Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته تفريحي تفريحي او په زړه پوري مطالب غږ او انځور ارمسټرانګ لومړنی امريکايي فضا نورد


ارمسټرانګ لومړنی امريکايي فضا نورد [له غږ سره]

پنجشنبه، 26 غبرګولی 1390 | وخت: 21:14

نېل ارمسټرانګ لومړنی کس چي سپوږمۍ ته لاړلومړنۍ امریکایي فضانورد دی چې د لومړي ځل له پاره یې د سپوږمۍ پر مخ قدم ایښی دی

پوره نوم یې نیل ارمسټرانګ (Neil Armstrong ) دی . ارمسټرانګ د 1969م کال د

جولای په 16نیټه له

ځمکې څخه د ( Apolo 11 ) په نامه کیهاني بیړۍ کې دسپوږمۍ په لور سفر پیل کړ ، دیوې بلې وړې بیړۍ په مرسته د یوولسمې اپولو څخه جلا او په همدې ورځ د سهار په لسوبجو د سپوږمۍ پر مخ را ښکته شو ، ارمسټرانګ چې کله په سپوږمۍ کې خپل لومړی ګام کیښود نو په مخابره کې یې خپلې خبرې داسې پیل کړې : دا لومړی کوچنی ګام چې اوس ما دسپوږمۍ پرمخ ایښی په حقیقت کې هغه ستر ګام دی چې دانسانانو له خوا پورته شوی دی . ارمسټرانګ دوه نیم ساعته په سپوږمۍ کې پاتې شو او هلته یې لومړی یو یادګاري څلی او د امریکې د متحده ایالا تو ملي بیرغ ودراوه وروسته یې دسپوږمۍ دمخ دخاورو او ډبرونمونې راټولې اوبیایې له ځان سره ځمکې ته راوړې . همدارنګه ارمسټرانګ دسپوږمۍ پر مخ دعلمي څیړنو له پاره لابراتواري لیږدوونکي تجهیزات او وسایل هم ځای پرځای کړل ، ارمسټرانګ د 1930م کال داګست په 5 نیټه دامریکې د ( اوهایو) په ایالت کې زیږیدلی او د دوو زامنو پلار دی اختصاصي زده کړې یې دفضایي انجینرۍ په څانګه کې دامریکې د پوردو ( Pordue) په پوهنتون کې بشپړې کړې دي او د ماسټرۍ دیپلوم یې د جنوبي کلیفورنیا له پو هنتون څخه تر لاسه کړی دی یو شمیر افتخاري او ویاړمنې دکتوراوې یې هم له بلا بیلو پوهنتونونو څخه اخیستي دي ، ارمسټرانګ دخپل ژوند په بهیرکې بلا بیل مډالونه او ویاړونه هم ترلاسه کړي دي لکه په 1969م کال کې د ( H. Goddard) یا دګاري انعام په 1969م کال کې د

 

( R. J. collier) انعام او په 1978م کال کې یې د کیهاني کنګرې ویاړمن مډال ترلاسه کړی دی .

نېل ارمسټرانګ لومړنی کس چي سپوږمۍ ته لاړدندې او وظیفې :

ارمسټرانګ د ( 1942 ــــ 1952‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏م ) کلونوپه موده کې د امریکې د ملي اردو د پیلوټ په توګه دنده لرله چې د کوریا دجګړې پر مهال یې 78 جګړه ییزې الوتنې تر سره کړې دي .

ارمسټرانګ د ( 1971ـــــ 1979م ) کلونو تر منځ د خلایي انجینرۍ په برخه کې د سنسناټي ( Cincinnati) په پوهنتون کې داستاد یا پروفیسور په توګه دنده ترسره کوله او د تدریس تر څنګ یې علمي څیړنې هم تر سره کولې .

نیل ارمسټرانګ د ( N. Y All . systems . Inc. Deer park ) دکمپنۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده .

ارمسټرانګ په ( NASA) دامریکا د هونوردۍ دعلومو ملي کمیټه کې دخپلې دندې تر څنګ د څیړونکي پیلوټ په توګه د ( Cleveland) په ( Lewis) لابراتوارکې هم خپلې علمي څیړنې مخ ته بیولې ، وروسته بیا د کلیفورنیا د ( Edvard AFB) سټیشن د زیاتې چټکتیا دالوتنې مرکزونوته تبدیل شو هغه د دې سټیشن له وتلو پیلوټانو څخه و چې کولای شو له هغې جملې نه ( 400 mph, x15) الوتکې نوم واخلو ، چې ارمسټرانګ په ښه توګه چلولی شوه .

نوموړي له 200 څخه زیاتې بیلابیلې الوتکې هواته پورته کړي چې په هغو کې جټ ، هلیکوپتر ، او بې موتوره الوتکې هم شاملې دي .

ارمسټرانګ د ( 1970ــــ ( 1971م کلونو په موده کې دناسا دمرکزي ادارې دپر مختللې څیړنې او ټکنالوژۍ د فضایي علومو دادارې دهماهنګۍ د مرستیال په توګه هم دنده ترسره

کړې ده خوپه 1971م کال کې یې له ناسا څخه استعفا ورکړه .

 

په سپوږمۍ کې د ارمسټرانګ وينا دلته واورئ

دا لومړی کوچنی ګام چې اوس ما دسپوږمۍ پرمخ ایښی په حقیقت کې هغه ستر ګام دی چې دانسانانو له خوا پورته شوی دی .

عطا محمد میاخېل دکابل

پوهنتون دساینس پوهنځي استاد



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011