Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


دلړم دمياشتې شپرويشتمه دمحصل نړيواله ورځ!

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 26 لړم 1390 | وخت: 22:22

International Day of Studentsدلړم (عقرب) شپږويشتمه په ټوله نړۍ كې دمحصل دنړيوالې ورځې په نامه يادېږي اوپه بېلاْبېلوهېوادونوكې ترې درناوى اودرنښت كېږي،محصلين په هرهېوادکې هغه ډله خلک دي چې په هرهېوادکې ورته ډېرارزښت ورکول کېږي ځکه چې دهرهېوادپرمختګ اوياهم په بل ډول ووايوچې هرپرمختګ اودهرهيوادراتلونکي چې کېدى شي موږورته ښه راتلونکي ووايو دهمدغومحصلينوپه غاړه وي چې نن ځوانان دي اوهغه مرحله ده چې ډېرڅه زده کړي ترڅو کله چې ټولنې ته وړاندې کېږي دخدمت اوچوپړتوان ولري .

دافغانستان دپلازمینې کابل له څلورګونوپوهنتونونوڅخه یوهم دکابل پولیتخنیک پوهنتون دی . دغه پوهنتون چې دانجینري علمي کادرونوپه روزنه کې دهېوادله ستروعلمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي . دځوانانواوتنکيوځوانانولپاره چې مینه لري لوړې زده کړې ولري یوډېرښه اکاډمیک پوهنځای دی . په دې پوهنتون کې محصلین په درې ګونوپوهنځیوکې په زده کړو بوخت دي .

که څه هم چې ددې پوهنتون محصلین په دې وروستيوکې په خپلوبیلابیلوڅانګوکې دیوسلسله لاسته راوړنو شاهددي . نن سباله پوهنتون څخه دفراغت په ددغې برخې له نورو فارغانو څخه دپولینخنیک پوهنتون فارغین زر په دندو کې منل کېږي اودیادولووړبولم چې دکارپه ساحه کې هم ډیرښه ځلیدلي دي.

که څه هم چې استادان او زموږدپوهنتون اداره ددې هیوادداولاددښې روزنه په لاره کې تل ژمنه کړې اوژمن پاتې شوي دي،خوزموږمحصلین ورونه اوخویندې تل دیوسلسله ستونزوسره لاس او ګریوان وي .

دنویوعلمي مالوماتوستونزې دیادولوڅخه ځان تیروم ځکه چې داهغه ستونزه نه ده چې یوازې داوس او دنن ستونزه واوسي اودپوهنتون محصلین ورسره مخامخ وي داکېدی شي په لویه کې یوه عمومي ستونزه وشمیرو خو هغې برخې ته ځان رسوم چې نن ورځ زموږګڼ شمېرمحصلین ورونه اوخویندې ورسره په خپلو ورځنیوچارواودرسونوکې لاس اوګریوان دي.

1- کله چې دکال دلومړۍ ورځې وې په لومړیوکې دلوړو زده کړوچې نیت پوهنتون ته لاره بیدا کول وي له ګڼ شمیرستونزوچې له هغې ډلې څخه کېدی شي داوسېدلولپاره دلیلیې یادونه وکړم.

2- بل داچې داستونزه چې لیلیه نه لري په خپله اویاهم په یوه بل ډول حل کړي په دوهم قدم کې دخپلې علمي رشتې دټاکنې په مهال ورسره مخامخ کېږی داسې چې دنوروپوهنتونوپه څیرپولیتخنیک پوهنتون هم دخپلوپوهنځیوپه چوکاټ کې نورې څانګې لري چې محصل وروسته له دې چې پوهنتون ته لاره پیداکړي باید درشتې ټاکنه یې وشي چې په دغه وخت کې هم ځینې ستونزې ګڼو محصلینو ته ولارېږی داسې چې غواړي هغې څانګې ته نه شي تلای نو فیصله په دې کوي چې نور زده کرو ته دوام نه ورکوي.

3- لکه چې ښکاره ده دکرېډیټ سېستم نوی اوپرمختللی سېستم دی خو په داسې پوهنځیو لکه پولیتخنیک پوهنتون چې درسونه یې ډیرې له میخانیک او څېړنې او دداسې مثالونو دحلولو سره تړلي دي چې دهر سوال حل تر 90 دقیقو زیات وخت ته ارتیا لري چې په خواشینۍ سره باید ووایم چې په دې سېستم کې یوه درسي ساعت ته یوازی 50 دقیقې وخت ځانګړی شوى دی.

4- دتیرو کلونو پر خلاف دکریډیټ سېستم سره دهمغږۍ کېدو په خاطر په درسونو کې هم ډیر ځله له داسې ستونزو سره مخامخ کېږو چې کوم مضامین چې تر نورو باید مخکې یا لومړی ولوستل شي ترهغه مخکې هغه مضامین لولو چې ډیر چمتوالی ورته په دې سبب نه لرو چې ترهغه وراندې مضمون مونه وي لوستي.

5- زمونر دزده کړو روان داسې دی چې باید که ډیر نه وي ځینی کارونه په عملي بڼه ووینو چې په دې برخه کې همیشنۍ ستونزه ترننه هم ترسترګوکېږي. او په دې برخه کې چې مونږ باید پرکتیکونه اوپه ساحه کې کار وکړو اودعلمي کچې دلوریدو په موخه یو نیم ځای له پوهنتونه بهر دخپلو استادانو په لارښونه ځینې داسې ځایونوته هم لاړشوچې ووینو چې ریښتیاهم چې مونږ څه چې په درسونو کې وایو داپه ساحه او عمل کې شونی دي اوکه څرنګه.

6- دکتابتون په برخه کې هم ستونزې ترډیره پورې نه دي حل شوې چې زمونږ محصلین ورونه نه شي کولی کومې ستونزې چې لري او یاهم کومه پــروژه یاکورنۍ دنــده چې دمضــمون اړونـداستــاد له لــوري ورتــه ورکــول کېـــږي.دبشپړ حاکــمیــت اویــاهـــم دلږڅــه ډیــر پوهېدو په مــنظـور ورته مراجعــه وکړي.

7- په پوليتخنيک پوهنتون کې ځینې څانګې دمسلکي استادانو دکمبود سره مخامخ دي داسې چې داړوند مضمون لپاره استاد نه لري او نوي منل شوي استادان هغه تجربه نه لري چې وکولی شي هغه مضامين تدريس کړي چې يو ډېر سابقه لرو نکى استاد يې تدريس کوي اوپکار دی چې هغه استادان هم دعملي کچې دلوړیدو لپاره ځینې علمي سفرونه پرمختللیو هیوادونو ته ولري ترڅو له راستنیدو وروسته وکولی شي خپلې تجربې له محصلینو سره شریکې کړی چې له یوې خوابه یو څه نوي څيزونه دمحصلینو لپاره دتدریس لپاره ولري اوبل هغه حاکمیت به یې ډېر شوی وي چې دمحصلینو په وړاندې ودریږي او دتدریس چارې پرمخ بوځي.