|
ډاکترعبدالله:که بهرنيان نه وي،واکمن سيستم نړيږي |
|
|
|
ع.ن
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۴ - مه |
|
د ولسمشرۍ يو تن کانديد ډاکتر عبدالله په خپل کور کې د الجزيرې له ټلويزيون سره په داسې حال کې چې تر شا يې د احمدشاه مسعود او د ځان په ګډون مسعود ته د څو نورو وفادارو ملګرو يو ګډ انځور ځړولی وو، په يوه مرکه کې د حامد کرزي پر حکومت کلکې نيوکې وکړې. ډاکتر عبدالله د حامد کرزي اداره د بهرنيانو له مرستې پرته بيکاره وبلله او ويې ويل:( همغه شيبه چې بهرنيان له افغانستان ووځي، واکمن سيستم نړيږئ،ځکه د خلکو ملاتړ نه لرئ).
حامد کرزي د نظار دشورا تورور شوی مشر مسعود ته تر ډاکترعبدالله نيږدې کس قسيم فهيم چې عام وګړي او ميډيا يې جنګسالار خو ولسمشر يې اتل بولي خپل لومړی مرستيال ټاکلی دی. دا چې ډاکترعبدالله به د نظار د شورا د پلويانو زياتې رايې خپلې کړي که د حامد کرزي مرستيال قسيم فهيم د را روانو ټاکنو له پايلو به روښانه شي، خو هغه څه چې روښانه دي هغه د عام وګړو ترخې خاطري دي چې د کورنيو جګړو پرمهال يې له يادې شورا څخه په ذهنونو کې پاتې دي.
|