Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته ټکنالوژي تخنيک او نوې ټکنالوژي ليکني او خبرونه د سي آی اې په ويب پاڼه باندې هکرانو بريد کړی


د سي آی اې په ويب پاڼه باندې هکرانو بريد کړی

شنبه، 28 غبرګولی 1390 | وخت: 01:58

د سې آی اې نښاند لولز په نامه د هکرانو يوې ډلې د چارشنبې په ورځ خبر خپور کړ چي د امريکا د څارګرې ادارې په ويب پاڼه باندې يې کمپيوټرې بريد ترسره کړی دی.


د نوموړې ډلې په وينا د بريد په پايله کې يې د سي آی اې ويب پاڼه له کاره اچولې ده. د سی آی اې وياند رسنيو ته ويلي چي دوی د دې خبر په اړه په ګروېږنو بوخت دی.

د سي آی اې ويبپاڼه د چارشنبې د ورځې مازدېګر مهال په سمه توګه نه خلاصېدله. دا لا څرګنده نه ده، چې د سي آی اې ويبپاڼه د هکرانو د بريد له امله له ستونزې سره مخ وه او که د خلکو د ډېري کتني له کبله يې ستونزه درلوده.

د لولز په نامه د هکرانو ډلې اونۍ وړاندې د امريکا د مشرانو جرګې ويبپاڼه هم هک کړه او ځيني اسناد يې ترې غلا کړل. همدا راز ويل کېږي چي د سوني شرکت په ويب پاڼه هم دغې ډلي بريد تر سره کړی وو.

کارپوهان په دې آند دې چي يوويشتمه پېړی د شبکو د جګړې (سایبر وار) پېړی ده، يعنې په دغه پېړۍ کې به حکومتونه او ډلې د يو بل پر کمپيوټرو حملې کوي او له کمپيوټرو څخه به مهم اسناد غلا کوي.

د دغې جګړې يوه څرګنده نښه د ويکي ليکس ويبپاڼې اسناد دي، چي ويل کېږي د امريکا د حکومت مهم اسناد يې تر لاسه کړي دي.

 

هکر: هغه څوک چې په غير قانونې ډول له لري ځايه (له بل کمپيوټر څخه) د يو چا کمپيوټر ته ورننوځې او د هغه اسناد او مدارک ټول خپل کمپيوټر ته کاپي کوي. هکران د کمپيوټر او شبکې په برخه کې خورا ډېر معلومات لري او په دې برخه کې ډېر مهارت لري، نو ځکه کولی شي دغه سخت کار تر سره کړي.

یادونه: کمپيوټر او انټرنټ په هيڅ ډول محرم او پټ نه دی، نو له خپلو محرمو او مهمو اسنادو سره ډېر پام وساتئ.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011