Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه لـنـډه کـيـسـه:: ســړك / احـمـدشـاه پاڅـون


لـنـډه کـيـسـه:: ســړك / احـمـدشـاه پاڅـون

دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 23:36

سړکزلمي د يوې زروري خندا سره د موټر سايكل د شټرينګ راسته مټى لاندي خواته تاو كړ د كوڅې د منځ دكانونه په بيړه تر دوى تير سوه نصب د زلمي په اوږه پوري ځان كلك كړ خوله يې د هغه غوږ ته ورنژدې كړه .
-ياره كرار ځه كوڅه ده دلته كوچينان راوځي .
- په دې پوهيږم نه وينې چي ناوخته دى .
نصب : كه كومه پېښه را منځ ته سي بيا به نو ښه پر وخت ورسيږې .
زلمى : هغه خداى يي كارونه دي واى له پيښي تېښته نسته .
د موټر سايكل ټيرونه يې د خامي كوڅې څخه د عومي جادې پاخه سړك ته ور واوښتل دلته باد مخامخ وو د زملي قميص يې لكه پوستكى پر وجود داسي ورته كلك كړ.
د موټر سايكل ږغ نور هم لوړ سو خو په منډه كي يې ډير توپير رانغلى . نصيب په لوړ ږغ ورته وويل درته ومي ويل وروځه
_ ياره تا خوليونى يم مخامخ باد دى موټر سايكل هيڅ نه ځغلي
نصيب د ملنډي په توګه ور غبرګه كړه نو ته اوس د باد سره ډغري وهي ؟
د موټرسايكل او باد په تيزو ږغونو كي يې د زلمي ږغ ورو تر غوږ ورسيد (( هو نو ستا څه خيال دى ))
نصيب خپل ځان نور هم كلك كړ مخامخ پراته سړك ته يې وكتل د ګڼو نورو موټرو په منځ كي يې څو خړ موټر وليدل .
ياره مخ ته خاريجان دي درځه پر بله لار ولاړ سوزلمي هم په چوخو سترګو مخامخ سړك ته و كتل او اوف يې كړ  خو ددې سره يې د زلمي خبره هم رد كړه
ولي پر بله لار ځو دا سړك خو به د چا د پلار نه وي .خو درته ومي ويل چي خاريجان دي لار نه دركوي .ولي لار نه راكوي ته يې ګوره زه څنګه تيريږم .پام چي دا كار ونه كړې .ياره دا سړك د هر چاه دى د هر چا خوښه چي تيز ځي كه كرار ځي خاريجان دې په دې څه خبري دي چي پر موږ څومره ناوخته دى .ددې كسانو تر شا چي څومره خلګ روان دي ياني دا ټول په دې خبره نه پوهيږي ؟پوهيږي خو بې زړه ديموټر سايكل د ورو روانو موټرو په منځ كي د خړو ګاډو خواته ورلنډيدى .
نصيب يو ځل بيا د زاري په ډول وويل قربآن دي سم زلميه! پام كوه چي ور نسي
-ياره څومره بيريږي وژني خو مو نه كه مو ونيسي دليل ورته لرو چي موږ هيڅ ګنا نده كړې او زه رښتيا وايم دا هيڅ ګنانده  چي غل نه يم له پاچا نه بيريږم كه يې سبآ ويل چي له كوره مه را وځى بيا
- مه كوه دا د قهرمانۍ ځاى ندى د عقل څخه كارو اخله داسي وخت دي چي څوك به سر هم در ونه ګرځوي
- ولي په افغانانو كي دومره غيرت نسته شكر دى والي سته ، قومندان سته سره يو پوښتنه خوبه راڅخه كوي .
موټر سايكل له ورو تلونكو موټرو مخكي سو د خړو موټرو د كاروان د وروستۍ موټر په منځ كي ولاړ نيم راوتلي خاريجي خپلي توري عينكي له سترګو لري كړې غوږ او خولې ته نسب سوې مخابره كي يې له چاسره خبري كولي
NNN
ازموينه پاى ته ورسيده ټول زده كوونكي له سالون څخه وتلي وو ښوونكي ادارې ته ستون سو غوښتل يې څه ووايي چي سترګي يې پر تلويزون و لګيدې سترګي يې يخي پاته سوې .
د ځينو تصويرونو سره دا جملې په تكرار ډول راتلې .
عاجل خبر
ايساف دوه ځان وژوونكي تر چاودني مخكي په نښه كړه
يو مړ او بل سخت ژوبل



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011