Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


متحده ایالات: ايران غوښتل په امريکا کې د عربستان سفير ووژني

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 20 تلې 1390 | وخت: 00:43

us-department-of-justiceپه واشنګټن کې امريکايي چارواکو نن وويل چې ايران غوښتل په امريکا کې د سعودي عربستان سفير عديل الجبير ووژني.

د امريکا د عدليي وزارت چارواکو وويل چې ايران غوښتل د عربستان سفير د مکسيکويي مخدره موادو د مافيا په واسطه له منځه يوسي.

د چارواکو په وينا د مافيا د معلوماتو له مخې دوی په دې بريالي شوي چي د ايران دغه توطئه بربنډه او پکې شکېل کسان ونيسي. 

د دغې پېښي په اړوند دوه ايراني اتباع چې يو يې امريکايي تابعيت هم لري، نيول شوي دي.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د ايراني نمايندګۍ د رسنيو اتشه علي رضا ميريوسفي دغه تورونه په کلکه رد کړل او زياته يې کړه چې په دې اړه به رسمي اعلاميه ډېر ژر خپره شي.

د ايران او سعودي عربستان تر منځ اختلافات څه نوې خبره نه ده، ايران او عربستان په سيمه کې له پخوا سيالۍ لري، چې د دغو هېوادونو د سيالۍ يو ميدان افغانستان هم بلل کېږي.