Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


کراچۍ: له څلور ورځنيو شخړو وروسته وضع د آرامۍ په لور ده [ويډيو]

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 18 چنګاښ 1390 | وخت: 21:18

په کراچۍ کې قومي شخړيد پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک نن يک شنبه خبريالانو ته وويل چې پاکستاني ځواکونو د کراچۍ هغه سيمي چې وسله والو ډلو په ولکه کې نيولې وې بېرته تر واک لاندې راوستې دي.

هغه دا هم وويل چې تر سلو ډېر کسان يې د وروستيو پېښو په تور نيولي دي.

په کراچۍ ښار کې د څلور ورځنيو قومي شخړو په ترڅ کې نږدې سلو کسو ژوند له لاسه ورکړی دی او تر سلو ډېر نور کسان ژوبل شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي. د پښتنو د عوامي ملي غورځنګ د کراچۍ د سيمي مشر د جمعې په ورځ له خيبر ټلويزيون سره په خبرو کې وويل چې د متحده قومي غورځنګ وسله والو کسانو په ډېر شمېر د کراچۍ پښتانه اوسېدونکي وژلي دي. د هغه په وينا په دغو وژل شويو کسانو کې يو شپږ کلنه نجلۍ او څو مېرمني هم شاملې دي.

د فرانس پرس د خبري آژانس د خبر له مخې نن سهار هم يو دوولس کلن ماشوم د دغو شخړو په پايله کې وژل شوی دی. ويل کېږي چې د دغو شخړو ډېری قربانيان پښتانه دي.

ځيني خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چي د متحده قومي غورځنګ وسله وال ټروريسټان د کراچۍ ښار په يوه روغتون کې پر پښتنو بريد کوي او هغوی په وهلو سره وژني. دا له سلګونو ويډيوګانو څخه يوه ويډيو ده چې غواړو د غورځنګ ويبپاڼي لوستونکو ته يې وړاندي کړو.

په کراچۍ کې قومي شخړي وروسته له هغه را ولاړې شوې، چي د متحده قومي غورځنګ (MQM) په نامه د پاکستان سياسي ګوند له حکومتي ايتلاف څخه ووت.

کله چې دغې ډلي حکومت پرېښود نو له حکومت نه د غچ اخستلو لپاره يې په پراخو قومي وژنو لاس پوري کړ.

پاکستاني حکومت تر دې دمه په کراچۍ ښار کې د پښتنو د ساتني لپاره هيڅ ګام نه دی اخستی.

په لوی شمېر پښتني کورنۍ دا مهال له کارچۍ څخه کډوالې شوې دي او د پاکستان په نورو سيمو کې د غربت ژوند تېروي.

تر دې وړاندې هم په څو واره  په کراچۍ ښار کې د متحده قومي غورځنګ او د پښتنو د ملي عوامي ګوند د پلويان تر منځ شخړي را پيدا شوې دي. متحده قومي غورځنګ په کراچۍ ښار کې د پښتنو د اوسېدلو مخالفت کوي او په دې موخه يې په وار وار شخړي را پيدا کړې دي.