Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 11 لندۍ 1390 | وخت: 14:05

Logar Provniceنن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرکز د يوه لوی باروړونکې موټر په واسطه ځانمرګی بريد ترسره شو. د دغه ځانمرګي بريد په پايله کې يو تن مړ او تر اوياوو زيات ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد غورځنګ ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چي بريد دوی ترسره کړی، چې په پايله کې يې لسګونه امريکايي پوځيان وژلي دي.

خو بهرنيو رسنيو په بريد کې يوازي د يوه بهرني پوځي ټپي کېدل تاييد کړي دي.

د محمد آغې ولسوالۍ د روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي چې تر ۷۰ ډېر ملکي ټپيان يې روغتون ته وروړي دي، چې له ډلي څخه يې څلور تنه د سختو ټپونو له امله کابل ښار ته لېږدول شوي دي.