Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته نړۍ نړيوال مسايل کلتور او هنر د چې ګوارا د يادونو کتاب د هغه د مېرمني لخوا خپور شو


د چې ګوارا د يادونو کتاب د هغه د مېرمني لخوا خپور شو

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 28 غبرګولی 1390 | وخت: 16:38

ارنستو چې ګواراد ارنستو چې ګوارا د يادونو کتاب د (جنګيالي يادونه) په نامه د هغه د مېرمني اليدا مارچ له خوا چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د نړۍ د انقلابي او چريکي جنګياليو د مثال چې ګوارا د ژوندانه کېسي ليکل شوې دي.

د چې ګوارا مېرمني اليدا مارچ چې دغه کتاب يې را غونډ کړی او د (چې ګوارا د مطالعاتو مرکز) مشره هم ده د دغې کتاب په اړه وايي چي زموږ موخه د کتاب له خپرولو څخه داده چي د کيوبا او نړۍ خلکو ته د چې ګوارا کارونه، افکار او ژوند ور وښيو.

چې ګوارا خپلې خاطرې او يادونه په خپل قلم د خاطراتو په کتابچه کې ليکل، خو ويل کېږي چې د خاطراتو ځيني برخي يې ورکۍ شوې دي، له همدې امله کتاب په ځنډ سره خپور شو.

تر دې وړاندې د (موټر سايکل خاطرې) په نامه لاتينې امرېکې ته د چې ګوارا د سفرونو په اړه کتاب خپور شوی دی، چي په ټوله نړۍ کې په لوړه کچه خرڅ شوی دی. تمه کېږي چي دغه اوسنۍ کتاب به هم په ډېر تېراژ راونيول شي.

ارنستو چې ګوارا د ۱۹۲۸ کال د جون په مياشت کې په آرجانټين کې زېږېدلی دی. هغه يو انقلابي جنګيالی، طبي ډاکټر، ليکوال، روڼ آندی، د ګوريلايي جګړو مشر، ډيپلوماټ او نظامي کارپوه وو. د هغه ځانګړی سټايل او څېره په ټوله نړۍ کې د نمونې په ډول پاتې ده.

ارنستو چې ګوارا په ۱۹۵۹ کال کې د کيوبا د امريکايي پلوه حکومت پر ضد له فيډل کاسټرو سره يو ځای مبارزه وکړه او د کيوبا حکومت يې رنګ او هلته يې انقلابي حکومت جوړ کړ. ده په کيوبا کې د سفير، د مرکزي بانک د رييس او د صنايعو د وزیر په توګه کار کړی دی.

په ۱۹۶۶ کال کې چې ګوارا د انقلابي جنګياليو د مرستې لپاره کانګو ته ولاړ وروسته بوليويا ته لاړ، چي هلته د امريکې د استخباراتو په يوه بريد کې لومړی ونيول شو او وروسته ووژل شو، خو نوم يې تر ننه د نړۍ د خپلواکې غوښتونکو خلکو پر ټټر وهلی دی.

ويل کېږي د نړۍ ډېرو خلکو هڅه کړې چي د هغه له کارونو څخه تقليد وکړي. د شمال ټلوالي قوماندان احمد شاه مسعود هم ويل کېږي چي د هغه تقليد يې کاوه او ډېره هڅه يې کوله چې د ارنستو چې ګوارا په څېر کارونه وکړي او ځان يو انقلابي جنګيالی وښيي.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011