|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د ښځولپاره د کور په پاکوالي کي ځيني د پاموړ ټکي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سپوږمۍ هاشمي - دبی   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۱۲ - مه

۱-  د کور د پاکوالي او صفايي په وخت ټولو شيانو او وسايلو ته پاملرنه وکړﺉ، کله  موږ داسي فکر کوو چي ځيني شيان پاکوالي ته اړتيا نه لري، د بېلګي په توګه مصنوعي ګلدانۍ چي له پلاستيکه جوړه شوې وي. خو کېدی شي په دغه ګلدانۍ او يا هري بلې داسي وسیلې کي دومره خاوري را ټولي شوې وي چي په راپورته کېدو سره تاسو وټوخوي. نو پکار ده چي هر شی پاک کړی شي.
۲- د ټیلفون پاکول مه هېروﺉ ځکه چي څېړونکو جوته کړې چي د ټیلفون غوږۍ کولی شي د ويروس یا باکتريا د لېږدوني لامل شي چي همدغه ویروس ستاسو په شونډو له لګېدو وروسته ستاسو خولې ته ننوځي.
۳- د بېکاره شيانو سطل یا آشغال دانۍ هغه که په پخلنځي کي هم پروت وي بايد پاک وساتل شي.  يوه ټکي ته بايد پام وکړو چي د خاورو او بېکاره شيانو  دباندي وړل او له سطل څخه د هغوی تويول دغه سطل نشي پاکولی. خپله ستل هم بايد په ټاکليو مهالونو کي پاک او صاف ووينځل شي. 
۴-  د حمام پردې هم بايد پاکي وساتل شي دا ځکه چي  دغه پردې په مرطوب يالامده  ځای کي وي چي کېدی شي په ميکروبونه پکي وده وکړي. 
۵-  که په کور کي د لوښي وينځلو ماشين لرﺉ د هغه پاکوالی مه هېروﺉ، دغه ماشين بايد په يوه ټاکل شوي مهال کي هر وخت يو ځل پاک شي، ټول خيري يې بايد راويستل شي او دميکروب ضد دارو پرې ووهل شي.
 ۶-  بالشتونه او توشکونه هم بايد په خپل وخت سره پاک شي، کله داسي پېښېږي چي توشکونو يا بالښتونو ډېري خاوري نيولې وي چي کله پښه پرې کېښودل شي هغه خاورې پورته کېږي او تاسو يې تنفس کوﺉ. بالښت هم په همدې ډول کله چي تاسي سر پرې ږدﺉ د هغه خاورې ستاسو خولې او پزې ته تلای شي.
۷- دسترخوان، هغه  ټوټي چي موږ وچه ډوډﺉ پکي ساتو او يايي د هغه په سر خورو بايد ډېر  پاک وساتل شي.  که چېرته د دغه ټوټي رنګ سپين وي ډېره به ښه وي، ځکه که چېرته هغه خيرنېږي نو خيری به يې له ورايه معلومېږي او موږ به يې ژر ژر وينځو.  

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.