Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب شعرونه خرابات واړه خراب شو / د عنايت الله پويان شعر


خرابات واړه خراب شو / د عنايت الله پويان شعر

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 23:08


enayatullah poyanنه به جام له میو ډک شي - نه به جوړ شي محفلونه

نه رندان د خرابات به - په سر واړوي جامونه

 

نه ساقي به زما یار شي - نه پیالې به شي بیا ډکې

 

نه به پیغله د تاک لور شي - نه پاخه اومه خومونه

 

 

نه بهار به ښایسته شي - نه لاله به شګفته شي

نه وږمه د پسرلي به - باغ کې وسپړي ګلونه

 

خرابات واړه خراب شو - نه ساقي نه یې شراب شته

نه محفل د مینوشانو - نه ډک جام، نه ساغرونه

 

د آسمان زړګی له غمه - هسې شین هسې ژړاند دی

چا سپوږمۍ حلاله کړې - چا د ستورو مشالونه

 

تور په سپینو کې پټ شوي - خرموره په در خرڅیږي

دغه څنګه زمانه ده - رڼا نه لري لمرونه

 

 

د لوټمارو بازار تود دی –د غریب وینې لیوان خوري

چا مات کړي، چا شکولي - توتکۍ کوچني وزرونه

 

بورې مور له ړندو ستر ګو - د خوناب اوښکې بهیږي

پیغلو ؤشکول له غاړو - د ګلانو حمیلونه

 

غریبان بې کوره وینم - نه ډوډۍ نه یې اوبه شته

چا د دوی دوډۍ غلا کړې - چا اخیستی ترې مالونه

 

د چا ناوې کونډه شوې - شاه زلمی پروت په کفن کې

هره خوا نارې سورې دي - ژړا ګانې فریادونه

 

په ویالو کې اوبه نشته - د ګل څانګې وچې شوي

کروندې شاړې پرتې دي - له اغزو ډک چمنونه

 

هر یتیم په ژړا وینم - په سلګو کې داسې وایي

چا زما دادا وږلي - چا پر ما کړي ظلمونه

 

ورور له ورور نه مرور دی–پلار له زوی څخه بیزاردی

د نفاق اورونه بل دي - سوځوي کلي کورونه

 

چا قصرونه دي جوړکړي - په دوبۍ او په لندن کې

د قاچاق بازار یې تود دی - زړه کې نه لري غمونه

 

څوک بې کوره له وطن دي - سرګردان پردو ملکو کې

له چا پاتې کروندې دي - له چا پاتې شنه باغونه

 

نه احساس شته په ماغزو کې - نه غیرت د چا رګوکې

را اوریږي په ښارونو - د راکټو بارانونه

 

څوک نوکر د (آی، اس،آی) دي - څوک ایران ته جاسوسی کا

چا خرڅ کړي خپل وطن دي - چا آخیستي ډالرونه

 

د وحشت اوبا خوره ده - هلکان انطهاری شول

بهیدلي دي له سترګو- د خوناب وینې رودونه

 

تو لعنت دې په هغه وي - چې افغان خپل افغان وژني

د پردیو په کې لاس دی - تباه شوي ولسونه

 

خدایه! ته زمونږ حافظ شې - د پویان دعا همدا ده

نا پوهي کړې له مونږ لرې - دا د زړونو تمنا ده

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011