هرکله چه یو ما شوم یو نا وړه کار سرته رسوی تر هرڅه دمخه باید دهغه کار لامل معلوم کړو . ځکه داامکان شته چه دی ماشوم هغه ښه ګڼلی وی یا دا چه دهغه کار ښه والی او بد والی ته ئی پوره پاملرنه نوی کړی . په هر حال با ید هغه وپو هوو او د هغه فکر او دماغ اصلاح کړو .دهغه کارپه ښه والی اوبدوالی ئی پوره وپوهوو او ډیر په نرمی اومحبت ئی ورته واضح کړو.
لومړی مرحله: پوهول:- کله چه پدی وپوهیدو په نور نصیحت کول تآ ثیر اوګټه نلری هغه وخت باید هغه په بدنی تنبه سره تهدید او و ویرؤ او د نبوی فرمان په اساس د تنبه کولو آ له هغه ته وښیو حضرت محمد (ص) فرمایلی (( علقوالسوط حیث یراه اهل البیت)) ژباړه : قمچینه را وزړوی ترڅو دکور غړی هغه ووینی .
دوهمه مرحله: دغوږنیول:- عبدالله بن بسرویلی دی یوه ورځ می مور دانګورو یو وږی راکړترڅو هغه حضرت محمد(ص) ته یوسم په لاره می دهغه انګورو څخه لږوخوړل کله چه دحضرت محمد(ص) حضورته ورسیدم زما غوږئی ونیو اوراته ئی وویل( ای هغه سړیه چه اما نت د رغایت نکړ) .
دریمه مرحله : بدنی جزا ورکول:- هر کله چه ماشوم نصیحت ونه مانه او هغه نا وړه کار ته ئی ادامه ورکړه کولی شو چه په بدنی جزا لاس پوری کړو خو په دی شرط چه دماشوم عمر لسو کلونو ته رسیدلی وی .
(( مرو اولادکم بالصلوت وهم ابنآ سبع واضربوهم علیها ابنآ عشر))
ژباړه: خپل اولادونوته په لمانځه کولو امر وکړی کله چه اوه کلنی ته ورسید ل او هغوی دلمانځه په نکولو ووهی کله چه هغوی لس کلنی ته ورسید ل .
د اولادونو دروزنی لپاره تر هرڅه دمخه مور اوپلار او ښو ونکوته لازمه ده چه هغوی ته چه هغوی ته په نرمی او محبت نصیحت وکړی او که چیری پند اونصیحت تاثیر ونکړپدی صورت کی کو لای شی چی دری ځله هغه د لاس په وا سطه په نرمی سره ووهی مگر په لرگی هیڅ جواز نلری .
اوپدی هم باید پوه شو چه دوهلو په وخت کی با یددما شوم په مخ گذار ورنکړی شی او نه داسی ووهل شی چه دهغه وهلو آثار یا داغونه دماشوم په بد ن کی با قی پاتی شی که چیری له دغی ټاکلی اندا زی څخه واوړی نو دقیامت په ورځ به دهغه ځواب ورکونکی وی .
دبدنی تنبهاتوتوبدی پایلی :
که چیری بدنی تنبهات ترټاکلوشرایطولاندی نوی نو نه جبرا نیدونکی بدی پایلی پخوا کی لی .
1. هغه ماشوم چه زیا ت وهل ټکول کیږی په ورو ورو عاد ت کیږی .
2. ما شوم له هغه سره چه دی وهی ټکوی په زړه کی کینه پیداکوی او په ماشوم کی دسر کشی حس تقویه کیږی.
3. ماشوم ډارن روزل کیږی روحی تعادل ئی له منځه ځی او ئی له بدو پایلو سره مخا مخ کیږی.
دتنبه په هکله څو مهم ټکی :
1. دتنبه نه مخکی با ید دهغه نا وړه کار ریښی او لا مل پیدا کړی شی .
2. با ید تر وسه کو ښښ وشی چه تنبه په عام محضر کی او په خا ص ډول دماشوم دملگرو او دوستانو په مخکی وی .
3. مور او پلار ته نه ښائی چه د تنبه کولو اختیارمشرزوی یالور ته ورکړی ځکه چه داکار داولادونو ترمنځ داختلا ف او حساد ت سبب کیږی .
دتشویق په هکله څو مهم ټکی :
1. د خپل اولاد غوره اخلاق او نیکو کارونو ته ښه ووائی او تحسین ئی کړی نه خپله ماشومان تر څو د ښه کار په ارزښت پوه شی .
2. تشویق باید دبډی شکل غوره نکړی .
3. دتشویق اثر په عام محضر کی زیا ت دی . او په ځا نگړی ډول که ما شوم یو غوره کار په سختی سره سرته رسولی وی.
4. تشویق او تحسین با ید له خپل ټا کلی حد څخه تجا وز ونکړی ځکه په هغه وخت کی ما شوم دغرور او ځان غوښتنی په ناروغی اخته کیږی .