Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته ټکنالوژي تخنيک او نوې ټکنالوژي کمپيوټر زدکړه د انټرنټ د کارولو لپاره ښه پروګرام کوم يو دی


د انټرنټ د کارولو لپاره ښه پروګرام کوم يو دی

شنبه، 28 غبرګولی 1390 | وخت: 00:44

ګوګل کرومڅنګه چې نن سبا په انټرنټ کې پرمختللې او په ښو آسانتياوو سمبالې ويب پاڼې جوړېږي، پخواني پروګرامونه لکه (انټرنټ اکسپلورر) د دې وړتيا نه لري، چي دغه وړ ويبپاڼې په سمه توګه ښکاره او وښيي.

د دې لپاره چې په نوې ټکنالوژي ولاړې ويبپاڼي په سمه توګه وکتل شي، نو يوه نوي انټرنټ ښوونکې پوستکالي (سافټ ویر) ته اړتيا ده، چي هغه يا (انټرنټ اکسپلورر ۸) ده او يا هم بل يو ستندرد پروګرام چي انټرنټ په سمه توګه ښودلی شي.

د ګوګل معتبرې کمپنۍ يو انټرنټ ښوونکی پروګرام جوړ کړی چي ګوګل کروم (Google Chrome) نومېږي. دغه پروګرام ټولي اوسنۍ آسانتياوي لري او کولی شي پرمختللې ويبپاڼې هم په سمه توګه ښکاره کړي. دغه پوستکالی ويب پاڼي په ډېره چابکۍ سره پرانېزي او نورې ډېرې ښې آسانتياوې لري.

د دې لپاره چي د غورځنګ ويبپاڼې دغه نوی ډيزاين په پرمختللې بڼه جوړ شوی، نو دغسي يوه نوې پروګرام ته اړتيا لري.

که غواړئ چي غورځنګ ويبپاڼه او نوري ستندرد ويبپاڼې په سمه توګه وګورئ، نو د ګوګل انټرنټ څارګر نصب لپاره لاندې پتې ته لاړ شئ، د انسټال تڼۍ کښېکاږۍ، پروګرام به په اتومات بڼه نصب شي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011