|
کرزي طالبانو ته په ټاکنو کې د ګډون بلنه ورکړه |
|
|
|
ع.ن
|
|
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۶ - مه |
|
ولسمشر حامد کرزي له ارګ څخه د طالبانو په ګډون په خپلو ټولو وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلئ او هغه کانديد ته دې رايه ورکړئ چې دوې يې غواړئ. نوموړي چې نن (شنبې) يويې خبري غونډې ته وينا کوله له مخالفينو دا هم وغوښتل چې ولايتي شوراګانو ته دې هغه کسان د خپلو رايو له لارې وټاکئ چې دوې يې ښه ګڼئ.
بل خوا رپوټونه ښيې چې د دولت وسله وال مخالفين په ټاکنو کې ګډون نه غواړي او ټولو هغو خلکو ته يې د خطر ګواښ کړئ چې په ټاکنو کې برخه اخلئ. دا په داسې حال کې ده چې افغان او نړيوالو ځواکونو د ټاکنو د بشپړ امنيت د ساتنې ټټر وهلی دئ.
|