Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


د پښتو د غزل بابا اميرحمزه خان شينواري پر مزار بريد شوی

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 31 چنګاښ 1390 | وخت: 14:39

Amir Hamza Khan shinwari graveد خيبر پښتونخوا په لواړګي يا لنډي کوتل سيمه کې د جمعې په شپه نامالومه وسله والو کسانو د پښتو د وتلي او نوميالي شاعر او د پښتو غزل د بابا امير حمزه خان شينواري پر مزار بريد کړی دی.

له سيمي څخه په راغلو راپورونو کې ويل شوي چې بريد د لاسي بمونو په واسطه شوی دی، چې د مزار ديوالونو ته يې زيان اړولی دی. د لاسي بمونو د چاودنو له امله د حمزه بابا د مزار څنګ ته د کتابتون ټولي شيشې ماتې شوې دي، خو له نېکه مرغه کتابتون ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

همداراز په بريد کې مزار ته نژدې يوه دوکان ته هم زيان رسېدلی دی.

عيني شاهدانو ته له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې بريدکوونکو د مزار ديوالونو ته بمونه ايښي ول، هغه يې وچول، وروسته يې لاسي بمونه هم وروويشتل.

د بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستې او نه هم تر دې مهاله سيمه ييزو چارواکو د بريد په تور څوک نيولي دي.

تر دې وړاندې د پښتو د بل وتلي او نوميالي صوفي شاعر رحمان بابا پر مزار هم بريد شوی وو، چې مزار ته يې ډېر زيان اړېدلی وو.

کارپوهان وايي چې دا ډول بريدونه د پښتون قام د دښمنانو کار دی. د هغوی په وينا دغه ډلي د پښتون د ټول وژني تر څنګ غواړي د پښتنو کلتور او تاريخ هم له منځه يوسي.