|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د ماشومانو له پاره د ميوو د خوړلو تجويزونه چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
داوود جبار خيل   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۲۹ - مه

عمومأ خلک دا نظر لري چه ميوې د انسان د روغتيا له پاره ډيرې ګټې لري ٠ خو دلته د پام وړ مسئله دا ده چه ايأ زياتې ميوي خوړل د صحت له پاره ګټه لري که نه ؟ په ميوو کې د قند ، ويټامين او معدني موادو په شمول مغذي مادي موجودي دي ٠ طبعأ ميوي خوړل د صحت له پاره رښتياني ګټه لري ٠ مګر که څه هم په ميوو کې زياتې تغذيي شته ، خو که زياتې ميوي وخوري ، نه يوازي د صحت له پاره ګټه نه لري بلکه زيامن هم دي، په تيره بيا د ماشوماتو له پاره. آيا د زياتو ميوو خوړل ماشومانو ته کوم ضرر رسوي ؟ څرنګه چه د ماشومانو د معدې او کولمو عمل يعني د هاضمې قوت ضعيف دي ، که زياتي مويي وخوري ، د هاضمې په جهاز کې به بارونه درانده وي او په نتيجه کې به د هاضمې او جذبي د بي نظمې او تکليف سبب وګرزي ٠ بر سيره پر دي په ميوو کې زيات قند د پښتورګي څخه له ادرار سره وتلي شي ، نو په ادرار کې غير عادي بدلون رامنځته کيږي ٠ دغه راز د زياتو ميوو خوړلو په اثر په پښتورګي کې د ناروغۍ علت منځته راځي ٠ په خاص ډول دي وويل شي چه د بيلا بيلو ميوو خصوصيات هم بيل دي ، نو ماشومان بايد ځيني ميوي زيات و نه خوري ٠ مثلا که شفتالو زيات وخوړل شي ، د تبې په خپټه کې د نفخ احساس او د اشتها د خرابوالي سبب راځي ٠ که زيات ناکونه وخوړل شي ، معدي او طحال نه زيان رسيږي او د نس ناستي ناروغۍ پيدا کيږي ٠ که املوک زيات وخوړل شي ، غول به وچ په تيره بيا په داسي حال کې چه معده يي خالي ده ، املوک و خوړل شي ، په معده کې تيزي پيدا کيږي ٠ د تغذيه پيژندونکو په نظر له هغو ماشومانو څخه پنځه اويا فصده چه عمر يي له اوو کالو نه کم دي ، ډير ضعيف دي چه د ميوو قند د معدې او کولمو له خوا راجلب کړي ، نو دوي به د اشتها د خرابوالي ، د نس د خوږتيا او ارمولي په ناروغيو اخته وي ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده څرنګه چه د ماشومانو متابوليزم ډير قوي او د درملونو د جذبولو او دفع کولو جريان يي چټک دي ، بر سيره پر دي د دوي د ځګر او پښتورګۍ عمل هم د تکامل پړاو ته نه دي رسيدلي ، نو د لويانو په مقايسه يي د درملونو خوړلو په مقابل کې انعکاسات هم بيلا بيل دي ٠ لومړي کله چه د ماشوم ناروغۍ په سم ډول تشخيص شي ، بايد په وخت ور ته دوا ورکړي شي ځکه چه د ناروغۍ حال يي ژر ژر بدليږي ، که په وخت يي علاج نه شي ، نو د ناروغۍ حال به ژر سخت شي ، د مثال په توګه که هغه ماشوم چه د نس ناستي په ناروغۍ اخته دي او په وخت يي علاج و نه شي ، په لنډ وخت کې به يي په بدن کې اوبه کمې او دي به بي هوشه او حتي مړ شي ٠ د توجه وړ دوهم ټکي دا دي چه ماشوم د ځينو دواګانو په مقابل کې ډير حساسيت لري ٠ مثلا ماشومان د مرفين سره ډير حساسيت لري ، نو د هغه ماشوم له پاره چه سن يي د يو کال نه کم وي ، د مرفين استعمال ممنوع دي ٠ ځيني درملونه د ماشومانو د مسموميت سبب کيږي ٠ د عفونت په ضد يو ډول مرهم چه نيوميسين نوميږي ، که د ا ندازي نه زيات استعمال شي ، ماشوم به کوڼ کړي٠ دا د توجه وړ دريم ټکي دي ٠ په پاي کې پلار او مور بايد په دقيقه اندازه ماشومانو ته دوا ورکړي ٠ ځيني دواګاني د ماشومانو د سن ، خو ځيني يي د ماشومانو د بدن د وزن له مخې استعماليږي ، نو بايد په دي برخه کې له ډاکترانو او روغتون څخه بشپړ معلومات تر لاسه شي.

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.