Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 24 لړم 1390 | وخت: 22:35

loya-jirga-afghanistanله پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل وکړي.

په دغه لويه جرګه کې به د افغانستان له سراسر څخه د مختلفو برخو استازي ګډون وکړي. د بهرنيو مېلمنو په ګډون د جرګې د ګډونوالو شمېر دوه زره پنځه سوه تنه ښودل شوی دی.

د رسمي څرګندونو له مخې په دغه جرګه کې به د امريکا له متحده ايالتونو سره د افغانستان پر ستراتیژيک تړون خبري اتري وشي. حکومت وايي چي دا جرګه يوازي د سلامشورې لپاره رابلل شوې ده، خو په کابل د حکومت مخالفې کړۍ بيا وايي چې دا جرګه د حکومت لخوا د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره رابلل شوې ده.

له امريکا سره د ستراتیژيک تړون ځيني مخالفين وايي چي حکومت تر دې دمه د جرګې د اجندا او د تړون په اړه ملت ته هيڅ هم نه دي ويلي. د هغوی په وينا حکومت غواړي دغه تړون په پټو سترګو په افغان ملت باندې ومني.

خو ځيني بيا جرګه د بحث او مشورې ځای بولي او وايي چې که چېرته له امريکا سره په ستراتیژیک تړون کې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد مواد شته وي، نو د جرګې غړي به يې رد کړي.

طالبانو دغه جرګه يوه حکومتي او پردي پاله جرګه بللې او د جرګې ګډونوال يې په مرګ ګواښلي دي.