Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني قانوني او عبدالله ايساف ته د افغانانو وينه په ۲۰۰۱ کې وربښلې وه


قانوني او عبدالله ايساف ته د افغانانو وينه په ۲۰۰۱ کې وربښلې وه

چارشنبه، 25 غبرګولی 1390 | وخت: 18:09

د آیساف او قانونی او عبدالله تر منځ تړونپه هېواد کې خپرېدونکې د ويسا ورځپاڼې او په انترنت د شمشاد تلويزيون ويبپاڼې داسې اسناد خپاره کړې دي چې له مخې یې په ۲۰۰۱ کال کې د وخت د کورنيو چارو وزير محمد يونس قانوني او د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله چې د شورای نظار غړي دي د نړيوالو ځواکونو (ايساف) سره تړون لاسليک کړی دی چې له مخې یې ايساف د افغانستان په خاوره کې هر ډول ځمکني او هوايي بريدونه کولای شي او د ايساف پرسونل که په افغانستان کې جرم وکړي د دې تړون له مخې به هغوی په افغانستان کې نه محاکمه کېږي.

په دې تړون کې راغلي دي چې ((ایساف ځواکونه ازاد دي چې د افغانستان په خاوره او هوا کې هر ډول اقدامات ترسره کړي . )) په تړون کې افغانانو ته هر ډول اوښتی زيان بهرنيو ځواکونو ته بښل شوی دی. په دې استعماري تړون کې راغلي دي چې ((د ایساف او د دوی کسان افغانانو ته د تاوان اوښتلو پر مهال جبرانونکي ندي . ))

دا اوس روښانه شوه چې بهرنيان ولې په سرو سترګو په افغانستان کې جرمونه کوي، کورونه بې اجازې تالاشي کوي، بې ګناه خلک وژني او د زندانونو تورو تمبو ته بې له قانوني مراحلو د پلي کولو بې ګناه افغانان وراچوي. په دې تړون کې راغلي دي چې ((د ایساف غړي د جرمونو پر مهال په افغانستان کې نشي ماحکمه کیدای .)) همدا لامل دی چې بهرني ځواکونه او پرسونل یې په افغانستان کې هر ډول جرمونه بې له دې چې څوک ورسره د تحقيق او محاکمې واک ولري ترسره کوي.

د يادونې ده چې د طالبانو د سقوط په مهال د شورای نظار او د شمالي ټلوالې نورو ګوندونو او غړو د بهرنيو ځواکونو هرکلی وکړ او د ډېرو افغانانو د وژلو په مقابل کې یې په لسګونه مليونونه ډالر تر لاسه کړل.

د امريکايي ليکوال باب ووډ په کتاب کې راغلي دي چې امريکا کابو ټوله شمالي ټلواله په ۷۵ مليونه ډالره واخيسته. په انترنت په يوه خپره شوې ويديو کې د شورای نظار غړي عبدالله عبدالله هم اقرار کړی دی چې له امريکايانو یې ملیونونه ډالره اخيستي دي.

عبدالله عبدالله او ورسره نور ملګرو یې د جهاد په مهال هم د روسانو سره سوله کړې وه او جهاد یې نه کاوه.

دا شرمونکی تړون په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې په افغانستان کې د امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو لپاره کمپاين روان دی چې له مخې یې امکان لري امريکا ته په افغانستان کې د اډو جوړولو اجازه ورکړي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011