه اوریځي دي

ساینس پوهان دداخلي څپو په هکله وایي دا داخلي څپې یا موجونه دي چې د مختلفو کثافت لرونکو اوبو تر منځ واقع کیږی دا داخلي څپې د بحرونوژوري اوبه پوښي ځکه ژوري اوبه لوړ کثافت لري اودا داخلي موجونه لکه د بحر د سر ،مخ چپې عمل کوي هغه لکه بهرني موجونه ماتیږي .انسان داخلي موجونه نه شوی لیدلای ځکه دا موجونه د تودوخې یا مالګې په توپیر سره په یوه ساحه کې را څرګند ېږي:

 

اوریځي:

ساینس پو هانو د اوریځو ډولونه مطالعه کړي او دا یې جوته کړې ده چې دباران اوریځ په یو معین سیستم کې شکل نیسي او جوړیږي چې دا د اوریځو او بادونو په ډولونو پورې اړه لري .

د باران یو ډول اوریځ د ( کومولونیمبوس) اوریځ ده (میتیورولوجستانو) په دې پوهیږي چې څرنګه اوریځ باران ، ږلۍ او تالانده جوړوي

د کومولونیمبوس اوریځ د لاندی پړاونو وروسته جوړیږي:

۱-اوریځي د باد په واسطه پورې وهل کیږي: د (کومولونیمبوس )اوریځ هغه وخت جوړیږي چې کوچنۍا وریځي(کمولس) د باد په واسطه یومرکزی ټکي ته پوری وهل شي.

۲- یوزایوالی: کوچنۍ ا وریځي سره یو ځای کیږی او غټي اوریځي جوړوي.

۳-خره کیدل: کله چې کوچنۍ اوریځي سره یو ځای شوې او غټې اوریځي یې جوړي کړې نو دا اوریځي کرار کرار پلنیږي چې دا پلنوالۍ په مرکزکې نسبت اړخو ته ډیر وي نو کله چې دا عمودي غټوالۍ ډیرشي نو اوریځي داتموسفیر یخو برخو ته پورته کیږي او هلته د اوبو او ږلۍ وړې دانې جوړوی او کرار کرار دا دانې غټیږي چې دا دانې درنې شوی نو د اوریځي لاندی خواته راځي اوبیا د باران او ږلۍ سبب ګرځي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۲۴:۴۳«آیا نه وینې ته چې بېشکه الله روانوي

شړی اوریځي بیا یو ځای والۍ فرمایي په منځ د دغو اوریځو بیایې وګرځوي لاندې باندئ قت قت نو ویني به ته ای ( انسانه) باران چې وځي له منځه د دې اوریځي ...»

میتیورولوجستانو اوس په دې وروستیو کلنو کې په ډیرو پرمختللي وسایلو لکه :الوتکو،کمپوترونو، سټیلاتونو او بالونونو په وسیله د اوریځو د جوړولو په بڼه او ساختمان پوه شوي دي.

دا ذکر شوی مبارک ایت داوریځي د جوړیدو وروسته د تالندې او ږلۍ په هکله داسي وایي:

۲۴:۴۳«... نازلوی الله له آسمانه غرونه د اوریځو چې وي په هغه غرونو کې ږلۍ پس رسوی الله دا ږلۍ هغه چا ته چې اراده و فرمایي او ګرځوي له هر هغه چا څخه چې اراده یې وفرمایي داتیزه روشنایي نژدې ده د هغو سترګې ړندې کړي»

(میتورولوجستانو) دا موندلې ده چې د (کومولونیمبوس) اوریځي هغه چې ږلۍ اوروي ۲۵۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰ فیټه یا (۷.۴-۷.۵) مایله لکه غرونه پلنوالۍ لري.

دمیتورولوجي په اساس هغه اوریځي چې ږلۍ اوروي هغه برقي کیږي :کله چې د باران څاڅکي د ږلۍ د دانو سره ومښلي یا ټکروکړي نو هغه څاڅکي کنګل کیږي اوخپله پټه انرژي ازاده وي دا انرژي بیا د ږلۍ مخ تودوي او د

یخي کرستل یې مخ پوښي اوالکترونونه د ساړه شیانو نه تودو شیانو ته حرکت کوی نو ږلۍ منفی چارچ اخلي همداسې کله چې د ږلۍ دانې د ډیرو یخو څاڅکوسره تماس وکړی د د ې یخو کوچنۍ څاڅکو د دړو مثبت چارچ ماتیږي؛ دا مثبت چارچ بیا د اوریځي پورته خوا ته ځي او ږلۍ منفي چارچ نیسي او اوریځي لاندې خوا ته ځي او هغې ته منفي چارچ ورکوي او دا منفي چارچ بیا د تندر سبب ګرځي نو ږلۍ د تندر د پیداکېدو مهم فکتور دئ لکه چې قران پاک وایي.

په( ۱۶۰۰) کې د (ارستوتل ) نظریه دا وه چې اتموسفیر دوه ډوله هوا تولید وي یوه سړه او بله توده .هغه ویل: د تندر ږغ د وچي هوا اوا وریځو د مښتلو څخه پیدا کیږي او بریښنا بیا د وچي هوا په بې شمې اورسره د سوځیدولو نه پیدا کیږي. دا هغه نظریه وه چې د اسلام په وخت کې هم خلکو باور پرې درلود.

 

د مځکې ګردیوالۍ:

په لومړي وختونو کې خلکو دا عقیده درلوده چې مځکه اواره ده او ویریدل چې د هغه نه ونه لویږي.

‎(فرانسیز درایک )لومړی سړی وو چې هغه په کال(۱۵۹۷ )که د بحري سفر وروسته وویل چې مځکه ګردۍ ده.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۳۱:۲۹«آیا نه وینئ چې بېشکه الله ننباسي[یولج] شپه په ورځ کښې او ننباسي ورځ په شپه کې او مسخر کړی دي تاسو ته لمر او سپوږمۍ هر یو روان دی تر ټاکلي مودې پورې»

یولج (ننباسي) مانا لري ،کرار او په تدریج سره ننیستل .

نو که مځکه اواره وای نو شپه په ورځ او ورځ په شپه به یو وار دفعتاً اوښتله نو دامبارک ایات دا مانا لري چې مځکه ګردۍ ده.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۳۶:۴۰«نه دئ لمر لایق دغه لره چې لاندې کړي سپوږمۍ ونه شپه ړومبۍ کیدونکي ده له ورځي او دغه ټول( فلکي اجرام) په اسمان کې چورلیدونکی [یسبحون] دی»

د یسبحون چې له (سباحه )نه اخیستل شوې ده لغوي مانا یې(حرکت، څلورو خواووته ګام (قدم )واهل او وضعي حرکت دئ)

(taymiyah )ابن تایمیحا ه چې (۱۳۲۸ )کي يې وفات کړی دې یو مشهورمفسیر ووهغه په مجموع الفتوا ه شپږم ټوک( ۵۶۶-۵۶۷) پاڼه کې لیکي : فلک چې جمع یې( الفلوه )ریښه یې فلکان ده ګردي شي ته وایي

هغه وایي: آسماني اجرام ټول ګردي دي نو لمر او سپوږمۍ هم فلک یعنی ګردي دي

ابن عباس وایی فلک څرخیدونکي ارغړۍ ته وایي

خلیفه رشید وایي «دحها »د شتر مرغ هګۍ ته وایي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۷۹:۳۰«.. او مځکه وروسته له دغه صافه [دحها]وغوروله»

د (دحها) مانا په هکله ( ا. یوسف علی) وایي دحها یوه معنی وسیع او پراخه او بله معنی یې د شتر مرِغ هګۍ ده نوځکه مځکه د شتر مرغ د هګۍ سره ورته بڼه لري.

د مځکې د ګردیوالي یو ثبوت د دوو ختیزو او دوو لویدیزو ذکر دئ:

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۵۵:۱۷«رب د دواړو مشرقینو او دواړو مغربینو دی »

دا دا مانا لري چې لمر په نیمه کره د ځمکې کې را پورته کیږی او بلي خوا ته غروب کوي دا یې یو ختیځ او یو لویدیځ او په بله نیمه کره کې بیا لمر دبل ځایه را خیژی او بل چیری لویږی دا یې دوېم ختیځ او لویدیځ که مځکه اواره وای نو یو ختیځ او یو لودیځ به ویل شوی وایي همدا علت دی چې په نیمه کره کې ورځ او عین وخت کې په بله نیمه کره کې شپه ده او د دواړو مغرب او مشرق سره توپیر لری.

همدا علت دی چې دلته د دوو ختیزو یا دوو لویدیزو فاصله نسبت له لویدیزه تر ختیزه واټن نه زیاته ښوول شوی ده ځکه دیوې نیم کرې د لمر ختلو ځای د بلي نیم کرې دلمر لوېدولو ځای دی

۴۳:۳۸«...کاشکی چې وي په منځ زما اوستا کښې لری والۍ لکه د مشرقینو...»

 

د لمر حرکت:

(کیپلر) لومړی سړی وو چې هغه ویل: لمر څرخي اوس دنننۍ ساینس له خوا دا جوته شوې ده چې لمرپه افقي ډول حرکت لري.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۳۶:۳۸«لمر [تجری] ځي په خپلی ټاکلي لارې [مستقر] باندې دغه اندازه ده د ښه غالب قوي ښه دانا »

د تجرې مانا ده کراراومنظم افقي حرکت کول

اود مستقر مانا ده هغه وخت او ځای چې ختمیږی.

(یوسف علی) وایي: مستقر درې ماناوي لري :

لومړی : محدود وخت

دوېم: د استراحت ځای

او درېيم: مسکن یا د ژوند کولو ځای

دلته یې لومړۍ مانا سمه ده او ځینې بیا وایي دویمه مانا یې سمه ده یعنی د شپي استراحت کوی چې د بلي ورځې لوبه پیل کړي ، چې موږ ته مالومیږی.

لمرپه (۲۵) ورځو کې یو وار په خپل محور را څرخي او په فضا کې یې حرکت( ۲۴۰) کیلومتره په یوه ثانیه کې دی او د هغه یو دور (۲۰۰) میلیونه کاله نیسي چې په فضا کې یو وار وڅرخي.

سپوږمۍ په( نوېښت نیمي) ورځو کې یو وار په خپل مدار را څرخي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۳۶:۴۰« نه دی لمرلایق دغه لره چې لاندې کړي سپوږمۍ او نه شپه ړومبۍ کیدونکي ده له ورځي او دغه ټول په آسمان کښې چورلیدونکي [یسبحون] دي ».

هر یو په فضا کې خپل مدار لري اوهر یو خپله خپله دحرکت لاره لري.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۱۰:۳۵«الله هغه ذات دی چې ګرځولي یې دي لمر ړون (ځلیدونکۍ) او سپوږمۍ روښانه او مقرر کړی یې دي هر یوه ته منزلونه لپاره د دې چې پوه شئ تاسو په شمیر د کلونو او په حساب...»

۳۹:۵« او مسخر کړی په کارلګولي یې دي لمراو سپوږمۍ چې هر یو روان دي تر نېټې په نامه کړی شوي پوري...»

 

د هر شی جوره(زوج) پیدا کول :

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۵۱:۴۹«او له هر چیزه څخه پیدا کړي دي موږ جوړې د پاره د دې چې تاسې پند واخلئ»

هر شی انسانان، ژوي او نباتات ان اتوم چې منفی او مثبت چارچونه لري جوړه پیدا شوي دي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۳۶:۳۶«پاکي ده هغه الله ته چې پیدا کړی یې دي دغه جوړې ټول له هغو څیزونو چې زرغونوي یې مځکه او له هغو څخه چې دوی یې نه پیژني»

هغه شیانولکه چې عرب نه پوهیدل چې نباتات هم نر او ښځه لري او انسانان تر اوسه هم په ډیرو شیانو نه پوهیږی نور هغه شیان چې خدای (ج‎) جوړې پیدا کړی شاید په راتلونکي کې انسان په هغه پوه شي.

انسانان ،ژوي او نباتات ټوله جورې لري یعنی نر او ښځه لري د نباتاتو د نر او ښځې په هکله لومړی ځل یو فرانسوی بوټانیست په (۱۹) پیړۍ کې دا نظر درلود او وروسته بیا یو هندی بوټانیست۱۹۲۱ د( بوس) په نامه دا موضوع نشر ته ورسوله چې ټوله نباتات ښځه او نر لري ان هره میوه ښځه او نر لری که د جواری ټانټه وګورو دهغه دواړو خواوو دانې نارینه او د مابین دانې یې ښځینه دی چې د دې ښځینه دانونه یې د نسل ګیرې دپاره استفاده کیږي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011