Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته سرپاڼه


ګيلاني د کرزي او نوازشريف د ليدني مخه ونيوله

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 24 غبرګولی 1390 | وخت: 16:33

حامد کرزی - نواز شریفد اوصاف په نامه پاکستانۍ ورځپاڼي خبر خپور کړی چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته په خپل وروستي دوه ورځني سفر کې غوښتل د مسلم ليګ ګوند د نواز ډلي له مشر ميا نواز شريف سره کتنه وکړي، خو د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلانی د دې کار اجازه نه ده ورکړې او د ليدني مخه يې نيولې ده.

ورځپاڼي ليکلې چي کرزي غوښتل د جمعيت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم ليده کاته وکړي، خو مولانا فضل الرحمن له کرزي سره د ليدني بلنه رد کړې ده.

په خبر کې راغلي چي وروسته حامد کرزي له نواز شريف سره په ټیلفون خبرې کړې او هغه ته يې له افغانستان څخه د ليدني بلنه ورکړې ده، چي ښاغلي نواز شريف بلنه منلې او ويلي يې دي چي د افغانستان کراري او ثبات نه يوازي د پاکستان، بلکې د ټولې سيمي په ګټه ده.