Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


ډير امریکایان په افغانستان کې د پاکستان ISI له امله ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 16 وږی 1390 | وخت: 20:01

American Senateدهغو شمېرو له مخې چې د امريکايي چارواکوله خوا خپاره شوي، له 2001 کال راهيسې پر افغانستان د امريکايي پوځيانو له يرغل سره په دغه هېواد کې 1645 تنه امريکايي پوځيان وژل شوي دي،دامریکایی پو ځیانو دزیاتو تلفاتو په هکله، یوه امریکایي جمهوری غو ښتونکی سناتور مارک کریک ویلی دي چې ډير امریکایان په افغانستان کې د پاکستان د ای. اېس. ای له امله ووژل شول نو اوس هغه وخت دی، چې له اسلام اباد سره امریکا پر خپلو مرستو بیا نظر وکړي ،د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند مربوط دغه سناتور چې درې کاله مخکې یې په افغانستان کې کار کاوه تازه د سیمې له لیدنې وروسته امریکا ته تللی دی او اسلام اباد یې د کابل اصلي دښمن ګڼلی دی ،نوموړی سناتور چې تازه له سیمې امریکا ته ستون شوی دی، وایي، پاکستان د افغانستان لپاره اصلي ګواښ دی او د دغه هیواد د استخباراتو مرکزي اداره، ای. اېس. ای په کابل کې د حکومت لپاره تر ټولو لوی خطر دی او دافغانستان ددولت دمخالفینو ملاتړ دپاکستان استخباراتی اداره ای،ایس ،ای کوې

د سناتور کیرک دفتر د ده د څرګندونو متن خپور کړی دی، چې په هغه کې ویل شوې دي، چې د پاکستان د حکومت بیانونه یو مخ درواغ دي

د فرانس پریس اژانس په وینا سناتور کیرک بیا وویل، پاکستان د افغانستان لپاره په اصلي ګواښ بدل شوی دی، د دغه هیواد داستخباراتو څانګه د افغان حکومت لپاره تر ټولو ستر خطر ده او ډیر ستر ګواښ د امریکایي پوځیانو ژوند ته دغې ادارې پیښ کړی دی ،سناتور کیرک دا هم ویلی دی چی، ما لومړی ځل په دوه زره اتم کال کې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو په څانګه کې د احتیاطي کارکوونکي په توګه کار کاوه؛ هغه وخت ما باور درلود، چې پاکستان یو ډول پیچلی دی او موږ په سیمه کې خپلې غوښتنې لرو، نو باید د ډیپلوماسۍ له لارې وړاندې شوؤ خو زه نور په دې باور نه یم ،سناتور کیرک همدا راز ویلی دی چی، په داسې چاپیریال کې چې امریکا د بودیجې کسر لري، له پاکستان سره مرسته ناسم کار دی او هیڅ ګټه نه لري.