Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه کرزی: طالبان د وطن د آزادۍ د لارې اتلان دي


کرزی: طالبان د وطن د آزادۍ د لارې اتلان دي

چارشنبه، 25 غبرګولی 1390 | وخت: 17:28

طالباند پاکستان ورځپاڼې تقریبا د هرې جنایي پیښې د راپور په پای کې دا جمله خامخا لیکي: ... ملزمان پر تیښتې بریالي شول پولیسو د پیښې ځای ته تر راسیدلو وروسته مقدمه درج کړه او تفتیش جاري دی.

اوس دا خبره : مقدمه درج شوه تفتیش جاري دی، د پاکستان د خلکو په منځ کې یوه مسخره او ټوکه جوړه شوې ده او د هر هغه کار لپاره چې شونی او ممکن نه بریښي د یو ضرب المثل په توګه استعمالیږي.

په افغانستان کې بیا د کابل د حکومت د مشر کرزي ویناوو د خلکو په منځ کې همداسې بڼه او حیثیت غوره کړی دی په خاص ډول د نوموړي هغه بیانونه چې پکې نړیوالو اشغالګرو ځواکونو او یا هم شمالي مافیایي ټلوالې ته تهدیدونه او ګواښونه وي.

په عامو بې ګناه وګړو د صلیبي نیواکګرو لخوا بمباري کول، د شپې په توره تیاره کې یو ناڅاپي په کورونو ورختل د ښځو، ماشومانو او سپین روبو په شمول وژل، او له ځان سره بیول، داسې او دیته ورته نور د نیواکګرو د تیریو او ظلمونو خبرونو تقریبا اوس په افغانستان کې ورځنۍ بڼه غوره کړې ده

او له هرې همداسې بوږنوونکې پیښې څخه وروسته کرزی هرومرو لکه د پاکستان د پولیسو په څیر هسې تش په خولې د عوامو غولوونکې بیان ورکوي: د پیښې د تحقیق لپاره به ډیر زر یو کمیسیون سیمې ته واستول شي او له خارجی قواو نه په جدي توګه غوښتنه کیږي چې بیا داسې پیښې تکرار نشي!!!

پدې خبرو سره په لمړیو کې ځینې افغانان دوکه کیدل او باور یې پرې کولو چې ګواکې کرزی په رښتیا سره د دوی غمخور دی، خو انسان به یوه ورځ دوکه شي دوه ورځې، درې ورځې.. آخر ټول عمر خوخلک ړانده او کاڼه نشي پاتې کیدلی چې کرزی به لاپې وهي او دوی به ورته چک چکې وهي، له همدې کبله اوس د افغانستان خلک کرزي ته د یوه کذاب،بی معنا، بی واکه، لاپوک، او وایه انسان په سترګه ګوري.

هاغه د استاد یاسر خبره ريښتیا ده چې د کرزي په اعمالو باندې کیدای شي چې پخواني لاټیان او غلامان هم وشرمیږي.

حتی اوس هم په اسلامي نړۍ ځینې واکداران چې پخپله هم د پردیو غلامان دي د کرزي په اعمالو شرمیږي، پدې هکله غواړم یو د سترګو لیدلی حال بیان او قیصه بیان کړم:

د قیصې روایت کوونکی د کرزي لخوا د لوګر پخوانی والی عبد الله خان وردګ دی کوم چې دوه کاله مخکې طالبانو د آخرت په لور رخصت کړ.

هغه وایي: د کرزي د لمړۍ دورې د حکومت په لمړیوکې یو ځل کرزی د یو پلاوي په مشرۍ چې زه هم پکې وم د عربستان د هغه وخت د پاچا ملک فهد په بلنه عربستان ته ولاړ او هلته له رسمي لیدنو څخه وروسته د هغه وخت ولي عهد او اوسنې پاچا ملک عبد الله لخوا کرزي او ورسره پلاوي ته خاصه میلمستیا شوې وه.

عبد الله وردګ وایی: د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته ملک عبد الله یو خاصه غیر رسمي وینا وکړه چې اکثره برخه یې مخامخ کرزي ته متوجه وه هغه کرزي ته وویل: ښاغلی کرزی صیب: مونږه غلامي لیدلې ده او اوریدلې مو هم ده خو ستا سو په شان غلامي مو نه لیدلې او نه مو اوریدلې ده.

ملک عبد الله زیاته کړه چې پدې کې شک نشته چې مونږ هم د امریکا غلامان یو خو هغوی ته مو خپل حدود ټاکلي دي او چې څه کول غواړي نو اقلا زمونږ له خبرولو څخه وروسته او بلکې زموږ له لارې یې کوي او تاسې پړی پرغاړه وراچولی دی چې څه کول غواړي کوي یې بلکې تاسې هم له هغوی څخه اجازه غواړۍ!!! او بیا نارې وهې چې آزاد مستقل او خپلو اک ولسمشر یاست.

لږ له الله څخه وشرمیږﺉ، له خلکو څخه وشرمیږﺉ، امریکایانو ته یو څه حدود وټاکﺉ.

عبد الله وردګ وایي چې ملک عبد الله داسې توندې او سپینې خبرې وکړې چې مونږه ټولو له شرمه څخه سرونه ټیت نیولي وه.

د یادونې وړ ده چې دا قیصه عبد الله وردګ خپل یوه ملګري ته کړې وه او هغه بیا ماته بیان کړه.

راځو پدې ورستۍ اونۍ د کرزي لخوا یرغلګرو ځواکونو ته وروستي او تر وروستي څخه وروستي ګواښونو ته.

د جوزا پر ۷ مه د شنبې په ورځ په هیلمند کې ناټو ځواکونو یو ځل بیا زمونږ پر ملکي بې ګناه وطنوالو ناتاره بمباري وکړه چې له امله یې تر شلو زیات وګړي شهیدان او زخمیان شول چې اکثر برخه یې ماشومان او ښځې وې.

د پیښې په سبا کرزي د یوې اعلامې په راویستلو سره دا پیښه د پخوانیو په څیر وغندله او ویې ویل: دا واشنټن ته د هغه وروستی خبرداری دی، هغه همدارنګه خپل د دفاع وزیر ته امر وکړ چې د شپې د عملیاتو مخنیوی دې وکړي.

د دې اعلامیې په سبا د دوشنبې په ورځ د یرغلګرو ځواکونو په نمایندګۍ د ایساف ځواکونو د ادارې ویاند جنرال جوزف بلاتس په یوې خبرې غونډې کې په ډیرو ساده او له جرءت څخه ډکو ټکو کې د کرزي د ګواښ په جواب کې وویل چې د شپې لخوا عملیات به ضرور جاري ساتو، هغه وویل: دوي د شپې له خوا د ناټو په عملیاتو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشینی کیږي، خو وایې چې دا عملیات د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې بریالي وو او ښې پایلې یې درلودلي دي.

نړیوالې خبري رسنۍ لا د دې ډواړو اعلامیو په منځ کې د موجوده ټکر او د دې اختلاف د پایلو په شننه او څیړنه لګیا وې چې په سبا یې د سه شنبې په ورځ کرزی یو ځل بیا په خپله ستیج ته پورته شو او امریکا ته یې تر خپل وروستي ګواښ څخه ورسته بل وروستی ګواښ او ګوت څنډنه وکړه چې که چیرې بیا امریکایان د چا پر کور وروختل نو د پخوانیو ماتې خوړلو یرغلګرو په څیر عمل به ورسره وکړو.

کرزی د دې وینا پر مهال داسې تور او شین اووښتی وه، سترګې یې برګې راوستلې وې او هرې خواته یې سوکان پورته پورته غورځول چې که امریکایانو له پخوا څخه نه پیژندلو کیدای شي پداسې حالت کې د ده په لیدلو د اکثره امریکایانو اودسونه مات شوي وه.

د نوموړي دا وینا داسې له شور وزوږ، حماسو او ولولو، غورو او لاپو څخه ډکه وه چې که افغانانو هم له مخکې څخه نه پیژندلو او نه یې مخکې د ده ویناوې اوریدلې وې نو کیدای چې اوس د افغانستان ټولې ښاري سیمې د جکړې له ویرې له اوسیدونکو څخه خالې وې، اوس به په کابل کې ټول تجارتي مرکزونه تړلي وه چې هسې نه د رباني د واکمنۍ په څیر چور او تالان جوړ نشي، د کابل په واټونو او څلور لارو کې به اوس د پولیسو او اردو له کسانو پرته بل هیڅوک نه تر سترګو کیدلو، ځکه د یو ولسمشر لخوا په داسې جدي توګه او داسې شدیدو او سختو الفاظو سره اخطار ورکول خامخا د جنګ د شروع کیدو په معنا وي او په خاص ډول کله چې خبرداری داسې یو چا ته ورکول کیږي چې لدې څخه مخکې په کراتو او مراتو داسې خبرداري ورکول شوي وي او هغوی غوږ هم پرې نه وي ګرولی!!!

د کرزي له همدې وینا څخه وروسته سمدستي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو ویاندې اوانا لانګیسکو د کرزي په جواب کې وویل: د شپې عملیات د ناټو ځواکونو یو ضرورت دی او هیڅکله یې نشي پریښودلای، هغې لکه د تل په څیر دا ځل هم د ملکیانو په وژنه خواشیني څرګنده کړه خو د عملیاتو د دوام خبرداری یې بیا هم ورکړ.

پداسې حال چې کرزي دا وروستۍ ګوت څنډنې پداسې شکل او انداز کې وکړې ته به وایي چې هغه اقلا څلور پنځه میاشتې پرې غور او فکر کړی دی، له خپلو نظامي، ملکي سلاکارانو او نورو جګپوړو چارواکو سره یې پوره مشورې کړې دي، د ټولو قومونو اعتماد یې حاصل کړی دی، خپل هوایي او ځمکني ځواکونو یې اول نمبر تیارسی کړي دي، څارګرو ادارو یې د دښمن په هکله ټول اړین معلومات راټول کړي دي او د جنګ لپاره یې په کامله توګه په هره برخه کې پوره تیاری نیولی دی!!!

یو ولسمشر چې داسې شدید او توند خبرداری چاته ورکوي باید چې همداسې مشورې غور او څیړنې یې مخکې له مخکې څخه کړي وي، څوک چې ځان د یوه هیواد او بیا د افغانستان په څیر د میړني هیواد منتخب آزاد او مستقل ولسمشر بولي هغه ته هیڅکله دا نه ښايي چې لکه د سرچوک د لوچکانو په څیر هسې تش په خولې لاپی ووهي او هیڅ عملي اقدام یې په نظر کې نیولی نه وي.

خو هاغه د چا خبره غویی دې چې په غوجله کې لوی شه غاښ یې مه ګوره، افغانان اوس کرزی ښه پیژني چې هماغه د مقدمه درج تفتیش جاري په شان خبرې کوي او بس.

کرزی که غواړي چې پدې ګواښونو سره د افغانانو په سترګو کې خاورې واچوي دایې هسې خوب لیدلی دی دا خوب دې اوبو ته دې ووایي چې یویې سي.

افغانان له کرزي څخه غواړي چې خیر پریږده مونږ دې ووژل شو کورونه دې راوران شي خو ته بیځایه لاپې مه وهه چې په نړۍ د خلکو رشخند او مسخره نشو ځکه د نړۍ ډیری ولسونه د ناخبرۍ او یا هم د خبرې رسنیو د درواغو له برکته تا زمونږ د منلي او منتخب ولسمشر په څیر پیژني، خلک به وایي چې د افغانستان ولمسمشر د ده په اند خپلو میلمنو ځواکونو ته هسې تش په خولې غور او پیش وکړ او نور یې هیڅ له لاسه ونشول.

دا وه د کرزی ورستی او ورستي پسې وروستی ګواښ، د ناټو منفي جواب او د خلکو تبصرې، خو زه د دې لیکنې لیکوال کرزی ډیر ګرم نه بولم او لدې ګواښونو څخه یې یوه ښه او مثبته نتیجه اخلم.

زه کرزی پدې ګرم نه بولم چې هسې تش په خولې یې بیان ورکړ او اوس د ناټو له منفي جواب څخه وروسته یې هیڅ عملي ګام پورته نکړ ځکه ټولو نړیوالو او وطنوالو ته او حتې کرزي ته پخپله هم دا جوته ده چې دی د هیڅ کار د کولو جوګه ندی، په ملي او بین المللي سطحه د ده سیاسي نظامی او اجتماعي حیثیت او تر ټوله مهم د ده ایماني حالت ددې وړ ندی چې د امریکا په شان د یو سوپر پاور په مقابل کې دې د کوم عملي اقدام جرءت وکړي.

او زه پر کرزي دا شک هم نکوم چې پدې وروستيو ګوت څنډنو سره دې د خلکو د تیر ایستلو هڅه کړې وي ځکه دی پخپله هم اوس پدې خبرې پوهیږي چې نور د افغانانو د دوکه کولو وخت تیر شوی دی اوس هر افغان تور او سپین ښه پیژندلي دي چې په وطن کې د یرغلګرو په مقابل کې د طالبانو په ګټه دا وروستي تحولات د دې خبرې ښه دلیل او ثبوت دی.

زه وایم کرزي نه د افغانانو د دوکه کیدلو تمه درلوده او نه هم د یرغلګرو ځواکونو د ویریدلو ، بلکې هغه غوښتل چې پخپل دې وروستي ګواښ سره افغانانو ته وښیي او ثابته کړي چې افغانستان مستعمره شوی دی، د میلمنو په نامه راغلي ځواکونه متجاوزین دي او د دوی په مقابل کې د کرزي حکومت له اقدام کولو څخه عاجز دی، ځکه هغه د ناټو په منفي ځواب لا له مخکې څخه پوهیده او هغه پدې هم پوهیدلو چې د ناټو له منفي ځواب څخه وروسته دی او حکومت یې هیڅ نشي کولای.

کیدای شي هغه غوښتي وي چې هغه ویده، کاڼه او ړانده افغانان راویښ کړي چې لا تر اوسه خپل دوست او دښمن نه پیژنې او د یوې مړې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د یرغلګرو ځواګونو په څنګ کې د وطن د آزادۍ د ننګیالیو په وړاندې ولاړ دي.

زما په اند کرزي صیب د خپل حال په ژبه افغانانو ته دا ویل غوښتل چې را پاڅیږﺉ او د وطن د آزادۍ د لارې له اتلانو طالبانو سره اوګه په اوګه د خپلو پلرونو او نیکو په څیر د یرغلګرو په وړاندې ودریږﺉ او تر هغه په کراره مه کینۍ تر څو مو چې د پلرونو په څیر نړیوال صلیبي ښکلیلات مات کړی نه وي او له خپل وطن څخه مو ګوډ او مات شړلي نه وي او دا کار یواځې د طالبانو ترڅنګ په ودریدلو سره کولای شۍ.

ځکه یواځې طالبان دي چې د یرغلګرو په مقابل کې د وطن د آزادۍ لپاره جنګیږي نه د کرزي حکومت او نه د شمالي مافیايي ټلوالې مفسدین او شرخوښي ډاګوان.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011