Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 12 لندۍ 1390 | وخت: 18:48

egypt-muslim-brotherhood-wins-electionsد اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې دې، له خپلو سيالو ګوندونو څخه وغوښتل چې د رای - شمېرني پايلي دي ومني. د دغه ګوند په يوه اعلاميه کې راغلي چي: موږ په هر چا او په هغو کسانو چې ځان له ډيموکراسي سره تړلی ګڼي، ږغ کوو چې د خلکو ارادې ته غاړه کېږي او د خلکو خوښه ومني.

 

دا په مصر کې د حسن مبارک له اوږدې واکمنۍ وروسته لومړۍ آزادې پارلماني ټاکني دي، چې خلکو وکولای شول خپل د خوښي وړ ګوند ته رايه ورکړي.

ويل کېږي له اخوان المسلمین وروسته به د الجماعة الاسلامیه ګوند چې اسلام پال سلفي ګوند دی په دويمه درجه او نور ليبرال ګوندونه به په درېيمه درجه کې راشي.

د يادوني وړ ده چې د اخوان المسلمين ګوند د حسن مبارک د واکمنۍ پر مهال په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شوی وو.