Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


امن څنـــګه راتلاې شى؟

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 14 لړم 1390 | وخت: 22:24

how to bring peaceپه افغانستان كې د امن د نه راتلو كيداى شي ډير لاملونه وې خو ما چې څومره د خپل فكر مزي ځغلولي او را ځغلولي دى نو راته وايې په هېواد كې د امن د نه راتلو لويه ستونزه په خلكو كې د خپلي خاورې او خلكو سره د واكمنانو او د لوستوالو د ميني نشتوالى دي.

دغه دليل ماته ځكه ترنورودليلونو اولاملونو لوى او مهم ښكاري چې تجربوښودلي كوم خلك چې له خپلې خاورې سره مينه لري نوهغوى مخكې اوله ستونزو په امن دي. د نږدي شااوخوا ګاونډيو او د نړۍ نورو هېوادونوواكمنان، سياستوال اوپه ټوله كې ټول لوستوال اووګړي كه وګوري اويا يې په رسنيوكې وڅاري نو د خپل هېواد ګټي ورته تر هرڅه لومړنۍ ښكاري كه هغه په نظام كې وې او كه له نظام څخه بهر وې او كه عام وګړي وې نو يو ډير ښه منطق او دليل به درته وايې خوپه افغانستان كې له هېواد اوخلكو سره دغه مينه كمزورې ده.

د افغانستان ټول واكمن او غيري واكمن سياستوال او په ټوله كې لوستوال د هېواد او له خلكو سره د مېني كچه يې په شخصي ګټو پورې تړلي وې يانې په رسنيوكې په شخصي مجلسونو اوسيمنارونواووركشاپونو كې د سياستوالو او لوستوالو د شخصي ګټو پر محور راڅرخي چې تاسو خپله يې هره ورځ له رسنيوڅخه ګورۍ.

په افغانستان كې ددغي ستونزي د حل په موخه بايد په تعليمي نصاب كې له هېواد ، خلـــكو او نورو ملي مشاهېرو سره د خلكو د ميني د زياتوالي يو مضمون ور زيات كړل شي ځكه موږ د ډاكټرانو،اينجــنرانو، پوهانو، ملايانو او په ټوله كې ټول لوســــــتوال چې د ليسانس، ماسټرۍ او د ډاكټرۍ په كچه يې خپلې ذده كړي ترسره كړيدي خو بيا هم ورسره د هېواد او خلكو مېنه كمزورې وي. زما څو دوستان اوملګري چې د ماسټرۍ په كچه يې له هېواده بهر خپلي لوړي ذده كړي ترسره كړي نوكه ورسره كينې نو فكر به كوې چې دوى هيڅ ذده كړه نده كړي او هسي په يوه ځنګل كې رالوى شويدي.زه دخپلودغو دوستانويوه خاطره درسره شريكه ووم چې يوه ورځ له دوى سره په يو مجـــلس كې ناست وو نو بحث پيل شو چې څوك مې كاپره نكړي نو يوه ويل په افغانستان كې ترهرڅه لومړي زه اسلام غواړم او ويل چې زه لومړي مـسلمان يم او بيا افغان يم، بل ويل دا كلتور او افغانيت وروسته له اسلامه راغلي دي او دمجلس فضا په يوه جدي بحث بدله شوه خو د يوه بل دوست دى كور ودان وې ژر مجلس قطع كړ ګني تر سوك او څپېړي وهلوته خبره وتلې وه خو چې څومره فكر وكړ چې زموږ د ماسټرانو دا حـــال وې نو له عام ولس څخه خو ګيله هيڅ پكار نده.

په اسلام كې چې څومره زما معلومات دي او يا مو له مشرانو ، ملايانو اوريدلي دي نو هغوى وايې چې لومړى ځان پيژندل او بيا مور او پلار او له هغه وروسته په دريم قدم كې خداي پيژندل حتمي شوې خو زموږ دغه ښاغلي دومره افراط كوې چې له خپل ځان وړاندي داسلام او مسلمان دعوه كوي او بله دا چې په تاريخ كې هم دومره كمزوري اومعلومات نلري چې اسلام كله نړۍ ته راغلي او زموږ د افغانانو ژوند كله پيل شوې خو په هر صورت په افغانستان كې كه په تعليمي نصابونو كې ديته ځاي وركړل شي نو په راتلووكې كيداي شي دغه ستونزه هواره شي ،مشران وايې وطن د مور حيثت لري او دمور پالل په هر مومن مسلمان هغسي لازمي دي څنګه چې په نورو دي.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني: