Sun12172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان کتاب او لارښووني د حرمينو هنداره (د حج يونليک) /


د حرمينو هنداره (د حج يونليک) / [درېيمه برخه]

چارشنبه، 25 غبرګولی 1390 | وخت: 09:49

کعبه شريفه

بسم الله الرحمن الرحيم

الانتظار اشد من القتل

دشپې مې سيد نصير هرات ته له رارسېدو خبر کړ،هغه راته دمحمدعارف په نوم ددوى ديوه شريک دګرځنده ټليفون نمبر راکړ محمد عارف ته مې ټېليفون وکړ هغه راته ادرس راکړ ويل يې سبااته بجې دفتر ته راشه ،سبا چې کله ددفتر مخ ته ورنږدې شوم ګورم چې لسګونه حاجيان ددفتر مخ ته راټول شويدي.

 

محمد عارف راته وويل چې دکام اير دهوايي شرکت اوزموږ دتوافق پر بنسټ همدا نن ماښام اوه نيمې بجې زموږ الوت ووخوستونزه،داده چې دهرات په هوايي ډگر کې مېشت بهرني پوځونه هېڅ افغاني الوتکې (نه دولتي اونه دشرکتونو)ته اجازه نه ورکوي چې دمازيګر له پنځوبجو وروسته دسحر تر اوو پورې دهرات په هوايي ډګر ياکېني او يا ترې والوځي، کام اير شرکت له دوى سره داخبره سپينه کړې نه وه ځکه يې زموږ دنن ماښام داووبجو الوت ته اجازه رانکړه اوس موږ منتتظريوچې له سره الوتنه تنظيم شي،حاجيانو چې ترې خپلو کور ونوته دتللو اجازه وغوښته پردې دليل يې اجازه ورنکړه چې کېداى شي موږ ته نن يا سبا د الوتنې خبر راشي، نوبيا خودهرات له لېروولسواليواوبادغيس څخه ستاسو رارسېدل ممکن ندي نو ځکه بايد تاسوله ښاره ډېر لېرې لاړ نشئ ،موږټول ددوى غږته په تمه وو هر سحر به حاجيان دشرکت مخ ته راټولېدل، يوساعت ،دوه ساعته به ناست وو خومثبت ځواب به يې نه موند.

حاجيانوبه مسؤولينوته ويل چې موږپه هوټلونوکې اوسو، کومې پيسې موچې دحج د خرڅ لپاره را اخستې وې دلته يې لګوو ،په خپل ولايت کې موله کورونومسافر کړي يويا موژر ولېږئ او يا اجازه راکړئ چې خپلو کورونوته لاړشو هر کله موچې د الوت نېټه کوټلې وټاکله په ټېليفون موخبر کړئ، خو دمقابلې خوا استدلال داو چې حاجيان اوس راټول شوي او که يو ځل خپاره شول بيايې راټولول سخت کار دى،دوى به ويل چې دځينو حاجيانوپه سيموکې ټېليفون کار نه کوي،که اوس يې رخصت کړو بيايې څنګه را خبر کړو.

موږ په هرات کې اته ورځې ايسار پاتې شو،هره ورځ به سحر اته نيمې بجې شرکت ته ورتللم څو شېبې به ناست وم بېرته به راووتلم .شرکت مسؤولينو ددې لپاره چې حاجيان بوخت وساتي خپل دحج په ښوونکي هر سحر ددوى حاضري اخسته او دماښام او سحر وعدې يې ورکولې.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011