|
په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه |
|
|
|
فریدالله ظاهرـ خوست
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۰۸ - مه |
|
هغه غونډه چې په همدې موخه دخوست په میلمستون ودانئ کې جوړه شوي وه دیونما پرمسولینو سربیره په خوست کې دنږدې څلویښتومدني اوکلتوري ټولنواستازوپکې ګډون کړی وو.مراسیمو ته په خوست کې دیونما ځايي مسولینو ددغه جرګګئ دجوړیدوپر اړتیا اوڅرنګولي خبرې وکړې دوئ وایی چې له دې جرګګئ یې موخه دمدني ټولنو یوکول اودولس ستوونزې په وخت دولت ته رسونه ده ډاکټر ددوئ په خبره چې ددې ګډه جرګګئ غړي به په خوست کې دشته مدني بنسټونواستازي وي اوله ولایتي شوره په څنګ کې به له دولت سره دولس پرستوونزو کارکوي
دغونډې په جریان کې دبرخوالونظریات وپوښتل شول اوترمنځ یې ګروپي کارهم ترسره شوبرخوالو ویل دمدني ټولنویوکول یوه پرځای هڅه ده خوټیمګار یې کولوچې داجرګګئ هغه مهال په خپلوکارونوکې بریالئ کیدی شي ترڅو یې کارشفاف اوصدیقانه وي اوبل یونما له دغه جرګګئ سره په مالي برخه کې مرسته وکړي
دسیاسي چارو کارپوه اودسمون انجمن مشر یوسف انتظار.دا دمدني ټولنو دهمغږئ لپاره یوه ښه نېک ګام دی.خومهمه دلته دا ده چې ددغه جرګګئ چارې منازمې اوصادقانه پرمخ بوتلل شي ، دخوست میدیوتیک مشر نجیب اله الوحیل.موږ پخوا هم دورته غونډو اوجرګګیو شاهیدان یاستو،خو کوم ښکاره کار یې نه دی ورکړی.په هرصورت موږ باید ناهیلې نه شو.اودغه جرګګئ سره مرسته وکړو،یوه بله خبره یونما باید ددې جرګګئ سره په مالي برخه کې ډېره مرسته وکړي
دیادونې وړده چې له دې څو ځلې وړاندې هم په خوست کې دمدني ټولنودیوکولو لپاره بیلابیلې هڅې شوي خوتراوسه یې کومه جوته نتیجه نه ده ورکړي
|